اوس چې څوک څه ته علم وايي دا بحث به پريږدو، خو په عمومي توګه علم هغه ګټور وي چې د انسان ژوند آسان کړي او په عقيدوي لحاظ يې د دنيوي او اخروي ګټی سبب وګرځي. علم خپل د ينفع (ګټور) او لاینفع (غیر ګټور) اړخونه لري، د زده کړې لپاره ډير ښه اصل له وخت سره د هغې تبادله ده، وخت محدود دی خو علم لامحدود، نو انسان بايد هغه څه زده کړي چې فکر کوي اعظمي ګټه ورته راوړي.
په عمومي توګه علمونه پر معاصرو او رواجي علمونو ويشل کيږي، معاصر هغه چې له عصر سره برابر وي، او يوه زمانه کې دا رواجي علمونه هم معاصر وو، نو د نن علم پروني ته رواجي وايي، پداسې حال کې چې سبا به همدې د نن علم ته رواجي ويل کيږي، د امپراطوريو په عروج او زوال کې يو تر ټولو اساسي او کليدي بحث د هغه امپراطورئ له پوهې سره جوړښت دی، د تاريخ هره امپراطوري چې راواخلی هغه وخت يې سقوط ته لار پرانيستی چې د علم پر ارزښت يې سترګې پټې کړي دي.
د نن په زمانه کې پر پوهه د چين او امريکا ډغره ده، د پوهې ارزولو يوه منل شوې چاره د هيوادونو په کچه د دوکتوراوو او له هغې هم تخصصي څيړنيزه مطالعو شمير دی، چې اوسمهال پکې چين مخکښه ده، لدې سره د ټکنالوژئ برخه ده، د مایکرو چيپ سيالي ده چې چين او امريکا يې سره نښلولي دي، پر تايوان د چين له حاکميت سره د امريکا د مخالفت يو تر ټولو اساسي دليل په تايوان کې جوړيدونکو چيپونو باندې د چين واکداري ده، داسې ګڼل کيږي چې د نړۍ نږدې اويا فيصد چيپ همدلته جوړيږي، پر دې برلاسه کيدل به چين ته د ټکنالوژۍ په ساحه کې بې حده واک ورکړي.
يو هندو چې په ناسا کې کار کړي هغه هند ته راځي د غوا ميتيازي څښي، يهودان په خپله مذهبي ورځ کې خر رااخلي پر لوړه يې کينوي او ورته درناوی کوي، د عيسويانو پاپ زندان ته ځي او د دوی په وينا تر ټولو ګناهکاره بندي/ شخص پيدا کوي، د هغې پښې وينځي او پخوا خو به يې آن دا وينځلې اوبه څښلی خو فکر کووم نن به چا دا بابا پوه کړی وي، چې مه څښه که نه وي لدې بندي مخکې به ته غځيدلی وی.
يوه هندوه جنۍ راپاڅيږي ځان ودوي، کله چې د خپل کلي مذهبي مشر ته ځي چې د دوی په اصطلاح د دې پوجا پاټ ورته برابر کړي، په لومړي سر کې يې دا مذهبي شخص مني چې په هغه ورځ به راشي، خو کله چې د خلکو غبرګونونه ويني چې له ځان سره څوک څرنګه واده کړي، زموږ هندوان به څه يايي نو هغه پنډت يې پښيمانه کيږي، او له ورتګه ډډه کوي، د ستونزې حل لپاره يې جنۍ يوټيوب ته ځي، له هغه ځايه د دوی مذهبي وردونه/ سندرې رااخلي، چالانوي يې، اور لګوي او ځان پخپله ودوي.
رواجي علمونه پدې هم ښه ګڼل کيږي چې خلک بيرته خپلو اجدادو ته بيايي، په اندونيزيا، فليپين او شاوخوا سيمو او د جنوبي امريکا، مکسيکو په ځينې برخو کې خلک د کال په ټاکلی ورځ ځي او خپل اجداد له قبرونو را باسي له ځان سره يې کورونو ته وړي او يوه ورځ ورسره تيروي، وايي چې زموږ په خوښيو کې برخه واخلي، نوي زيږيدلي ماشومان، سامان، خپلوۍ او دا نور ورته کتاروي او دوی ته يې ورپيژني، دوی ته همدا ښه ښکاري.
يو وخت خلکو دا نه منله چې ناروغي دې له ميکروبونو خوريږي، نن آن عصبي ناروغۍ د هورمونو د نامتوازن کيدو له کبله درملنه کيږي، معاصر علوم ټولنه له عصر سره برابروي، که څوک وايي چې موږ خپل اصل نه پريږدو نو نن هم داسې قبايل شته چې بربنډ ګرځي، هغوی ته ځان په همدې ښه ښکاري چې موږ خپل اصل نه دی ورک کړی، خو په نړۍ کې به څومره لوڅ خلک ووينئ.
انسان په عمومي توګه خپل پخوا ته ښه ګوري، اکثره فکر کوي چې پخوا خلک ښه وو، ژوند ښه وو، زما پلرونه او نيکونه ښه خلک تير شوي دي، ځکه دا ورته ډيره سخته ښکاري دا ومني چې د ده نيکونه هم انسانان وو او هغه اشتباهات چې د نن انسانان يې کړي هغوی به هم کړي وي، هر يو ته خپل تاريخ د نړۍ تر ټولو معتبر او روڼ اندی ښکاري.
همدا د پخوا په اړه فکر له دې هم سرچينه رااخلي چې که چيرې زه خپلو پخوانيو پسې څه ووايم، زما د موروثيت دعوه داغداره کيږي، زه هم د پوښتنې لاندې راځم، خو خير زموږ بحث دومره ليرې نه ځي.
کوم علم ښه دی کوم بد، هغه بحث به بيا بل وخت وکړو، خو بريالي خلک او بريالي ملتونه پدې پوهيږي چې زما نيکه په خپل وخت کې تکړه وو او هماغه وخت يې له خلکو سره راشه درشه درلوده، قدر يې درلود او خلکو ورته د يوه پوه په سترګه کتل، که نن زه غواړم چې په يوه ځای کې واوسم نو د نن او پرون هغه تعادل به رامنځ ته کوم چې د ټولو پکې خير وي.
ورته ليکنی: آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، ټولنيزې شبکې او ژوره پوهه، هېوادونو وده او پوهه، پوهه: پر کومه بيه
ټولي:Leadership, Management, Social
ځواب دلته پرېږدئ