پريکړه د بديلونو تر منځ ټاکنه ده، هيڅ پریکړه پریکنده ښه او بده نه وي، خو موږ د بديل د ټاکنې له لارې هڅه کوو چې له سترو بلاوو ځان وساتو او هغه بديلونه انتخاب کړو چې ناوړې پايلې يې کمې وي. پریکړه سمدلاسه پايلې او اوږدمهاله اغيزې لري. هره پريکړه يوه بيه لري، عام اصل دا دی چې د پريکړې تاوان بايد تر ټولو ټيټ وي، يا زموږ ټاکل شوی بديل بايد موږ ته په ارزانه راپريوځي.
د مشر د شتون تر ټولو اساسي لامل پريکړې کول دي، او پدې پريکړو کې د دوی له خوا د پريکړو اغيزو او بيو انډول ساتل هم شامل دي. که چيرې مشر فکر کړي چې د دې پریکړې يوازې د نن لپاره دي نو بايد يو ځل بيا په خپل ګريوان کې وګوري. د هيوادونو نن د پرون له پریکړو او د همدې پریکړو د سبا له اغيزو جوړ وي. د غازي امان الله خان پر پريکړو د کفر او بې غيرتۍ ټاپې نن هم شته، د پښتونستان د دعويدارانو او ړانده سياست بيې نن هم موږ پرې کوو، نو که چيرې څوک فکر کوي چې زما د نن د پريکړه يوازې د زما د نن لپاره ده، نو پر خپل ارزښت نه پوهيږي.
له ډيرو افغانانو به نن هم واوری چې زموږ له جرمني سره اړيکې ښې دي، د دې اړيکو ښه والي لپاره به له نن څخه د سل کاله وړاندې پريکړې بيلګې ورکوي، د امير عبدالرحمن خان د فولادي واکدارۍ ښه او بد اوس هم په ټولنيزې شبکو کې انګازې لري، د هغې لمسۍ ته اوس هم د هغې د زمانې پيغورونه ورکول کيږي.
هر کله چې موږ همدا د پریکړو مثال عامه کړنلارو ته واړوو نو هلته هم همدا بحث رامنځ ته کيږي، چې عامه ادارې بايد دا فکر وکړي چې د پريکړو اغيزه يې څه ده او آیا کولای شي چې دغه پریکړه عملي کولای شي يا نه. لکه د روژې لپاره کاري ساعتونه ټاکل کيږي يا د جمعې/ شنبې ورځو رخصتيو ټاکل وي، له دې پريکړو ښايي په لکونو کارکوونکي او زرګونه کاروبارونه اغيزمن شي، د دوی يو ساعت کار ښکته پورته کيږي، د ميليونونو افغانيو او ساعتونو د ګټې يا ضياع سبب ګرځي.
پريکړې د پريکړې کوونکي د فکر ښکارندوی وي، هغه څه چې د هغې پر فکر اغيزه کړي د هغې په رڼا کې پريکړې کيږي، اکثره ادارې چې د حاضرۍ موضوع دومره جدي اخلي دا د حاضرۍ ارزښت نه ښيي بلکه اداره فکر کړي کارکوونکي بيکاره ناست دي، يا د کولو لپاره څه نه لري، يا خپل کار ته جدي نه دي، نو پر حاضرۍ يې سموي، دوی ته د حاضرۍ ستونزې حلول د نورو په پرتله آسانه ښکاري.
د پريکړو کولو لپاره څرګنده اصول نه شته، نن سبا پر معلوماتو بنا پريکړو بازار ګرم دی، خو پدې کې تر ټولو اساسي ستونزه دا معلومات څوک څرنګه تعبیروي، لکه د ادارې مشر وايي چې ما اته نيمې بجې غونډه راوغوښته او په لسو کې څلور برخوال غير حاضر وو يا غونډې ته ناوخته راغلل، ځکه چې خلک حاضري جدي نه نيسي، خو که اداره کې ټول لس نفره وي يا اداره کې دوه سوه نفره وي د دې څلورو ارزښت فرق کوي، که غونډه ناڅاپي وي، دا څلورتصادفاً همداسې برابر شوي وو، په ښار کې بيروبار وو او نور داسې ډير څه کيدای شي چې د دې لامل وګرځي.
