ولې اوږد فکر مهم دی؟

د نړۍ د کاروبارونو او سیاستونو کال بیا بدلیږي، له دې بحثه اخوا چې موږ کوم کال کاروو يا نور ورته په کومه سترګه ګوري، خو د نيټې حاکمه تول بدلیږي.

ډير به ناست وي دا فکر به کړي چې راتلونکي لپاره څه پلان ولرم، څه وکړم، وخت مهم نه دی وخت پر هر چا تيريږي خو له وخته ګټه اخيستنه مهمه ده، هغه چې د روغتون مخې ته د خپل اولاد د روغتيا احوال ته په تمه وي، هغې ته يوه دقیقه لکه کال وي، هغه چې فیسبوک ته ناست وي او د خپل ښه او د بل بد وايي ساعت يې پر څو کليکونو تير شي.

هغوی چې په يوه کال کې خپل کاروبارونه يا زده کړې پر پښو دروي، او هغوی چې کال يې په دې تير شي چې له دې هيواده څه نه جوړيږي او بايد يو څوک راشي آباد يې کړي، يا هغوی چې کډوال شي او ځان لپاره بل ځای جونګړه آبادوي، ټول يې پر بل مقياس تلي.

هغوی چې وايي د کال په پای کې به دا خاوره نړۍ ته دومره پوه او مسلکي خلک وړاندې کړي، او هغوی چې کيني او وايي چې له دې هېواده مه ځئ او خبریالانو ته دا شميرې ښيي چې په دې هېواد کې دومره خلک ولاړل او دومره ګاونډيانو بیرته راوشړل.

happy birthday greeting card on brown wooden table

کله چې موږ اوږدمهاله اهداف ټاکو نو دوه تګلارو ته ګورو، يو دا چې هدف مو معلوم وي نو د هغې په لور مزل کوئ هلته دا مهمه نه وي چې په څه طریقه رسيږئ خو غواړئ چې هلته واوسئ، لکه يو څوک غواړي چې د خپل مسلک بهترين کس واوسي، نو هغه له لوستلو نيولې تر تدريسه، مسلکي ټولنو کې له برخه اخيستنې تر ليکنې، له دندې تر پرمختګه هر څه کړي، تر څو د هغه مسلک بهترينو ته ورسيږي.

دوهم، يې هدف معلوم نه وي، خو تګلاره معلومه وي، يعنې يو څوک ځان ته دا هدف ټاکي چې درواغ به نه وايي، دا چې دا درواغ نه ويل ما ته څه ګټې راوړي دا معلوم نه دي، خو زه پر همدې تګلاره عمل کړم. يو څوک سپورت کوي، هغه هيڅکله په دې نه پوهيږي چې د نه سپورت له کبله له څه ناروغيو او ننګونو خوندي شوی دی، خو پوهيږي چې سپورت ورته ګټې راوړي.

له ځينو به واورې چې کاش مې فساد کړی وای، کاش مې دا کړی وای اوس به په دې حالت کې نه وو، که څوک خپلو اصولو ته ژمن وي، مهمه نه ده چې دا اصول دې شخص ته څه راوړي، مهمه دا ده چې دا ځان ته دومره ارزښت ورکوي چې اصول ټاکي او د هغه اصولو قربانۍ او بيې پريکولو ته تيار دی.

د شخص ژوند پر کلونو راڅرخي، خو دا يې په ورځو تلي، هر څوک که هر څومره عمر ولري، نشي کولای د خپل ژوند هره ورځ، هره اونۍ، هره مياشت يا آن هر کال را په ياد کړي، هغه څه چې تاسې ته نن مهم دي، مياشت وروسته به نه وي، هغه څه چې تاسې ته مياشت وړاندې مهم وو، نن نه دي، نو ځکه هر کله چې موږ ژوند ته ګورو، نو موږ يې مجموعي اړخ رااخلو.

اوږد فکر يې رااخلو.

د هېواد هم همدا بحث راواخلئ، پر هيوادونو ټيټې پاستې راځي، هغوی چې نن هيوادونه پر مختللي بولي، که جاپان دی که جنوبي کوريا، هغوی ولږه تنده تيره کړې ده، هلته اوس هم داسې خلک ژوندي دي چې د خپلو سختو تنګو او په ټوله کورنۍ د يو نس خوړو کيسې کړي. او که چيرې نن د زيمبابوې د بيوزلۍ کيسې کړي، نو هغوی هم غني تاريخ پريښې تر څو چې چارواکو په چپه روان کړ.

هېواد له خلکو جوړ وي، او دا خلک د محدودو نورو خلکو لخوا اغيزمن وي، زه يې مشري نه يادوم چې دا خلک د نورو لخوا مشري کيږي، ځکه د مشرۍ اساس پر اغيزه ولاړ وي، د فوټبال بازار ګرم وو، د فوټبال لوبغاړو او لوبډلو اغيزه هم ورسره ډيره وه، او د همدې اغيزې په رڼا کې د قطر او ورسره د دې لوبډلو ارزښت هم ډير شوې وو، چې له کبله يې خلکو ورته غوږ نيو.

