د ناپوهۍ بيه

که نن تاسې په هر مسلک کې ياست د خپلې پوهې بهترۍ، دوامداره زده کړې ته اړتيا لرئ او له ټکنالوژۍ اغيزمن ياست، هر کله چې له پوهې بحث کوو، نو اساسي هدف مو د خپلو چارو لپاره له هرې هغې وسيلې کار اخيستل دي چې د کار اغيزمنتيا او ګټه ډيره کړي.

څه فکر کوئ، چې د خپلې پوهې، مهارت يا ستونزو حل ابتکاري تجربې د کموالي له کبله چې هره ورځ/مياشت کم معاش اخلئ، لس يا شل کاله وروسته به درته دا ناپوهي پر څو پريوځي؟ يوازې يو اقتصادي/ مالي شميره ورکړئ چې که چيرې يو خاص مهارت مو زده کړ، او ورسره مو د هغې له کبله امتيازات ډير شو څومره به وي، که زده يې نه کړئ، دا ناپوهي به درته په څو پريوځي.

له ژبې یې راواخلئ، هغوی چې مورنۍ ژبه يې انګليسي وي يا داسې ژبه وي چې د نړۍ پوهه او ټکنالوژي يې خپله کړې وي نو هلته د هغوی پنځه کلن ماشوم چې ژبه لوستلی او پرې پوهيدلی شي، د پوهې او ټکنالوژۍ له وسيلې کار اخلي، يا داسې يې فکر وکړئ کور لپاره مو د جامو وينځلو ماشين اخلئ، دا نه وايم چې په کور کې به جامې څوک وينځي، خو کور لپاره مو دا ماشين واخيست، که چيرې دا ماشين ډيرې غورونې ولري، نو حتماً له ځان سره لارښود هم لري، نو هر هغه څوک چې دا لارښود وويلی شي، له دې وسيلې به بهتره او اعظمي ګټه اخلي.

که چیرې زموږ د هيواد ژبه وي، لومړی به د ماشين کاروونکی داسې څوک لټوي چې د دې ماشين په ژبه پوه شي، بيا به پرې هغه سر خلاصوي، ورپسې به له ماشين څخه د ګټې اخيستنې بحث راځي، دا چاره يې د هر څه لپاره واخلئ، د هغه څه په ژبه چې پوه نه شئ، هر ساعت مو له وسيلې څخه ټيټه ګټه اخيستی، او چيرې چې تاسې سل ګټلای شئ، هلته ښايي له پنځوسو هم ټيټ وګټئ، همدا د ماشين بيلګه ټليفون، موټر، کمپيوټر، او نورو هر څه لپاره درواخلئ.

ټولنيزو شبکو ته راشئ، دوه مذهبي عالمان راواخلئ، يو يې له ټولنيزو شبکو سره ښه دی، هم يې پر ژبه او هم يې پر وسيلو پوهيږي، دا عالم له خپلې مسلکي پوهې سره لدې وسيلې هم خلکو ته ځان رسوي، هغه څه چې وايي خلک يې اوري، له وخت تيريدو سره يې اغيزه ډيريږي، بيا که آن پر ضعيفو بناوو هم خپله خبره مستنده کړي، بيا هم ښایي ډير يې واوري، د نن په زمانه کې نفوذ د پوهې ښه بديل دی. هو د هغه بل عالم ذکر راڅخه هیر شو، همداسې که چيرې د دې وسيلو پر ژبه پوه نه شي، نو ښايي ډير به پوه وي خو هغه اغيزه چې د دغې کچې عالم يې ولري له هغې به محرومه وي. له ډيرو به هير وي.

اوس همدا بحث عصري مسلک ته واړوئ، ډاکتر راواخلئ، يو څوک اووه کاله پوهنتون لولي، ورپسې مسلکي ژوند ته داخليږي، هغه به په خپل کې د سيال پاتيدو لپاره دوامداره زده کړه کوي، له هغو وسیلو او ټکنالوژيو به کار اخلي چې د دې په مسلک کې رواج دي، او د نن په نښتی نړۍ کې که څوک وايي چې زما سيالي يوازې د هيواد دننه ده نو دې ته يې پام نه دی چې هر کله له بهره څوک راغلل ټول زحمت به يې ورته په سيند لاهو کړي، که وغواړو يا نه زموږ سيالي نړيواله ده.

زده کړه/ مهارت/ پوهه عموماً څلور شکلونه لري، لومړی شخص نه پوهيږي چې ځانګړې پوهه يا مهارت نه لري، دوهم شخص يا زده کوونکی پوهيږي چې نه پوهيږي، درېيم شخص پوهيږي چې پوهيږي، يعنې د کار اجرا ته لږ فکر کړي خو کولای يې شي، او څلورم چې عموماً ممتاز يا د استاذۍ شکل يې دی هلته شخص نه پوهيږي چې پوهيږي، يعنې اړونده چاره بې زحمته پر مخ وړي، دغه کار ورته خپله پوهه نه ښکاري، د کمپيوټرانو په اصطلاح ډيفالټ ويليو يې وي.