يا پر نجونو ښوونځي بند دي، اوس چې دا پریکړه پر کومو معلوماتو او ملحوظاتو شوې ده، هغه د معلوماتو راټولوونکي او تعبيروونکي د فکر تابع دي، که چيرې دا تعليم پر دې نامه بنديږي چې فحشا خپريږي، نو ستونزه د فحشا ده نه د تعليم، که چيرې ويل کيږي چې رواج اجازه نه ورکوي، نو ستونزه د رواج او دود ده، او بايد پر هغې کار وشي، يا به داسې ډير څه په دې دودونو کې وي چې د پریکړې کوونکي له فکر سره به سم وي، هلته به بيا له دغې رواجونو هغه تعبير اخلي، چې د دوی په ګټه وي، که چيرې نصاب برابر نه دی، چاپيريال مناسب نه دی، او نور ټول لاملونه دې ټولو کې ستونزه بل چيرې ده.
تعليم له وخت او عمر سره مستقيمه اړيکه لري، موږ ښايي د ښوونځيو دروازې بندې کړو، خو نه راته وخت دريږي او نه هغه عمر راستنيږي چې دا نجونې يې د ښوونځيو پرانيستلو لپاره شماري. تعليم مخه نه نيول کيږي، يوازې هغه څه بنديدلای شي چې دا تعليم هڅوي او آسانوي، دلته د تعلیم مخه نه ده نيول شوې، بلکه خلک يې مجبور کړي چې د خپل اولاد د سالمې روزنې او روښانه راتلونکي لپاره نورې لارې چارې ولټوي.
عموماً، پریکړو لپاره مشوره يو تر ټولو ګټوره لار ده، خو د مشورې اصول بايد معلوم وي، يعنې ضرور نه ده چې آراوو پر توافق هره پریکړه دې سمه وي، لکه د روغتيا اړونده چارو کې تاسې له انجينرانو پوښتنه وکړئ، آن که ټول پرې موافق هم شي بيا هم پریکړه غلطه ده.
ورسره د پریکړې قبوليت هم دی، د عامه ادارې چارواکي عموماً له داسې پریکړو ډډه کړي چې د ولس غبرګون يا د دوی له سياسي نظريي يا هغه فکر سره مخالف وي چې دوی پرې ځان واک ته رسولی وي، لکه يوه اداره اعلان کړي چې موږ به د مخابراتي خدمتونو بيې راټيټې کړو، خو کله چې ارزونه وکړي وګوري چې بيې له وړاندې ټيټې دي، يا د بيو راټيټول به زموږ عايد کم کړي يا زما ځيني ملاتړي ښايي د بيو د ټيټيدو له کبله زيانمن شي يا داسې عوامل شته چې زموږ په واک کې نه دي، نو دلته دې ادارې ته حتی دا اوسنۍ بيې پر حال ساتل هم لاسته راوړنه ښکاري، د بيو ټيټولو بحث خو هیڅ درسره نه کړي.
عامه پريکړې ټول اغيزمنوي، خو بيا دا ټول خلک چې له دې پريکړو اغيزمن وي، په دې پريکړو کې شراکت/ ونډه نه لري، نو بهتره پريکړې هغه دي چې د اغيزمنيدونکو خلکو غږ پکې شامل وي. دا غږ پر کومو اصولو او څرنګه شامليږي، هغه بيل بحث دی، خو که چیرې هغوی چې لدې پريکړو اغيزمن وي، په پریکړو کې شامل شي، ځان مالک احساسوي، پریکړو ته درناوی کوي او آن که پريکړه نامناسبه هم وي، بيا هم ترې ننګه کړي.
ورته ليکنی: سمه پريکړه بايد څرنګه وي؟ په مشرۍ کې د ستونزمنو پريکړو مرستندويه اصول، د باور او مفکورې جهل، مشوره ناکامي نه ده، ډير کار که لږ خو ځيرکه کار اداري کلتور او د کارکوونکو هڅونه، په کاري چاپيريال کې، د دې ۱۱ عادتونو له کبله بې قدره کيږئ، مشري او جنسیت، د ځان اداره او پيژندل – اخيري برخه
ټولي:Leadership, Management
ځواب دلته پرېږدئ