Author Archives

ښه راغلاست، د دې بلاګ هدف پر بدلون، ټکنالوژۍ، مشرۍ او مديريت او کله ناکله ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزه مواد خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Welcome! The blog is intended to provide a discussion space on topics of Leadership, Management, Technology and social issues/challenges which could be addressed through better leadership, management and adoption of technology.

It's a personal blog and may represent a personal view.

  • مينه او ټکنالوژي

    داسې او نورې بيشميره بيلګې چې له زموږ وړاندی نسل ورسره د مينې په ډګر کې نه وو مخ شوی، داسې يو حالات چې زموږ شاعرانو او اديبانو پیشبيني کولای نه شو، د نن ځوان نسل ورسره مخ دی، د نن زمانی مجنون په خپل دفتر يا د خوب په کوټه کې ناست دی او پر انټرنيټ مينه لټوي، يو نيم ځوان خو له ميرمنې سره ناست په مجازي نړئ کې بلې پسې ګرځي.

  • د اساسي قانون ۳۷ مه ماده او د مخابراتي اړيکو محرميت

    سره لدې چې د اساسي قانون له مخی، د محکمی له اجازی پرته د يو چا اړيکه بايد ونه څارل شي، او نه بايد د هغې پر شخصي آنلاين حریم بريد وشي، ځکه که چيرې يو څوک د خاوند يا محکمې له اجازې پرته يو څه ته لاس اچوي دا پخپله جرم دی، خو بدبختانه که په څرګنده توګه نه ويل کيږي خو دا تر ډېره حده روښانه ده چې زموږ مخابراتي اړيکې نه خوندي دي او نه اعتباري، د دې ستونزی څو دلايل کيدای شي، چې هغی کې د چارواکو ناپوهي او ځان تير ايستنه، امنيتي ادارو ځان ښودنه چې د بېګناهو او هر چا څارنه تر څو يې مصنوعي دبدبه او خاني پاتی وي، او قانون ته سپکاوی کولای شو ياد کړو.

  • تعليم او تمی

    اکثره ځوانان درس ته په عموم او پوهنتونونو ته په ځانګړي ډول د کار موندنی يوې وسيلې په توګه ګوري، اکثره دا فکر کوي چې کله زه له پوهنتونه فارغ شم دا دولت يا لويو ادارو مسؤليت دی چې ما پر وظيفه کاندي، يا ما خپل مسؤليت ادا کړ او سند مې حاصل کړ اوس بايد دا دولت ما پسې منډی ووهي چې که زه ورسره چيرې کار وکړم.

  • لس مهارته چې ټول يې بايد ولري!

    په کاروباري نړئ کې شخص د مهارتونو پر اساس استخداميږي، د کارکوونکي ارزښت د هغې په کار کې دی او کار مهارت غواړي، څومره چې مو مهارتونه ډيريږي همدومره مو استخداموونکي ته ارزښت ډيريږي. اکثره وختونه خلک يوازې د خپل مسلک د ساحې پر مهارتونو تمرکز کوي، لکه ساختماني انجينر به له څو لارو د نقشو جوړولو يا عملي کولو مهارتونه زده کړي، چې په هماغه مشخصه ساحه کې به ښه وي، خو داسې نور عمومي مهارتونه شته چې ممکن له مسلکي مهارتونو ډېر مهم وي.

  • دفتري مديريت – د دفتر او نورو څانګو تر منځ پر اړيکو پوهيدل

    په مديريت کې ددفتر سمبالول په خپل ځان کښي یو جلا مسلک دئ. خلګ په کلونو- کلونو پکښي زده کړه اومطالعه کوي او بیا د دفتري مدیر پر دنده ګمارل کيږي، ما (مهربان) په دې لیکنه کې له ویکیپیډیا او نورو انګلېسي ويبپاڼو څخه هغه څه راټول کړي دي چي د هغو ورونو په درد خوړل کیږي چي په دفترونو کښي کار کوي او مديريت زده کوي

  • کار غواړئ، لدې ۱۲ عادتونو تير شئ

    کله چې موږ د بهتره کار بحث کوو يا غواړو په لنډه کې ډېر کار وکړو، نو خبره هوښيار او سم کار ته راځي نه ډېر او سخت کار ته، هره چاره د خپلې اجرا طريقه لري، او ضرور نه ده چې کوم کار مو ډېر تکليف کړي هغه دې ښه کار وي.
    د ښه کار لپاره ځان روزل دومره آسان کار نه دی، خو که چيرې موږ ځان له بدو عادتونو وژغورو نو کولای شو له وخت تيريدو سره پخپله د ښه کار له اجرا سره عادت شو، وخت تل با ارزښته زيرمه وه، خو د نن په مصروفه دنيا کې د وخت قدر له هرې زمانې ډېر احساسيږي.

  • په افغانستان کې د کاروبار ځينې ننګونی

    کاروبارونو رامنځ ته کول تل ستونزمن وي خو په افغانستان کې د مناسبه قانوني او کاروباري چاپيريال نشتوالي او کلتوري توګه د ماموريت لوړ ارزښت له کبله دا جنجال لږ نور هم ډېر دی

  • مشر بايد د ناکامۍ منلو زړه ولري

    په هغه ورځ ما ډېر مهم درس زده کړ. د ناکامۍ په صورت کې د اداری مشر مسئوليت اخلي او کله چې برياليتوب وي نو هغه دا هر څه ډلی ته منصوبوي او هغوی ته يې پريږدي. ما د مديريت تر ټولو مهم درس له کتاب نه بلکی له تجربی زده کړ.

  • د ټکنالوژي پروژو ستونزې او ځينې د حل لارې

    ټکنالوژي يوه بدليدونکي او وړتيا بښونکي پديده ده، چې په ګړنديوالي سره پرمختګ او پراختيا کوي، پر ټکنالوژئ د ډيرو خلکو سر نه خلاصيږي او د ټکنالوژئ مسلکيانو بیا د نړۍ په ډيرو چارو او سياستونو سر نه خلاصيږي چې دا د ناکامئ په لور لومړې ګام دی،

  • د معلوماتي ټکنالوژۍ پر مټ د وزارتونو ستراتیژیک اهداف په مؤثره او مثمره توګه ترلاسه کول

    په یوویشتمه پيړۍ کې ژوند په ټکنالوجۍ پورې تړلی، څومره چې یو هیواد پرمختللې ټکنالوجیکې اسانتیاوې ولري هغومره یې کارونه چټک، شفاف او له اسانتیاوو ډک وي، ځکه ویل کیږي چېپه یوویشتمه پېړۍ کې پرمختللی او متمدن ژوند د هغو ملتونو دی چې مالوماتي ټکنالوجي یې په لاس کې وي.

  • له انرژي ډرينک تير شئ، لدې ۱۰ لارو چارو خپل ذهني تمرکز ډېر او ستړيا ليری کړئ

    موږ د دوامداره مداخلت په وخت کې ژوند کوو، تمرکز نشته، که شته خو ډېر سخت شوی دی، همدا اوس چې تاسې دا لولئ ډېر امکان لري چې د فيسبوک له لارې دې پاڼې ته راغلي ياست، او چې لولئ نو دوامداره د ټليفون، فيسبوک، ټويټر، انسټاګرام، ايميل يا کومې ټکنالوژئ مو تمرکز خراب کړی دی، که له ټکنالوژئ خلاص شئ، نو نن سبا ټول د سياست، فيسبوک، بحثونو او په هر څه کې د نظر ورکولو شوقيان دي، ناڅاپه به دې دفتر ته راننوځي بيا ورته ويلای هم نشی چې ظالمه که خپله وزګار يې نو موږ څه له د کاره باسی.

