نن سبا اکثريت فکر کړي چې مصروفيت ارزښت دی، په کارځای کې تر ډيره پاتې کيدل د زحمت نښه ده، پر دې وياړي چې تر شپې ناوخته په دفتر کې وم، خو همدوی چې تر ناوخته په کارځای کې وي يا هغوی چې له نورو تمه ساتي چې تر ناوخته پاتې شي، دا نه ويني چې کار ولې پر وخت نه خلاصيږي؟
ارزښت د وخت دی خو د همدې وخت مديريت لپاره مهارت ضروري دی، يعنې بايد په دې پوه شي چې له وخت څرنګه پر خپل وخت سمه ګټه واخيستل شي لکه که يو څوک د شلو دقيقو غونډه په يوه ساعت کې نه شي راټولولی نو له هغې به څه تمه وکړې چې په اتو ساعتونو کې څومره کار وکړي.
وخت همدا څلورويشت ساعتونه دی، خبره د لومړيتوبونو ده، که يو چا ته دا مهمه وي چې يو کار خلاص کړي نو هغه ورته يوه لاره پيدا کوي، که يو څوک تر نيمې شپې ټولنيزو شبکو يا بې ځايه بنډارونو کې ناست وي، بيا سهار ستړی سوړی دفتر ته ځوړند راروان وي، هغه د وخت ستونزه نه لري، هغه خپل لومړيتوبونه نه پيژني.
د وخت ضياع يا ترې ناوړه ګټه اخيستنه عموماً د مهارتونو، ارزښتونو او منابعو کموالي له کبله راځي، دلته يې څيړو:
۱. لومړيتوبونو نه ټاکل،
که پوه نه شو چې څه غواړو، نو نه پوهيږو چې پر څه تمرکز وکړو، نو پر هغه څه تمرکز کوو چې تر ټولو ډيره پاملرنه جذبوي، يا که له مشتريانو سره مو کار وي هر هغه څوک چې ډيرې چيغې وهي يا واسطه يې قوي وي د هغې کار مخکې کيږي، يا په ماشومانو کې چې د چا ژړا لوړه وي لومړی هغه مړول کيږي.
په داسې صورت کې موږ د نورو د لومړيتوبونو له مخې کار کوو، که سهار تر ټولو وړاندې ورځ پر بريښناليکونو، ټولنيزو شبکو، خلکو سره پر بنډارونو او نورو داسې موضوعاتو پيلوئ نو تاسې د نورو د لومړيتوبونو له مخې خپله ورځ ټاکئ.
د حل لپاره يې بهتره لار داده، مخکې لدې چې مصروفه شئ بايد پوه شئ چې څه بايد وکړئ، د ورځې لپاره لومړيتوبونه وټاکئ، پوه شئ چې نن بايد څه وکړم، دا ښايي يو يا درې کاره وي، او دا درې کاره بايد په هر صورت کې خلاص کړئ. که تاسې تر ټولو لوړ غږ يا تر ټولو جنجالي مشتري سره تر ټولو وړاندې معامله کوئ نو تاسې د نورو لومړيتوبونه پالئ او خپل درڅخه پاتې دي.
او دا لومړيتوبونه مو بايد د ژوند اوږدمهاله لومړيتوبونو او اهدافو په لور بوځي، بايد پوه شئ چې له ژونده څه غواړئ او څرنګه زما د نن ورځ کار ما هغه اهدافو ته رسولای شي.
او تر ټولو مهمه هر څوک هر څه نشي کولای، هر څومره مو چې اهداف مشخص او کم وي، همدومره به يې ښه او څرګنده لاسته راوړئ.
۲. د مهارتونو او منابعو نشتوالی،
آیا د بل کار کوئ، له اکثرو يې اورم چې نه شي کولای يا که ور ويې سپارم نو ورځ پرې تيروي او بيا هم زه مجبور يم پخپله يې وکړم، په مشرۍ کې يو تر ټولو مهم اصل له نورو سره کار کول دي، مشري هم همدې ته وايي چې نور بنده ګان به درڅخه راتاوو وي، او د مشر په توګه دا ستاسې کمال دی چې له هغوی څخه د هغوی له ظرفیت سره سم کار واخلئ.
او دا هم بايد په ياد وساتئ چې هر څوک د کار خپله طريقه لري که چيرې د يو چا کار پر هر څه برابر وي بيا به هم ستاسې له ذوق سره سم نه وي، نو دلته اکثره مشران د دې لپاره چې له کار سل په سله راضي وي پخپله يې کوي، چې دې کې د نورو کار هم شامل دی.
نو د مشر په توګه بايد دوامداره له ځان څخه پوښتنه وکړئ، چې آیا دا کار واقعاً زما دی، که بل څوک خپل کار نه شي کولای ولې بايد دا ستاسې تر غاړې شي، ولې بايد د بل کار وکړئ، آیا له مسؤلیته تيښته ده يا زه پر بل د اعتبار ستونزه لرم.
