Author Archives

ښه راغلاست، د دې بلاګ هدف پر بدلون، ټکنالوژۍ، مشرۍ او مديريت او کله ناکله ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزه مواد خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Welcome! The blog is intended to provide a discussion space on topics of Leadership, Management, Technology and social issues/challenges which could be addressed through better leadership, management and adoption of technology.

It's a personal blog and may represent a personal view.

  • د ماشومانو/ځوانانو آنلاين ساتنه: ماشومانو/ځوانانو لارښود – شپږمه برخه

    دا زموږ د ماشومانو آنلاين خوندي ساتلو او بهتره استعمال په اړه د ليکنو لړۍ شپږمه برخه ده، دا ليکنې په اساسي توګه د ملګرو ملتونو د مخابراتو نړيوالې اتحاديې او نورو اړونده لارښودونو او بهتره استعمال لارو چارو په رڼا کې ليکل شوي دي، چې کولای شي له استعمالوونکي سره د دې وسيلو په بهتره استعمال کې مرسته وکړي.

    په لومړۍ برخه کې موږ د ماشومانو/نجونو دې وسيلو ته پر لاسرسۍ وغږيدو، دوهمه برخه يې پر معلوماتو، ټولنيزو شبکو او آنلاين پروفايل غږيږي، درېيمه برخه يې له د انټرنېټ خوندتيا له لارښود بحث کوي، څلورمه برخه يې ځوانانو/ پيغلو لپاره د انټرنېټ خوندي استعمال پر لارښود غږيږي، او پنځمه برخه يې د خپل ماشين پر خوندي استعمال، آنلاين لوبو او نېټ پر آدابو غږيږي.

  • مشري او جنسیت

    په نړيواله توګه د ميرمنو کاري چاپيريال ته راتګ مخ په ډيريدو دی، خو تر اوسه د ښځينه کارکوونکو پریکنده شمېره په ټيټ رتبه مقاماتو کې کار کوي، او بيلابيلې څيړنې ښيي چې په لوړه سطحه د ميرمنو حضور آن… Read More ›

  • په قضاوت کې عجله مه کوئ

    ژباړه: عبدالواحد سهاک هره پروژه ستونزې رامنځته کوي. د غوره حل د موندلو لپاره، د پروژی مدیران باید دوه ډوله فکرونه وکاروی: پراخيدونکی فکر او متمرکز/راټولیدونکی فکر. د نظرونو رامنځته کول پراخيدونکی فکر دی، د دوی ارزونه او غوره کول… Read More ›

  • د ماشومانو/ځوانانو آنلاين ساتنه: ماشومانو/ځوانانو لارښود – پنځمه برخه

    موږ د ماشومانو آنلاين خوندي ساتلو او بهتره استعمال په اړه د ليکنو لړۍ پيل کړې ده، دا د دې لړۍ پنځمه ليکنه ده، دا ليکنې په اساسي توګه د ملګرو ملتونو د مخابراتو نړيوالې اتحاديې او نورو اړونده لارښودونو او بهتره استعمال لارو چارو… Read More ›

  • سمې تګلارې ټاکل

    موږ د پروژی د مدیریت له مسلکيانو څخه پوښتنه وکړه: تاسو څرنګه دا پریکړه کوئ چی د پروژی د پياده کولو لپاره له کومی کړنلارې/ میتودولوژئ کار واخلئ؟

    دا بحث د پروژې مديريت رواجي کړنلارې يا واټرفال (Waterfall) او نوې کړنلارې اجایل (Agile) تر منځ‌ دی. د دې دواړو کړنلارو تر ټولو لوی توپير د بدلون منل دي، داسې ګڼل کيږي چې د پروژې رواجي مديريتي پروسه د بدلون په منلو کې سسته ده او عموماً داسې صنعتونو او پروژو لپاره ښه نتیجه ورکوي چې له لومړني پلان څخه د پروژې تر پايه محدود بدلونونه مني لکه ودانيو جوړول، سرکونه، او نور داسې کارونه چې له پيل څخه يې پلانول نسبتاً آسانه وي.

  • د کارځای ملګرتوب: ښه که بد؟

    انسان ټولنيز مخلوق دی او غواړي چې له نورو سره واوسي، او د همدې اړتیا په رڼا کې له ښوونځي نيولې تر پوهنتون او عادي ژونده، هر چيرې ملګرتوبونه لټوي، او ځينې وخت تلپاتې ملګري پيدا کوي، په عمومي توګه ملګرتوبونه ښه ګڼل کيږي، او له کار ځای بهر ملګرتوبونه د ټولنيزې او رواني اړتيا په رڼا کې پرمخ ځي،

  • آیا ټولنيزې شبکې پر ټاکنو اغېزه کړي؟

    آیا ټولنيزه رسنۍ لکه فیسبوک، ټويټر، يوټيوب، انسټاګرام، واټس آپ او نور پر ټاکنو اغېزه لري؟ موږ دلته هڅه کوو چې دا پوښتنه د خپلو او نورو هېوادو تجاربو په رڼا کې راوسپړو.