نو هغوی چې د واک، چوکۍ، يا نورو له کبله اغیزه لري، ورسره دا مسؤليت هم لري چې هيواد ته لوری وټاکي، دلته ښه او بد نه وي، مهم دا وي چې له شتو وسايلو څرنګه ښه ګټه اخيستل کيږي، که چيرې واکداره راپاڅيږي پر يو چا د څه احسان ږدي، چې په هيواد کې يوه خاصه چاره ښه شوې ده، نو ورسره بايد دا هم ووايي چې د دې چارې ښه کيدل به ولس ته څه ګټه وکړي او دوی ورڅخه دغه ګټه اخيستنه څرنګه هڅوي.

کال نوی کيږي، ځينو لپاره به شميره بدله کړي، خو ځينو لپاره ښايي دا يو تمځای واوسي چې خپل ګريوان کې وګوري، چې زه پر دغه چوکۍ ناست يم څه مې وکړل، ځينو هېوادونه به ځان ته دا ټاکي چې موږ به دا کال نوي ښوونځي او پوهنتونونه پرانيزو، د نړۍ واکدارۍ لپاره به خپل نوی نسل روزو.

او ځينې هېوادونه به بيا دې ته ناست وي چې صبر دا نور څه ابتکارات او کشفونې کوي چې موږ يې دلته نقل کړو، يا يې نوی ټليفون يا بله وسيله واخلو او دلته يې خلک ته وښیو، خو ځان به دومره نه په عذابوو چې د همدغو پخوانيو نسلونو کشفيات موږ کارول او سبا به يې هم زما اولادونه د هغوی پرمختګونه څاري، خو نه مې پخپله څه توره وکړه او نه مې اولاد په هغه لار روان کړی چې نړۍ ته ځان سيال کړي.

د کال اوړيدل راوړيدل مهم نه دي، يوازې د اندازه کولو مقياس دی، خو آیا ژوند ته مو دومره څه پريښي دي چې د اندازه کولو واوسي، که نور ځان لپاره اهداف ټاکي، زه به يې هم وټاکم، خو که نور يې نه کړي، زه يې ولې وکړم. کله چې احساس وکړې د ژوند پای مې ده، آیا که په دغه لار وروسته وګوری، داسې څه وينې چې په تللو او يادولو ارزي.

که نن مې د فوټبال پر لوبغاړو اسلام ګټه، سبا يې د کرکټ لوبغاړي وي، خپل ژوند مې نه دی معلوم خو د نړۍ پر سياستونو او اغيزو درې ساعته غږيدلای شم. انسان په هغه څه کې بهتريږي پر څه چې وخت مصرفوي، که چيرې يو څوک هره ورځ ترکاڼي کړي، نو له وخت سره به بهترين ترکاڼ شي، خو که يو څوک هیڅ نه کړي، نو په هیڅ کولو کې به بهتره شي. 

هره هغه څه چې نن کوئ هغه ستاسې سبا ټاکي، راتلونکی به نامعلوم وي، خو هغه سلوکونه چې هغې سره سبا ته ځئ هغه معلوم دي، خپل سلوک، مهارت او پوهه سمه کړئ، ستاسې سبا پخپله سمې ته روانيږي.

Several white arrows pointing upwards on a wooden wall

ختيځې نړۍ پر دې مشهوره خبره يې راټولوو، ختيځ ځکه وایم، چې څوک يې کنفيوشس پورې تړي او څوک ګاندي پورې، دوی وايي چې (که په نړۍ کې غواړې هر بدلون ووينې نو له ځانه يې پيل کړه)، او که وايي حالات سم شو بيا به دې ببولالو ته راشو، نو حالات هیڅکله نه سميږي، ځکه چې زموږ توقعات، پوهه، وسايل او چاپیريال بدليږي، او نوی چاپیريال نوی غوښتنې لري، نو نن چې درته څه سم ښکاري هغه سم کړئ، او همدا د نن سموالی به زموږ سبا سم کړي.

پاتې د ملتونو اغيزمنو خلکو او چارواکو بحث شو، امام احمد وو که امام غزالي دوی به ويل چې زما يوه دعا ده هغه چارواکو لپاره ده، زه د هغوی اصلاح لپاره دعا کړم، چې که چيرې دوی سم شو ټولنه سمه ده، د دوی ليدلورې د هېواد ليدلوری ټاکي.

ورته ليکنې: آیا نړۍ موږ ته دريږي، پوهه، ټکنالوژي او فکري آزادي، کله چې په ژوند کې  له يوه ستر بدلونه تير شئ، دا پنځه کړنلارې وکاروئ (۲)، پر سوشل ميډيا شريکول، د مشر په توګه دا لس مهارتونه خپل کړئ، چې نور درپسې ودريږي



ټولي:Leadership, Technology ټکنالوژي

ټگونه:, , , , , , , ,

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: