تير پسې، لومړئ برخه يې دلته ولولئ.
د مقابل لوري همدې رضا اخيستلو شرط اخيستلو لپاره بيا شرايط شته، يعنې ډېر هيوادونه د ټکنالوژۍ اړوند قوانين لري چې که چيرې يو چا ته د هغوی له اجازې پرته غير اخلاقي يا له تمې خلاف پيغام ورشي نو کولای شي خبره محکمې ته راکاږي، او مخابراتي شرکتونه کولای شي د محکمې د حکم پر اساس لېږدول شوي پيغامونه راڅرګنده کړي، مهمه نه ده چې څو ځل وران يا له منځه وړل شوي وي، هر څه چې يو ځل پر انټرنېټ واستول شو هغه بيا د پيدا کيدو وي.
يو څه وخت وړاندې په چين کې يو شخص ټکر وکړ، روغتون کې بستر شو، دغه ځوان په يوه وخت کې شلو نجونو ته د مينې اقرارونه کړي وو، ټول يې له ټکر څخه خبر شو او په يوه وخت کې يې پوښتنې ته راغلی، خو دا شل واړه له يوې او بلې نه وو خبر چې ښاغلی دا شل ميناوې نورې هم لري، نو که آنلاين نړۍ د يوه پيغام شلو ته ليږدول آسانه کړي دي، ورسره يې رسوايي او قانوني لارو چارو راسپړل هم غني کړي دي.
۲۰۱۶م شاوخوا اروپايي اتحاديې يوه څيړنه کې وويل چې د دوی په تاريخ کې لومړي ځل د ځوان نسل ليکلې ويناوې له مکالموي ويناوو ډيرې شوې، يعنې دوی وويل چې زموږ ځوان نسل د مخامخو خبرو په پرتله د ټليفون له لارې ليکلو پيغامونو سره ډير راحت وي، چې ورسره يې د مخامخې مکالمې توان راکم شوی دی، ځکه چې د دوی ټکنالوژۍ ته لاسرسی ډېر دی، او هر وخت د دې وسيلې له لارې خپلو ملګرو سره په اړيکه کې وي، اوس د مينې د اوږدو پړپړو زمانه تلی ده، يو د زړه نښان ليږل د مينې اقرار دی، ورسره دا عادت هم په ډېريدو دی چې خلک آنلاين (مسينجرو، او نورو) له لارې ډېر غږيږي خو چې کله مخامخ شي نو خوله ترې تللې وي او غږ يې نه راوځي، تر ډېره به خلک وګوری چې ناست دلته او پر انټرنېټ له فليپنئ سره د مينې اقرارونه کوي.
ټکنالوژئ سره لدې چې ډېرې آسانتياوی راوړي خو په ځينو مواردو کې يې منفي اغېزې هم لرلي دي، پر اجتماعيت يې ناوړه اغېزه ډېرې ټولنې ځوروي، په جاپان کې داسې خلک مخ په ډېريدو دي چې په مياشتو له خپلو خونو نه راوځي هملته د انټرنيټ له لارې ځان په څير نورو اشخاصو سره بوخت وي، داسې ډېرې پيښې شته چې آنلاين خلک ځورول کيږي چې دا قربانيان بيا په اجتماعي او فزيکي ژوند کې له ستونزو سره مخ وي، داسې نورې پيښې هم شته چې د خلکو محرم عکسونه او مکالمې راسپړلی شوي وي، او داسې نور ډېر موارد چې ټکنالوژي په منفي اړخ کې څرګنده رول لوبولی دی.
خو لدې ټولو سره، پدې ساحه کې د ټکنالوژۍ استعمال مخ په ډېریدو دی، داسې ډېر پروګرامونه او ویبپاڼې شته چې يوازې مشخص عمر او شوق خلک يې کاروي، داسې مسينجری شته چې د استعمالوونکو پريکنده فيصدي يې ځوانان دي، ورسره داسې خدمات هم شته چې ټول اساس يې محرميت دی او پر دې ځان خرڅوي چې د دوو لورو تر منځ مکالمه همدوی تر منځ پاتې کيږي، د نن مينه د حوصلې مينه نه ده، نن د شيدو لپاره غرونه نه سوري کيږي، او نه د ليلا خال لپاره شوګيرئ کيږي، د نن ځوان د ټکنالوژئ (يو جمع يو) پر اصل روان دي، يعنې که يو خراب شي بل خو شته، او وروسته پاتې هغه بولي چې يوې ته يې ځان زوړ کړ.
د ټکنالوژۍ اصل د بشر د ژوند پر اسانولو راڅرخي، هره هغه وسيله چې د بشر ژوند يې غښتلی کړی دی، خلکو قبوله کړې ده، که هغه د آس سپرلۍ وې، يا د ليک ليږدول، يا د بريښناوو کشفول او که انټرنيټ دی، آنلاين نړۍ زموږ د ژوند نه بيليدونکی برخه ده، او طبعاً پر احساساتو اغيزه کړي، که دا احساسات منفي وي يعنې يو څوک آنلاين ځورول کيږي يا مثبت وي چې خپلو نږديو ته د زړه راسپړل وي، په ټولو کې به ټکنالوژي کاريږي.
او دا دود مخ پر ډيريدو دی، نن د مصنوعي ځيرکتيا په مرسته تاسې آن کولای شئ چې د مړو تجسم آنلاين ووينئ، دا هم ليرې نه ده چې د يو چا د آنلاين حضور پر اساس د هغې سلوکونه او عادتونه پيشبيني شي، او د هغې له مرګ وروسته د هماغو معلوماتو، سلوکونو او کړو وړو پر استناد يې آنلاين مصنوعي حضور مجسم او له خپلوانو سره د ټليفون يا بلې وسيلې له لارې په اړيکه کې وي.
د مصنوعي ځيرکتيا پر مټ د خلکو انځورونو انځورول، غږ برابرول او آن ويډيو جوړول هم مخ پر عام کيدو دي، دلته بحث دا نه دی چې مينې لپاره ټکنالوژي کارول څنګه دي، بحث دا دی چې دا يوه تلپاتې وسيله ده، د رسوايې امکان يې تل شته، او استعمالول يې ځانګړو مهارتونو او پوهې ته اړتيا لري.
آیا موږ يا زموږ ځوان نسل يې کارولو لپاره هغه څه په پام کې نيسي چې سبا يې پر مټ موږ ځان د دې وسيلو له ناوړه اغيزو ځان خوندي کړای شو.
ورته ليکنی: مينه او ټکنالوژي، اهداف او عادتونه، د باور او مفکورې جهل، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، پر نورو ځان لوړ ګڼل د جهل علامه ده،
ټولي:Leadership, Management, Social
ځواب دلته پرېږدئ