    په افغانستان کې د ټاکنو بازار بيا ګرم دی، راتلونکی اونۍ پارلماني ټاکنې دي او راتلونکي کال ولسمشريزه، نو دا لوبه مخ په ګرميدو ده، د سياست د دې بازار يو تر ټولو مهمه وسيله خپلو اهدافو لپاره له ټولنيزه رسنيو کار اخيستل دي.

  • د ماشومانو/ځوانانو آنلاين ساتنه: ماشومانو/ځوانانو لارښود – څلورمه برخه

    موږ د ماشومانو آنلاين خوندي ساتلو او بهتره استعمال په اړه د ليکنو لړۍ پيل کړې ده، دا د دې لړۍ څلورمه ليکنه ده، دا ليکنې په اساسي توګه د ملګرو ملتونو د مخابراتو نړيوالې اتحاديې او نورو اړونده لارښودونو او بهتره استعمال لارو چارو په رڼا کې ليکل شوي دي، چې کولای شي له استعمالوونکي سره د دې وسيلو په بهتره استعمال کې مرسته وکړي

  • اته (۸) عادته چې مسلکي ژوند مو خرابوي

    آیا کله مو له ځان سره فکر کړی چې ولې مسلکي وده نه کوئ يا پر يوه ځای ولاړ ياست، پرمختګ پر مهال صرفنظر کيږئ يا مهمې پروژې نه درسپارل کيږي. ښايي بیلابیل دلایل ولري، خو تر ټولو مهم عنصر شخصي دی، يعنې شخص ځان پخپله وروسته ساتي، دلته موږ پر هغه اته مهمو عادتونو او دلايلو غږيږو، چې مسلکي خلک يې له ځان څخه قصداً یا غير قصدي ښيي، او د هغوی د مسلکي ودې د سستوالي سبب ګرځي.

  • خیریه ريسکونه (Charitable Risks)

    څرنګه په غیر انتفاعي پروژو کی پر څلورو عامو ريسکونو بریالي شو.

    مهمه نده چی تاسو چیرته کار کوی پروژه یوه پروژه ده. مګر په غیر انتفاعی نړۍ کی د پروژي مدیریت کولی شی بی ساري خنډونو سره مخ شي. ځینی ننګونی د ټولو غیر انتفاعی ادارو تر منځ عام دی، په داسی حال کی چی نورو يې عموماً د ډیرو کوچنیو سازمانونو لپاره ستونزه وي. ټول يې د ابتکار او ستراتیژیک پلانولو له لارې حل کيدای شي.

  • د ماشومانو/ځوانانو آنلاين ساتنه: ماشومانو/ځوانانو لارښود – درېيمه برخه

    موږ د ماشومانو آنلاين خوندي ساتلو او بهتره استعمال په اړه د ليکنو لړۍ پيل کړېه ده، دا د دې لړۍ درېيمه ليکنه ده، دا ليکنې په اساسي توګه د ملګرو ملتونو د مخابراتو نړيوالې اتحاديې او نورو اړونده لارښودونو او بهتره استعمال لارو چارو په رڼا کې ليکل شوي دي، چې کولای شي له استعمالوونکي سره د دې وسيلو په بهتره استعمال کې مرسته وکړي

  • پر ذهن د ټولنيزه رسنیو (سوشل ميډيا) استعمال اغیزې – څيړنی څه وايي

    ستاسې پر ذهني هوساينې او فکري آرامئ د فيسبوک، ټويټر يا انسټاګرام او نورو اغېزو په اړه ساينسي څيړنې څه وايي.

    د نړۍ نږدې ۴۰٪ نفوس آنلاين سوشل يا ټولنيزه ميډيا/رسنۍ کاروي، فيسبوک وايي چې دوه نيم ميليارده فعاله کاروونکي لري، د نړۍ دا ولس د ورځې نږدې دوه ساعته پر لايکولو، ټويټ، عکسونو شریکولو او نورو مصرفوي،

  • په افغانستان کې د بریښنایی یا الکترونیکی حکومتداری پیاده کول: ننګونی او فرصتونه – درېیمه برخه

    د دی څیړنی اساسي موخه په افغانستان کې د بریښنایی یا الکترونیکي حکومتدارئ د پلی کولو پر وړاندی هغه ننګونی او خنډونه پيژندل دي، چې زموږ په څیر جنګ ځپلی او مخ پر ودی هیوادونه ورسره مخ دي؛ ټولنیزی، معلوماتي ټکنالوژۍ او اداري ننګونی په جګړه ځپلو او مخ پر ودی هیوادونو کې عامی دي.

  • مشر له څه جوړ وي؟ اخيري برخه

    پدې درې برخو لیکنه کې موږ د مشرئ له نقطې نظره د احساساتو پر ځيرکتيا وغږیدو، لومړئ برخه پر اساساتو او پيژندنه، او دوهمه برخه پر ځان پیژندنی، پر ځان واک لرلو او هڅونه متمرکزه وه، پدې برخه کې موږ پر خواخوږئ او ټولنيز مهارت غږيږي، او همداسې دا پوښتنه څيړو چې آیا احساساتو ځيرکتیا زده کیدای شي؟

  • مشر له څه جوړ وي؟ دوهمه برخه

    مشري د نن د پرمختګ يو تر ټولو مهم اصل دی، مهمه نه ده چې هر مشر دی د بې شمېره خلکو د مشرئ دعويدار وي، خو د مشرئ مشخصات او سلوکونه درلودل د هر شخص د ودې او پرمختګ لپاره يو اصل دی، موږ دلته د احساساتي ځيرکتيا په رڼا کې د مشرئ پر پنځو مهمو عنصرونو غږيږو

  • مشر له څه جوړ وي؟ – لومړئ برخه

    ښه مشران له عادي څه توپير لري؟ موږ دلته پر دې موضوع بحث کوو، دا توپير پر پوهه يا تخنيکي مهارتونو اساس نه دی. دا د احساساتو پر هوښيارتيا/ځيرکتيا (Emotional Intelligence) بنا دی: د پنځه مهارتونو ټولګه چې مشر ته د خپل او خپلو پيروانانو کار بهترولو توان ورکوي. کله چې په يوه شرکت کې د يوه مشر مدير څانګی د احساساتو ځيرکتيا توانونه ټاکلی اندازې ته ورسيږي نو دوی له نورو څانګو شل فيصده بهتره کار کوي.

  • کله چې استخداموئ، لومړی ازموینه واخلئ بیا مرکه وکړئ

    زیاتره خدمتي شرکتونه مشتريانو ته قناعت لپاره پر ماهر او شخصیتی کارکوونکو متکي دي، مګر د دوی موندل ګران دي، په ځینو صنعتونو کی د د کار پريښودنی اندازه له ۵۰٪ څخه زیاته ده. کمزوری کاري بازارونه او په آسانه د انلاین کليکولو له لارې دندې ته عريضو ميکانيزمونو پر شرکتونو بوج زیات کړی دی، چې ښايي د یوی شته وظيفی لپاره سلګونه غوښتنلیکونه ترلاسه کړي. د بيلګې په ډول، په ۲۰۱۲ کې د بریتانیي د ټلیفون صنعتي مرکز (کال سنټر) ۲۶۰۰۰۰ دندو لپاره دوی ۷ میلیونه غوښتنلیکونه ترلاسه کړل.

  • د ماشومانو/ځوانانو آنلاين ساتنه: ماشومانو/ځوانانو لارښود – دوهمه برخه

    موږ د ماشومانو آنلاين خوندي ساتلو او بهتره استعمال په اړه د ليکنو لړۍ پیله کړې ده، دا د دې لړۍ دوهمه ليکنه ده، دا ليکنې په اساسي توګه د ملګرو ملتونو د مخابراتو نړيوالې اتحاديې او نورو اړونده  لارښودو او بهتره استعمال لارو چارو په رڼا کې ليکل شوي دي، چې کولای شي له استعمالوونکي سره د دی وسيلو په بهتره استعمال کې مرسته وکړي.

    دې لړۍ کې ماشومانو، د هغوی والدینو او نورو اړونده ادارو لپاره لارښوونی او وړانديزونه شته چې څرنګه ماشومان/ځوانان او زلمکيان آنلاين وساتي او وکولای شي له انټرنېټ او اړونده وسيلو څخه زده کړه ييزه، صحي او بهتره ګټه واخلي.

  • د ماشومانو/ځوانانو آنلاين ساتنه: ماشومانو/ځوانانو لارښود – لومړئ برخه

    موږ دلته د ماشومانو آنلاين خوندي ساتلو او بهتره استعمال په اړه د ليکنو لړۍ پيلوو، دا ليکنې په اساسي توګه د ملګرو ملتونو د مخابراتو نړيوالې اتحاديې او نورو اړونده  لارښودو او بهتره استعمال لارو چارو په رڼا کې ليکل شوي دي، چې کولای شي له استعمالوونکي سره د دی وسيلو په بهتره استعمال کې مرسته وکړي.

    دې لړۍ کې ماشومانو، د هغوی والدینو او نورو اړونده ادارو لپاره لارښوونی او وړانديزونه شته چې څرنګه ماشومان/ ځوانان او زلمکيان آنلاين وساتي او وکولای شي له انټرنېټ او اړونده وسيلو څخه زده کړه ييزه، صحي او بهتره ګټه واخلي.

  • څه غلطيدای شي

    د اداری د ريسک مديريت چاری سمول پخپله يوه پروژه کیدای شي، لدې لارو چارو يې مديريت کړئ. اکثره ادارې د ریسک عمومي تګلارو ته هغه ارزښت نه ورکوي، کوم چې بايد ورته ورکړل شي، دلته موږ پر همدې موضوع غږيږو