  • د هدف ټاکلو ۱۲ مرحله یې پروسه

    خپل هدفونه په داسې ډول وګورئ لکه همدا اوس چې تر لاسه شوي وي. ځان داسې تصور کړئ چې خپل هدفونه مو تر لاسه کړي دي. دا که یو موټر وي، دا که یوه رخصتي وي، ځان په دغه موتر او دغې رخصتۍ کې مخکې له مخکې وګورئ. دا که یو ښکلی کور وي چې تاسو یې غواړئ، ځان په همدغسې ښایسته کور کې د ژوند کولو په حال کې وګورئ.

  • ريسک و ستراتيژیهای مديريت آن

    مهم نیست که پروژه شما با کدام نوع ریسک مواجه است، مهمتر این است که ستراتيژيها و عکس العملهای شما بر وقت و از اول سنجیده شده باشند، ۹۵٪ تمام ريسکها که پروژه شما با آن روبرو میشود بايد از اول يک پلان عکس العمل داشته باشند، تمام ريسکهای معلوم – نامعلوم باید عکس العملهای پلان شده داشته باشند، به استثنای ريسکهای نامعلوم – نامعلوم که آن هم بیشتر از ۵٪ ريسک های پروژه نمیباشند.

  • دولت او عامه پوهاوی، ننګونه که ناکامي

    دولت د عامه پوهاوی او ميډيا ډېر پڅه او بې اغېزې نيمګړې پاليسي لري، سره لدې چې وزارت هم شته، هر وزارت تقريباً يو رياست هم لري، وياندويان يې په زری موټرو کې له پړسيدلي غرور او کبر سره ګرځي، خو يو څو ګوتو په شمار سياسي مخالفين له دومره لوی دولت څخه د ميډيا په کارولو کې ډېر تکړه دي، دلته رسمي ټويټر اکاونټونو څخه لنډئ او سندرې خپريږي، رسمي فيسبوک پاڼې د فلمونو پسې ګرځي، دولتي چارواکي د خپل شخصي شهرت لپاره فيسبوک پاڼې تمويلوي، لايک ډېرولو لپاره هر څه کوي، خو د دې ټولو په منځ کې محتوا او اصل پيغام ورک وي، هيڅ يو شخص د خپلې ادارې عامه اړيکو مسؤليت نه اخلي، چوکئ دولتي وي خو شخص پکې د خپل نوم او شهرت ګټلو چنی وهي.

  • د پروژو د توقعاتو او کيفیت ستونزې

    د پروژې شکل، څرنګوالی او توقعات له وخت سره بدليږي، اکثره وختونه چې پروژه پلان شي هغه وخت يو ډول فکر وي خو کله چې موږ له عمل تيريږو نو د ځينو واقعيتونو په رڼا کې اړونده بدلونونه راولو، دلته مهمه موضوع داده چې د پروژې نهايي نتيجه بايد هغه ستونزه حل کړي د کوم لپاره چې پروژه پيل شوې وه، او دوهم بايد له اوله تر پايه د پروژې مالک معلوم وي يا لږ تر لږه د هر پړاو مالک/پرېکړه کوونکی ټولو ته معلوم وي او د پروژې مدير بايد له هر يوه سره د دولتي ملا په څېر د هوکړې سر ونه خوځوي هغه څه چې د پروژې برخه ده بايد پروژه کې واوسي او هغه څه چې برخه يې نه ده بايد له قبلولو يې ډډه وکړي، پروژه د هر چا خوشحالولو لپاره نه ده، د پروژې برياليتوب لپاره بايد ځينې سختې پرېکړې وشي.