يعنې په څلورم شکل کې يو څوک له يوه کار سره دومره ښه شي چې د اجرا لپاره يې فکر ته اړتيا نه لري، د موټر چلول يې راواخلئ چې د اولې ورځې بریک او اکیسليټر ته له کتلو آن د اخیري ورځې لارئ چلولو پورې له کومو پړاوونو تيريږئ.

په عمومي توګه معلومات او په ځانګړي ډول زده کړه او پوهه نيټه لري، لکه نن به ډير کم يا هیڅ خلک پيدا کړئ چې پر خره سپريدلو لپاره همدومره زحمت وباسي، لکه څومره چې د موټر چلولو لپاره کار کړي، يا د تګ راتګ نورو وسيلو لپاره تخصصي زده کړې کوي، دا نه دی چې خر بې ارزښته شوی دی، د خره غريب زمانه تيره شوې ده.

د پوهې د نيټې دا هم معنا ده چې هغه څه چې زما پرون زده وو، که نن نوي څه زده نه کړم، د درملو په څير مې د پخوانۍ پوهې نيټه تيريږي، نوي څه نه زده کوم، يو وخت هغه ارزښت له لاسه ورکوم، چې د مهارت او پوهې له کبله يې لرم.

هغوی چې فکر کړي ولې بايد زده کړو، نو که تاسې يې نه کوئ، چاپيريال مو بدليږي، د ټليفون مثال واخلئ تاسې سره به يو کال وړاندې د خپل وخت بهترين موډل ټليفون وو، خو نن له موده وليدلی دی، ټلیفون هماغه ټليفون دی، يوازې دومره شوي دي چې له هغې څخه که بهتره نه وي، خو نوی موډل راغلی دی.

همدا فکر ځان او خپل مسلک لپاره وکړئ، که دوامداره يې زده نه کړئ، بهتره موډلونه راروان دي، چې ښايي هغه کار چې تاسې يې کړئ په ارزانه، له نوو وسيلو او بهتره ټکنالوژيو سره سرته ورسوي. او که څوک وايي چې زه تجربه لرم، نو لس کلنې تجربې ته داسې فکر وکړئ، چې لس کاله مو يوه چاره په دوامداره توګه اجرا کړې ده، يا لس کالو کې مو هر کال په خپلو چارو کې بهتري راوړې ده او دا لس کاله مو اړونده ابتکارات کړي دي.

همدا بحث هيوادونو لپاره وکړئ، موږ که هر څومره داخل ته فکر وکړو، نړۍ روانه ده، د نن په نښليدلې نړۍ کې زموږ له ټولو سره سيالي ده، پوهې بدليږي، د ولسونو مهارتونه يې بدليږي، نوی ټکنالوژۍ معرفي کيږي، نوي قوانين، شرايط او حالت رامنځ ته کيږي.

له اقليم څخه اغيزمنتيا ته وګورئ، نړۍ ګرميږي، همدا کابل درواخلئ، هغوی چې پخواني ژمي يې یاديږي، د نن ورته هیڅ ژمی نه ښکاري، د هوا همدې تغير له کبله زموږ بزګر څومره اغيزمن دی، د دې په پرتله د هند يا ايران پر بزګر يې څومره اغيزه کړې ده، موږ له يو جريب زمکې څخه څومره ګټه اخلو، څومره خلک پرې مصروف دي، څومره زيرمې اوبه او نور پرې مصرفوو.

د پوه او ناپوه ستر توپير پر وخت او کاريدونکو زيرمو وي، خو وخت يې تر ټولو مهم دی، ځکه هر څومره چې وخت ډيريږي، د زيرمو مصرف هم ډيريږي، لکه پخلی کوئ هغوی چې پر پخلي پوهيږي څومره وخت کې به له څومره زيرمو سره پخلی وکړي، د هغوی په پرتله چې يوازې په چکرونو کې ښورواې پخوي او ټول فيسبوک يې په سر راخيستی وي.

همداسې مو موټر خرابيږي، مستري ته يې دروئ، که مستري مو نه پوهيږي، ټوله ورځ به مو هم ضايع وي، او په پای کې ښایي ستونزه هم حل نه شي، بيا به در په در د هغې پوهې په لټه کې ګرځئ چې ستاسې ستونزه حل کا.

له مشرانو متل راپاتې چې (عقل يې کم وي، تل يې په کور غم وي)، اوس چې څوک دا مني چې په کور غم دی، او عقل مو کم دی، دا بيل بحث دی.

وده او پرمختګ غواړئ، له ناپوهۍ ځان خلاص کړئ. که فکر کوئ چې څرنګه پوه شم چې نه پوهيږم نو هغوی ته وګورئ چې ستاسې په مسلک کې ممتاز دي، او د هغوی مهارتونه، پوهه او سلوکونه له خپلو سره پرته کړئ، ښايي ځينو شيانو ته مو پام شي.

ورته ليکنی: آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، ټولنيزې شبکې او ژوره پوهه، هېوادونو وده او پوهه، پوهه: پر کومه بيه



ټولي:Leadership, Management, Social

ټگونه:, , , , , , , , ,

3 replies

Trackbacks

  1. اهداف او عادتونه – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون
  2. د مشر د وخت او زيار اړيکه – څلور اصله  – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون
  3. د بدلون له ډار اخوا – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: