ناکامي له برياليتوبه پيليږي، هغه مهارتونه او سلوکونه چې تاسې يې برياليتوب ته رسولي ياست، هلته مزل يا هدف ته له رسيدو سره پريښودل کيږي، دغه پريښودنه د لټۍ يو احساس راپيدا کوي چې همدا لټي د ناکامۍ پيل دی. ولې يې خلک پريږدي دا بیلابيل لاملونه لرلای شي.
که چيرې شخص بل هدف ونه لري نو آرامه کيږي زيار پريږدي، لکه يو څوک دندې پسې ګرځي، کار پيدا کړي يو څه وخت وروسته هماغه کار کې لټي کړي يا پکې نواقص لټوي. يو څوک چا پسې څو جرګې ليږي، کله چې واده وکړي بيا يې هماغې ميرمن پسې کوتک راخيستی وي.
زموږ فکر د لټون او مزل ته رسيدو پر مهال فرق کړي، هغوی چې د بریاليتوب په لټه کې وي، خپل منزل ته له رسيدو سره بيرته هماغه سلوکونو ته ستنيږي چې دا يې ناکامه کړی وو يا د دې د ناکامۍ د حالت سبب شوي وو، که بيوزله وي خپل لګښتونه کم ساتي خو چې يو دوه روپۍ پيدا کړي بيا يې لګښتونه غير ضروري حالت ته ځي، که ناروغه وي تمرين هم کوي له غذا درملو هر څه سره احتياط کوي، خو چې روغ شي بيا همغو کړو وړو ته ستنيږي چې د دې د ناروغيو سبب ګرځيدلی وو.
د روميانو امپراطوري په تاريخي لحاظ يو تر ټولو غښتلې امپراطوري بلل کيږي، د هغې د زوال يو تر ټولو اساسي لامل د هغوی د ادارو يا د دغې ادارو د مشرانو کبر او ځانځاني وه، دوی په خپل ماضي کې اوسيدل، هغه خطرونه يې نه ليدل چې نن ورته راجع وو، د هغه وخت باچا يې د سنا له مشر سره وران وو، د سنا مشر به بيا له جنرالانو سره نه جوړيده، بيا به جنرالانو د والايانو پښې وهلی.
د عثمانيانو د اخيري وخت هم همدا حال وو، باچا ته ځان رسول ستونزمن شوي وو، باچا فکر کاوه چې هیڅوک به دا جرات هم د مذهبي او هم د نظامي لحاظه ونه کړي چې د عثماني خلافت په وړاندې ودريږي، يا زموږ مخالفين دومره سره ويشلي او پاشلي دي، چې هغوی څو يوځای کيږي او بيا موږ پسې راځي، کيسه به ډيره اوږده وي. خو دوی د سن زو د زرو ټپونو له کبله د مرګ له ستراتيژۍ نه وو خبر، يا يې پرې سترګې پټولی.
انګليس هم پر دې وياړ کاوه چې زما په امپراطورۍ کې لمر نه ډوبيږي، نن خپلې ډوډۍ ته حيران دي، يوه وخت کې انګليسانو ټول هند په څو زره انګليسي عسکرو او ملکي خلکو اداره کاوه، نور ورسره سيمه ييز خلک ولاړ وو، خو کله چې يو څو محدودو سياسي مشرانو راواخيسته، نو بيا يې د ګاندي د ډنډې زور هم نه درلود. خبره چې د ۱۸۵۷م کال له وينو ډک انقلابي خوځښت څخه چې د ګاندي تر سوله ييز خوځښته راتلله سل کاله يې ونيول، خو هندوان پوه شوي وو چې دې شين سترګو سره زموږ ګوزاره نه کيږي.
د کمونستانو د امپراطوريو سقوط خو نږدې معامله ده، چې تر اخيره د دوی مشرانو نه منله چې له کمونستي فکر هم ښه فکر شته، تر څو چې ګورباچوف سره لدې سره د پنځوسو کالو شاوخوا عمر يې وو، دوی ته ځوان ښکاريده او واک يې وروسپاره، خو د ده په وينا ډوبيدونکي کښتۍ يې ورسپارلې وه. هر څومره يې چې هڅه وکړه، په سرعت يې بدلونونه پياده کړل، خو بيا يې هم د يوې پاشل کيدونکی امپراطورۍ مخه ونه شوه نيولای.
په فردي لحاظ هم له فرعونه رانيولې تر ابوجهله يا د نن په زمانه کې د هيوادونو چارواکو ته په کتو که حسن مبارک وو يا قذافي يا صدام حسين يا مشرف وو، يو هم دا نه منله چې زه به دې ناکامه شم، خو دوی هغه څه له لاسه ورکړل چې دوی يې بریاليتوب ته رسولي وو، او ورسره يې په دې مزل کې په شعوري يا غير شعوري ډول د کبر او لوړوالي فکر پيدا کړ، له خلکو پرې شو.