  • د تعليم او دندې واټن

    کله چې دا شخص يوې ادارې ته د کار لپاره مراجعه کوي، نو هلته نه د تاريخ او نه د تيوريو پوهه پکاريږي، هلته داسې پوښتنې مطرح کيږي چې دا شخص ځان پورې حيران کړي چې پوهنتون کې ما څه کړل، ادارې ترې د يوه کار تمه لري او پدې فکر وي چې دا شخص بايد له وړاندې د همدې کار اړونده مهارتونه ولري، پدا ډول حالاتو شخص د خپلې پوهې له اهميته زړه تورن کيږي او اداره د نوو فارغو يا بې تجربې کارکوونکو له استخدامه منکريږي.

  • پر مخابراتي خدمتونو نوی ماليه

    پداسې يوه هېواد کې چې نږدې يوازې يو فيصد ولس ماليه ورکوي، او هغوی چې ماليه ورکوي، خپله د ماليې وزارت مامورين ورته د غلا بیلابیلې لارې چارې ښيي ستونزې ورته زيږوي چې شخصي ګټې يې خوندي شي، په داسې حالت کې د ماليې ورکولو سيسټم بهترول او د ماليه ورکوونکو شمېر ډېرول بايد لومړيتوب وي، نه دا چې د خپلې ادارې اصلاح پر ځای پر ولس اضافي ماليې وتپل شي.

  • پوهه که مهارت

    که اداره پوهې پسې ګرځي نو کولای شي دفتر له کتابونه ډک کړي، خو که چيرې مهارتونو پسې ګرځي نو بايد روزنيز کورسونه داير کړي يا کارکوونکي پرېږدي چېد غلطئ او زده کړې له دورانه تېر او مهارت زده کړي، د پوهنتون له فراغت وروسته ډېر محدود خلک د خپلو مهارتونو ښه کولو پسې ګرځي او د نن له سيالئ ډک چاپيريال د ماهر کارکوونکي وږی دی، اکثره هېوادونه د ماهره کارکوونکو جلبولو لپاره آن په ملي سطحه پروګرامونه لري، که غواړئ چې تل ارزښت ولرئ نو د خپل صنعت/ مسلک پرمختللي مهارتونه زده کړئ، ضرور نه ده چې تاسې ليسانس ياست يا دوکتورا لرئ، تاسې مهارتونه ته اړتيا لرئ چې خپله دنده په بهتره توګه پرمخ بوځئ.

  • عبادت، دفتر او کار

    انسان خدای اشرف المخلوقات پيدا کړی او له توانه يې ډېر نه عذابوي خو دا انسان دی چې خپل توان دومره راټيټ کړي چې په هره بهانه ځان له تکليفه خلاصوي، عبادات بهترين توازن پر بنسټ مخ ځي، او پر دې اصل کار کوي چې څومره دې له وسه وي همدومره وکړه، د عباداتو پر نامه له کاره سترګې پټول، بل ملامتول، بې ځايه بې اخلاقي ښودل، ښکنځل او نورې منفي کړنې د شخص خپل شخصي ضعف دی او له عباداتو سره هيڅ ربط نه لري.

  • آيا د مشر لپاره تخنيکي پوهه ضرور ده؟

    د دې ټول بحث په رڼا دا پوښتنه به دومره ساده هو! نه! ځواب ونه لري خو که چيرې مشري پر تخنيکي پوهو متکي وي نو په هغه صورت کې تخنيکي پوهه ضرور ده ورسره مشر ضرور نه ده چې هر فن مولا وي او په هر څه پوه شي، خو د سياسي مداريانو په څېر نه څوک وغولوي چې وښايي پر هر څه پوهيږي او نه بايد د تفکر او ابتکار دعويداران د مشرئ ټيکه داران شي، مشرئ که تر ټولو مهم اصل ريښتينولي او پر هغه اصولو باور دی کومو لپاره چې مبارزه کيږي يا يې ډنډوره وهل کيږي، هر کله چې مو خپلو پيروانانو ته دا باور ورکړ چې ريښتوني ياست تخنيکي پوهه د سلاکارانو او نورو لارو لاسته راوړل کيدای شي.