ويره د يو څه له لاسه ورکولو احساس دی، د ټولنې پر رواجونو، د بل په تله د پوره نه راتلو احساس دی، د ناکامۍ ويره چې که چيرې دا نوی چاره يا پريکړه سمه رانه شي نو زه به خلکو ته څه وایم، زه به ځان او هغوی څرنګه قانع کوم چې هر څه سم روان وو تا ته چا ويل چې بدل يې کړه، خو وده له ويرې اخوا پيليږي او بدلون غواړي.
بشر ته زړورتوب، سخا، له ځانه تيريدل او نور ورته ښه صفتونه دي، ويره بده ګڼل کيږي، ډارن ښکنځل دي، خلک زوړتيا ستايي خو تل يې له بل غواړي. خپل ډار توجيه کوي خو په بل کې يې بد ګڼي. بدلون غواړي خو خپله دا بدلون نه پيلوي.
کله چې يې له بل غواړي نو پریکنده او عقلي عمل غواړي، خو کله چې پر ده راشي، چې ځان بايد بدل کړي نو بيا احساساتو ته ځي، او شته حالت لپاره لاملونه لټوي.
بزنس فلیسوف پیټر کوئسټنبام وايي هر کله چې موږ يوې چارې ته لاس اچوو او خطر قبلوو نو عموماً له څلور ډوله ويرو/ ډاره تيريږو، لومړی د حماقت ويره، دوهم د پريښودنې ويره، درېيم د سپکاوي ويره او څلورم د ليونتوب ويره.
۱ – د حماقت ويره
څومره به مو اوريدلي وي چې يو څوک بل ته وايي “خر خو نه يې” يا “ته له دې ټولنې خبر نه يې” “دا کتابي خبرې دي، له واقعیت سره هیڅ اړخ نه نيسي” همداسې نورې ډېرې ويناوی، هر کله چې موږ د حماقت ويره يادوو دا له ټولنې د ليرې والي ويره ده، دا ويره ده چې خلک به ما ته د کم عقل فکر وکړي، قدر به مې کم شي، زه نه غواړم په اقليت کې واوسم، داسې څه شته چې د ټولنی اکثريت يې ويني او زه يې نه وينم، که ټول په يوه لار روان وي زه څه بد کړم چې پدې بله روان يم.
دا ويره ده که لاره بدله کړم خلک به راپورې وخاندي.
۲ – د پريښودو ويره
ويريږم چې ملګري به مې پريږدي، بې نومه بې نښانه به پاتې شم، څوک به راسره مړی ژوندی نه کړي. خير نن د فيسبوک په زمانه کې هر يو زر دوه زره مقتديان لري، هر يو پسې ليکل کيږي چې دا هېواد پر تاسې وياړي، زموږ فخر ياست، دولت دې تا ته وزارت درکړي، خو دلته له انسان سره دا ويره وي چې بې نښانه او ناپيژندلی پاتې نه شي.
داسې يو حالت چې وغږيږي خو څوک يې غږ وانه وري، وايې وري خو ځواب ورنه کړي، داسې چې دا فکر ورسره پيدا شي چې نظر زما وو خو نوم پرې د بل ښه شو، دا ويره چې زما وړانديزونو ته څوک غوږ نه نيسي، په غونډو کې له ما صرفنظر کيږي. زه درس ورکوم خو خلک زده کړې ته تيار نه دي، يا چې کله مې شروع کړه، نو کوټه ډکه وه، اوس نيمه خالي ده.
دا ويره که وغږيږم يا يو څه لپاره ودريږم، خلک به مې پريږدي، ملاتړ به لاسه ورکړم.
۳- د سپکاوي ويره
عامه محضر کې به راته سپکاوی وشي او تحقير به شم. د تباه کیدو ويره. زما هغه رازونه چې ټول عمر مې د هغې په پټولو کې هڅه کړې رسوا به شي، اداره به د ټولو په مخ کې ما د نمونې په توګه ياد کړي، او وايي به چې موږ داسې څوک نه غواړو. د ادارې واکداره به مې ورټي، که چيرې پر توقعاتو يې پوره رانغلم.
زما بودجه به له ما واخلي. کار به مې بې ارزښته شي. دا ويره چې د غونډې په پای کې راته رئيس وايي چې کار درسره لرم، یا له رخصتيو راستون شم او ادارې ساتونکي مې له لارې ستون کړي او زما شيان به راوسپاري چې په مخه دې ښه. يا کله چې دفتر پرېږدم د اداری امنيتي کارکوونکي راته په سر ولاړ وي چې څه غلا نه کړم.
