Author Archives
ښه راغلاست، د دې بلاګ هدف پر بدلون، ټکنالوژۍ، مشرۍ او مديريت او کله ناکله ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزه مواد خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.
Welcome! The blog is intended to provide a discussion space on topics of Leadership, Management, Technology and social issues/challenges which could be addressed through better leadership, management and adoption of technology.
It's a personal blog and may represent a personal view.
-
دا ستا کار به څوک کړي
په اکثره ادارو کې ليدل کيږي چې د ادارې مشران په ډيرو کوچنيو کوچنیو موضوعاتو کې ځان دخيل بولي، او دا بحث یوازې د ادارې تر مشر محدود نه وي، ځينې وختونه آن د حکومتونو مشران هم په ډيرو فرعي او کوچنیو موضوعاتو کې دخالت کوي.
هر هغه څوک چې په سر مشر لري، دا ويره احساسوي چې که چيرې خپل کار ونه کړم، نو له ما څخه به پوښتنه کيږي چې په څه کې مصروفه وی، خو هغوی چې په سر مشر ونه لري، نو اکثره وختونه په ډيرو فرعي موضوعاتو کې دخيلیږي او څوک نه وي چې ورته ووايي دا ستا کار نه دی.
-
مشر لپاره د مهارت او غوړه مالۍ تر منځ توپير پيژندل
يوازې زموږ نه بلکه د نورو ټولنو هم په مشرۍ کې يوه اساسي ستونزه مشر ته ړنده وفاداري او غوړه مالي ده، پريکنده اکثريت مشران فکر کړي هر کله چې زه د مشرۍ پر تخت کيناستم بايد پيروانان مې هرې روا ناروا ته سر وخځوي، او دا ړنده پيروي بيا په عقيدوي، سياسي او فکري ډلو کې تر ټولو ډيره وي.
-
منطق او پريکړې
منطق عموماً د انسان د عمر او پوهې ښکارندوی کوي، دلته زما هدف له منطق څخه د بل قانع کول او خپل فکر ته يو څه توجيهات ورکول دي، هغه څه چې تاسې ته نن منطقي ښکاري ښايي کال وروسته منطقي نه وي، يا که تاسې خپلې پخوانۍ پريکړې راواخلئ او د نن په تله کې يې وتلئ نو ډيرې به يې د نن په تول برابرې نه وي، او له ځان سره به واياست چې هلکه سخت کم عقل وی.
-
مشوره ناکامي نه ده
مشوره وکړئ او بيا د الله پر توکل چارې ته لاس واچوئ، دا د اسلام يو تر ټولو اساسي اصل دی، له مشورې هدف مخکې لدې چې يوه چاره پيل کړئ له نورو واورئ، يا په دوامداره توګه د چارو بهترئ لپاره له نورو واروئ. مشوره د بل لخوا ستاسې لپاره د پریکړې کول نه دي، بلکې په خپله پريکړه کې د نورو نظرونو په پام کې نيول دي. يا آن که د نورو نظرونه هم په پام کې نه نيسئ لږ تر لږه دومره مو پوهوي چې ستاسې چاره ښايي له څه ننګونو سره مخ شي او څرنګه يې بهترولی شئ.
-
آیا پوهه يوازې يو ډول وي؟
نن سبا يو تر ټولو ګرم بحث د پوهې پر ديني او دنيوي ډولو ويشل دي، يا پوهې ته یوازې له مذهبي او غير مذهبي اړخه کتل دي، زه دې بحث ته سياسي او دولتي کړنلارو شکل نه ورکوم، هغه به يې خپلو خلکو ته پريږدو، يوازې پر دې غږيږو چې آيا رښتيا هم پوهه همدومره محدوده ده چې په دومره آسانه وويشل شي، او آیا دا ويشل خو شخصي/ فردي سليقوي اړخ نه لري.
-
نامعلوم حالت، د مشر په توګه دا شپږې کړنلارې وکاروئ
زموږ ژوند په دوامداره توګه له بدلونه تيريږي، او د مشر په توګه تاسې د دې بدلون، ابهام او پيچلتياوو کچه نشئ کنټرولولای. پدې ليکنه کې موږ له شپږو لارو چارو يادونه کوو چې کولای شي له تاسې سره مرسته کوي تر څو لدې پيچلتياوو پر اغيزمنه توګه تير او لاسته راوړلې زده کړې او تجربې راتلونکي کې وکاروئ.
هره زده کړه نارامي لري، نو لومړی ګام له دې نارامۍ سره آرامه کيدل دي. د مشر په توګه بايد له (پر هر څه پوهيږم) څخه (هر څه بايد زده کړم) فکر ته ولاړ شئ. دې فکر ته تګ په خپله له تاسې سره مرسته کوي تر څو پر هر څه پوهيدو فکر له فشار او نارامئ څخه د زده کړې فکر او آرامئ ته راشئ.
د پريکړو لپاره مرستندويه اصول لرل نورو ته هم دا احساس ورکوي چې تاسې پر کومو اصولو فکر کوئ او له تاسې د څه تمه ولري، ورسره که چيرې مو پریکړې ثبات ولري نو ورسره مو اعتبار پخيږي او درسره معامله او راکړه ورکړه آسانيږي. دلته موږ د پریکړې لپاره مرستندويه اصولو پر ټاکلو غږيږو. -
سمه پريکړه بايد څرنګه وي؟ په مشرۍ کې د ستونزمنو پريکړو مرستندويه اصول
د پريکړو کولو لپاره د يوه چوکاټ يا مرستندويه اصولو لرل له مشرانو سره مرسته کړي تر څو له خپلو تمايلاتو اخوا، د فشار لاندې حالت يا شتو معلوماتو د ارزولو په رڼا کې پریکړې وکړي. عموماً هدفي يا مستندې پریکړې آسانه وي، داسې پريکړې چې پر ټاکليو معلوماتو بنا وي او که هر څوک دا معلومات ولري نو ښايي ورته پریکړو ته ورسیږي.