د عادي مسلکي په توګه که د شرکتونو بحث راواخلئ نو په ټکنالوژۍ کې اکثراً د نوکيا مثالونه ورکول کيږي چې يوه زمانه کې يې آن تر ۸۰٪ بازار په واک کې وو، يوازې په درې څلورو کلونو کې له دغه اتيا سلنې څخه ۱۵٪ او اوسمهال له پنځو هم کمې سلنې ته پاتې دي.
يا د هغوی چې په ياد يې وي، د کوډک په نامه د کمرو جاپاني شرکت وو، اوس هم شته، دوی يوه زمانه کې د عکس بازار باچايان وو، کله چې ډيجيټل عکاسي راغله، مشرانو يې دا نه منله چې يو څوک دې داسې انځور ته هم خوشحاله وي چې فزيکي شتون ونه لري، سره لدې چې بازار همدې لور ته روان وو چې نور ښايي بازار د ډيجيټل ټکنالوژۍ وي، لومړی يې نه منله، خو کله چې ومنله مشتريان او بازار يې دواړه له لاسه ورکړي وو.
ناکامي د برياليتوب په څير يوه دوامداره پروسه ده، هیڅوک په هر څه کې بريالی نه وي، همداسې په هر څه کې ناکام هم نه وي، هغوی چې په يوه ځانګړی چاره کې بريالي شوي وي، خپلې ټولې لاسته راوړنې د هماغې چارې شاوخوا راڅرخوي، که چيرې يو څوک ځان مشهور بولي، نو هڅه کړي د خپل شهرت تر رڼا لاندې ډير هغه څه چې دا پکې ښه نه وي پټ کړي.
بل اړخ يې د ټولنې دی، ناکامي او برياليتوب ټولنيز اړخ لري، د فرد لپاره دا ټولنه د هغې کورنۍ، ملګري او چم ګاونډ دی، او هيوادونو لپاره سيمه او نړيواله ټولنه ده، هغوی چې په خپل خمار کې ورک وي، او فکر کوي چې هر څه سم دي، يا زه بریالی يم ځکه چې زما شاوخوا هر څه سم دي، يا زما خلک وايي چې هر څه سم دي، نو دا بيا يو وخت د داسې ګړنګ پر غاړه ولاړ وي چې له پريوتو پرته بله لار نه لري.
دغې ګړنګ ته ودريدل که په فردي لحاظ وي نو تاوان يې يوازې د شخص دی، خو که چيرې د کورنۍ، قام، ټولنې يا هېواد مشر وي، نو دغې غورځيدنه کې بيا له ځان سره نور هم ډير خلک ډوب کړي.
په ژوند کې ستاسې وده اساساً پر دوو پايو ولاړه وي، لومړئ دوامداره سلوکي او پوهنيزه زده کړه ده، يعنې له چاپيريال سره سم د هغه مهارتونو او سلوکونو زده کړه ده چې ستاسې موقف ورته اړتيا لري، وزير به بل ډول مهارتونو او سلوکونو ته اړتيا ولري نسبت يوه عادي مامور ته، بايد دا وپيژنۍ او په دوامداره توګه يې وپالئ او زده کړئ.
لدې سره دوهم بحث، له ټولنې خبريدل دي، هیڅوک په ټاپو کې ژوند نه کړي، آن دا ټاپو هم د سمندر له کبله ټاپو وي، دا ځمکه هم د شمسي نظام برخه ده، له ټولنې بايد هر څوک خبر وي، هغه ستاسې تر مسلکه، ځای، ټولنې او نورو پورې ده چې خپله ټولنه څرنګه تعريفوئ، د ناکامۍ يو تر ټولو اساسي لامل دا وي چې ناکامه خلک په خپل خمار کې ژوند کړي يا يوازې ډيرو محدودو خلکو ته لاسرسی لري چې هغوی ورته هغه څه وايي څه چې پر ده ښه لګيږي.
ځان لدې خماره وباسئ، که پياده روان ياست، پر بايسکل ياست يا موټر کې تر څو چې له خوا څخه مو بل څوک ګړندی تير نه شي، تاسې نه پوهيږئ چې زما سرعت څومره وو، همدا بيلګه د هيوادونو او قامونو ده، که ټول ځغلي خپل مزل لنډوي، آسانتياوې او لاسته راوړنې لري او زه ناست خپل ماضي ته اتڼ کړم، او سبا وروسته پاتې يم او بيا پړ هم بل بولم!!!
خود کرده را نه درد است نه دوا.
ورته ليکنی: آیا نړۍ موږ ته دريږي، سمه پريکړه بايد څرنګه وي؟ په مشرۍ کې د ستونزمنو پريکړو مرستندويه اصول، د باور او مفکورې جهل، مشوره ناکامي نه ده، ډير کار که لږ خو ځيرکه کار اداري کلتور او د کارکوونکو هڅونه، په کاري چاپيريال کې، د دې ۱۱ عادتونو له کبله بې قدره کيږئ، مشري او جنسیت، د ځان اداره او پيژندل – اخيري برخه
ټولي:Leadership, Management
ځواب دلته پرېږدئ