او تر ټولو مهمه پوښتنه که چيرې تاسې د بل کار کوئ دا ستاسې کار څوک کړي؟ که چيرې بل څوک خپل کار نه شي کولای آیا مهارت يې نه لري يا تاسې وړ خلک نه لرئ، پوښتنه يو ځل حل کړئ تر ډيره مو جنجالونه حل شي.
۳. د ارزښتونو او مسؤليتونو ورکيدل،
هر څومره چې يو څوک پرمختګ کوي، همدومره د دوی په وخت کې د نورو برخه ډيريږي، خلکو سره يې راشه درشه، کارونه او نورې چارې پراخيږي، چې له کبله يې بیلابيلو ارزښتونو او مسؤليتونو سره مخ کيږي، چې له کبله يې مجبور وي خپل وخت او پام نورو ډيرو چارو ته واړوي.
دلته وخت خو هماغه وخت وي، خو اوس مجبور ډيرو داسې چارو ته يې اختصاص کړي، چې ښايي د دې له ارزښتونو سره برابر نه وي، نو ځکه دلته بايد يو ډول مقياس/ فلتر يا تله واوسي چې د هغې په رڼا کې دا مشر خپل لومړيتوبونه وتلي يا اکثره مشران له ځان سره سکرتر يا پر دې نامه څوک لري چې وخت يې مديریت کړي، نو که چيرې دې شخص ته خپل ارزښتونه روښانه کړي، هغه کولای شي له ډيرو سرسري او کوچنيو پريکړو او وخت ضايع کوونکو مواردو يې وژغوري.
خپل ارزښتونه وڅارئ، هر څوک داسې ارزښتونه لري چې له هغې نه تيريږي يا لږ تر لږه له دې ارزښتونو سره په ټکر کې واقع شوي کار ته زړه نه ښه کوي، د خپلو ارزښتونو په رڼا کې خپل وخت وڅارئ چې پر څه مصرفیږي، هر چيرې چې ستاسې وخت ځي هلته مو انرژي ځي، او چيرې چې مو انرژي ځي هغه مزل لنډوئ او پر هغه لار روان ياست، آیا دغه لار مو خپل مقصد ته رسوي، آیا هغه شخص چې لس کاله وروسته لدې مزله فارغيږئ هغه شخص مو په نظر سم دی.
۴. زده کړه،
اکثره وختونه کله چې موږ د مشرۍ موقف ته پرمختګ وکړو نو عموماً هغه مهارتونه نه لرو چې دغلته ورته اړتيا وي، اکثره خلک دغه مهارتونه تخنيکي يا تر صنعت محدود ګڼي خو په مشرۍ کې د صنعت اړونده تخنيکي مهارتونو ته دومره اړتيا نه وي، ځکه د دې لپاره نور خلک وي، دلته عموماً سلوکي اړخونه ډير مهميږي.
د مشرانو لپاره د مفاهمې، له خلکو سره کار، پر خپلو احساساتو واک لرل، لومړيتوبونو ټاکل او پيژندل، وخت مديريت، او پريکړې کول ډير مهم وي، او دې لپاره بايد دا شخص زده کړه وکړي.
مشري له ابهام سره کار دی، او ابهام له نومه معلومه ده چې هیڅکله هر څه واضحه نه وي، بنده بايد په تورتم کې له ډزو سره ځان عيار کړي، خو دا پدې معنا نه ده چې د يو ډز کار پر لسو خلاص کړي، منابعو ته به ګوري، ځان به پوهوي او بيا چې هیڅ چاره نه وه توکل به کړي.
اکثريت خلک پردې وياړي چې سر ګرولو ته نه يم وزګار، يا بیګا تر نيمې شپې په دفتر کې وم، له ځانه وپوښتئ چې د مشر په توګه ولې له دغه حالت سره مخ ياست، داسې فکر وکړئ چې که چيرې ستاسې کورنۍ يا ماشومانو تاسې ته ستاسې د وخت پيسې درکولی آیا هغه وخت به هم مو د هغوی وخت تر نيمو شپو په دفترونو کې تيراوه.
د انسان تر ټولو ستر او دوامداره مبارزه له ځان سره وي، هغوی چې پر ځان حاکم وي، دا نظم ولري چې هر کار خپل وخت لري، هغه تر ډيره کولای شي چې پر نړۍ حاکم شي، وکولای شي هغه ځايونو ته ځان ورسوي چې له ارزښتونو او اهدافو سره يې سم وي، او لدې فشاره او ستړيا ځان تر ډيره خلاص کړي چې ورځ تيره وي خو احساس کوي چې هیڅ يې نه دي کړي.
ورته ليکنی: د ناپوهۍ بيه، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، پر نورو ځان لوړ ګڼل د جهل علامه ده، د نامعلوم قبلولو ويره
ټولي:Leadership, Management, Social
ځواب دلته پرېږدئ