د پريکړو لپاره مرستندويه اصول لرل نورو ته هم دا احساس ورکوي چې تاسې پر کومو اصولو فکر کوئ او له تاسې د څه تمه ولري، ورسره که چيرې مو پریکړې ثبات ولري نو ورسره مو اعتبار پخيږي او درسره معامله او راکړه ورکړه آسانيږي. دلته موږ د پریکړې لپاره مرستندويه اصولو پر ټاکلو غږيږو.
-
د ادارو غښتلتيا
د خدمتونو په ځانګړي ډول د عامه خدمتونو په وړاندې کولو کې د ادارو غښتلتيا ډيره مهمه ده، او ځينې څيړنې خو بيا دا هم وايي هغه هېوادونه وده کړي چې غښتلې عامه ادارې ولري، ځينې هېوادونه چې غواړي له نورې نړۍ يا نړيوالو مالي ادارو مرسته واخلي نو هم د هغو ادارو لخوا په اساسي شرايطو کې د ادارو غښتلتيا او خپلواکي مطرح وي.
-
پريکړه او پايلې
خو د پریکړې او پايلو تر منځ توپير وي، پريکړه په اساسي ډول د بديلونو تر منځ د يوه ټاکل وي او د دې بديلونو ارزول او ټاکل له خپلې پروسې تيريږي. ښې پريکړې خپله پروسه لري، چې په اکثره حالاتو کې يې پريکړه کوونکی تعقيبوي. پايلې يوازې د پریکړو نتيجه نه وي، هغه څو اړخيزه پديده وي.
-
د ظرفيت خلا
نړۍ د ظرفيت له ستونزې سره مخ ده، او افغانستان يو له هغه هېوادونو څخه دی چې دا ستونزه پکې له ټولو جدي ده، هر کله چې موږ له ظرفيت څخه غږيږو نو هلته مهارت، پوهه او اخلاق درېواړه يادوو. دلته خلک پر ظاهري ښود او فکر ورته والي استخداميږي، ښايي فکري يا سياسي ورته والی د ځينو لپاره مهم وي خو په ډيرو مسلکونو کې دا يو فرعي اصل دی.
-
هېوادونو وده او پوهه
په تاريخي لحاظ هم داسې بيلګې شته چيرې چې پر پوهه او د هغې له برکته پر پيدا کيدونکو ټکنالوژيو ضعيفه پانګونه د امپراطوريو د وروسته والي سبب ګرځي، داسې ګڼل کيږي چې انګلستان له امپراطورۍ څخه د غورځيدو يو لامل د هغوی په عامه پوهنه کې سسته پانګونه وه، ولس يې بيسواده او له نورو وروسته پاتې شو، د عثماني خلافت په اړه هم دا ويل کيږي چې د نوو ټکنالوژيو په قبلولو کې سست وو.
-
چارواکي او عامه وينا
د مشرۍ يو تر ټولو مهم مسؤلیت عامه ويناوی دي، چيرې چې مشر خپلو ملاتړو او لاس لاندې خلکو ته ويناوی کوي په دولتي چارو کې يو عام رواج دی چې دولتي مشران ملت ته د ځواب ورکونې يا بل نامه لاندې ولس ته ويناوې کوي.
دا ويناوی عموماً د راتلونکی مودې لپاره د هېواد کړنلارې او تګلارې ټاکي، ځينې پرمختللي هېوادونو د مشرانو ويناوې خو آن د نړۍ نورو هېوادونو لپاره هم مهمې وي، زموږ غوندې خوارپړقو لپاره بيا يوازې د خپل هېواد کړنلارې ټاکل هم کافی دي.
لدې سره دا ويناوې ولس ته د اطمينان ورکولو لپاره هم کاريږي، چې دولت ولې اوسنئ کړنلارې پر مخ بيايي، کوم موارد په لومړيتوب کې دي او څه ته په تمه دي. -
هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – دوهمه برخه
په دې برخه کې هم موږ په مشرۍ کې د شخصي نیمګړتياوو بحث ته دوام ورکوو، په لومړئ برخه کې د مشر پر دوو (پر ځان له حده ډير باوري او بې حوصلې مشرۍ) عمومي نيمګړتياوو او د هغې لپاره پر ځينو وړانديزونو وغږيدو، پدې اخيري برخه کې موږ له دوو نورو عمومي نيمګړتياوو يادونه کړو.
-
هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه
پر اداره د مشر د شخصيت اغيزه له ډير پخوا راهيسې ثابته ده. خو د ځينو شخصيتونو نيمګړتياوې پر اداره له ضرورت ډيره منفي اغيزه لري. هر څوک بايد پر خپلو نيمګړتياوو خبر وي، او ورسره شاوخوا خلک هم بايد خپل نږدې دوستان د هغوی له نيمګړتياوو خبر کړي، يا ورسره کار وکړي تر څو ځان بهتره کړي.