دا ويره که ودريږم څوک به مې وولي، سپک به شم، تحقير به شم. هغه نوم او نښان چې لرم له لاسه به يې ورکړم.
۴ – د ليونتوب ويره
هغه احساس چې تاسې داسې څه وينئ چې نور يې نه وينئ. خلک داسې عمل کړي چې هر څه سم دي خو په حقيقت کې نه وي، موږ له ځان سره دا نه منو چې زموږ ژوند عبث روان دی. که په قهر شو نور راته وايي چې مه په قهريږه، له نورو دې تمه ډېره وي وايي چې حوصله کوه. جلسو ته ولاړ شئ ښه پوهيږی چې هسې د وخت ضايع کول دي خو ټول وايي چې ډېره ښه جلسه وه.
رئيس يا د اداری مشران پريزنټشن ورکوي چې له واقعيته ډېر ليرې وي، خو ټول ترې مننه کوي چې بهترين پريزنټشن وو او له فرصت څخه مننه. موږ له تشويش او شخړې سره عادت شو، نيمه شپه راپاڅيږو پرې فکر کړو. څنګه کولای شي چې د جلسې وخت بدل کړي او موږ هیڅ خبر نه يو. او په نتيجه کې ځان ډډې ته کوو او په اخيره کې هڅه هم له لاسه ورکوو، هيڅ کوښښ مو له لاسه نه کيږي.
دا ويره که د بدلون هڅه وکړم يا ودريږم نو د ليوني په نامه به مې خلک له ځان سره يوسي. خلک به راته ووايي چې ماغزه دې خراب دي.
د مسلکي او شخصي ژوند ويرې عموماً د کورنيو او ټولنو له توقعاتو راپيدا کيږي، له وړوکوالي ماشومانو ته ښودل کيږي، له ساده (بوو) نيولي تر پيريانو او نورو څخه ويرولو تر دندې له ترلاسه ورکولو تر ويرې دا ټول انسان کسبوي، يعنې زده کوي يې، چې له همدې کبله د بدلون قبلول او له ويرې راوتل هم بايد زده شي.
پر دې ويرو سترګې پټول ځان تير ويستل دي، له ځانه ليري والی دی، دا چې له ډيرو به واوری زما خپله وظيفه نه خوښيږي خو د معاش يوې وسيلې په توګه يې کاروم، يا هر دوهم نفر بلې وظيفې پسې ګرځي.
پر دې ويرو نه پوهيدل يا يې نه مطرح کول بې زحمته بریاليتوب غوښتل دي، انسان بايد ځان وپيژني، اداره بايد د دې انسان قدر وکړي، ويره د بشري احساساتو يو تر ټولو خامه، ريښتوني، خپله او داخلي برخه ده.
هر کله چې موږ وغواړو د خپل ژوند واک په لاس کې واخلو، موږ به دا ويرې احساسوو، د تاريخ هر بريالی شخص که مذهبي وي يا دنیوي، د خلکو له غبرګون او د ټولنې له مقاومت سره مخ شوی دی، هغه څه چې د ټولو لپاره کار کړي ضرور نه ده چې ستاسې لپاره دې هم کار وکړي.
ځينې وخت به له سپکاوي سره مخ کيږو، خلک به مو پريږدي، هر ابتکار له ليونتوبه تيريږي. که موږ دا خام احساسات ونه لرو نو څنګه به د خپل ژوند مالکيت واخلو، څرنګه به خپل ژوند ته خپل ووايو، څرنګه به ووايو چې دا کار زما دی، پداسې حال کې چې چيرې دا ويرې احساس نه کړو، نو ممکن هيڅ کار مو نه وی کړی، هسې مو هغه څه کړي وي چې راته آسانه او ځان راته پکې آرامه وي.
انسان له مرګه ويريږي، خطر قبلول مرګ رانږدې کوي، ناکامئ کوچني مرګونه دي، خو همدا کوچني مرګونه، ناکامئ، او ويرې دی چې انسان ته د برياليتوب او خوشحالۍ هيله ورکوي.
له ويرې تير شئ، کوچني مرګونه وزغمئ، خو تل پوه شئ چې بې زحمته راحت نشته، او هغه څه ته چې رسيږئ، له هغو ډيرو ښه ياست چې د همدې ويرو، ناکاميو، پريښودلو او ليونتوب نومونو له ويرې آن د لومړي ګام او پيلولو جرات هم نه دی کړی.
ورته ليکنی: د مشر د وخت او زيار اړيکه – څلور اصله ، د ناپوهۍ بيه، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، پر نورو ځان لوړ ګڼل د جهل علامه ده، د نامعلوم قبلولو ويره
ټولي:Leadership, Management, Social
ځواب دلته پرېږدئ