پدې ليکنه کې موږ د ادارې پر کلتور غږیږو او د هغې په رڼا کې د کارکوونکو له هڅونې يادونه کوو، ډيرې ادارې او آمرين لدې ګيله من وي چې همکاران او کارکوونکي يې کار نه کړي، يا کار ته ډير په مينه لاس نه اچوي، دلته دا څيړو چې آیا دا د شخصي هڅونې بحث دی، کلتور اغېزه لري او که نه دا مامورين مشرانو ته لارښونی لپاره ګوري.
اداري کلتور عموماً د منل شوو سلوکونو، اخلاقو او د يو څه اجرا کولو له کړنلارې عبارت وي، هره اداره خپل کلتور لري، چې تر ډېره د کارکوونکو سلوک ټاکي، اکثره وختونه هغوی چې په يوه اداره کې کار کوي تر ډېره پر خپل کلتور نه پوهيږي، خو کله چې يو څوک له بهره راشي نو پوهيږي چې اداره څه ډول کار کوي