درواغ خبرونه نه يوازې دا چې د ژورناليزم، ولسواکئ او وينا آزادئ ته خطر دی، بلکه امنيتي جنجالونه هم رامنځ ته کوي، ورسره د بې باورئ، تفرقې، افراطيت او تروريزم په ترويج کې هم رول لري، همداسې ملکي امنيتي ستونزې هم زيږوي، داسې ډېر ليدل شوي وي چې په يوه بل هېواد کې مذهبي نواميسو ته د بې احترامئ خبر په نورو هېوادونو کې د مظاهرو او وهلو ډبلو سبب شوی وي.
Education
آنلاین د کمکيانو او ځوانانو ساتنه – د والدينو لارښود – اخيري برخه
پدې برخه کې موږ د ماشومانو پر آنلاين حضور او د هغوی آنلاين حضور او انټرنېټ څخه ګټورې ګټې اخيستنې لپاره د والدينو/وليانو پر ونډه غږيدلی يو. دا د دې لړۍ اخيري ليکنه ده، راتلونکي کې د خدمت برابروونکو او اړونده پاليسي جوړوونکو لپاره ليکنې ولرو.
د پوهې مديريت
کله چې موږ د پوهې له مديريته بحث کوو، نو دوه هدفه لرو، يو د اوسنئ (روښانه او ضمني) پوهې مديريت دی، او بل د نوې پوهې زيږول دي، او اساسي فعالیتونه چې د دې لپاره اجرا کيږي هغه د پوهې شريکول او په يو بل کې نغښتل او سره تړل دي، لکه يوه اداره پوه کارکوونکی لري، د هغې روښانه پوهه د هغې له اسنادو او کتابونو عبارت وي، خو د هغې پوهه پر يو څه سلوکونو هم ولاړه وي، نو که چيرې دا شخص د بازار موندنی په ساحه کې کار کوي، هغه پوهيږي چې څه وکړي، د هغه عمل لپاره ځانګړي سلوکونه عملي کوي، او د ادارې له نورو ساحو لکه پيداوار جوړونکو/ مالي او نورو برخه سره خپله پوهه شريکوي، او په اجتماعي توګه ادارې لپاره ګټور عمل اجرا کوي.
ټولنيزه دايره، سلوکونه او برياليتوب
او په پای کې، پر ځان کار وکړئ، حوصله او اوږدمهاله باور کليدي ټکي دي، که تاسې هغه څه لپاره چې زحمت باسئ پر هغې باور ونه لرئ، نو ضرور نه ده چې څومره وسايل او ملګري ولرئ بيا به هم نيمګړي ياست، پر هيڅ څه ړوند اعتقاد نه کيږي او نه بايد وشي خو خپل اعتقاد د لارې پر مهال اصلاح کړئ د عمومي هدف پر ليدلو خپله لار او هغې ته رسيدلو وسايل بدل کړئ خو مزل مه دروئ، د انسان په زړه کې زرګونه شکونه او ګيلې راځي، خو لدې هر څه سره بايد خپل سفر ته دوام ورکړئ، او په لاره کې کوچنئ بریاوې ولرئ او لدې برياوو خوند واخلئ.
مات منګی
يوه ميرمنه وه چې هره ورځ به يې له ګودره به يې په دوه منګيو کې اوبه راوړلی. لدې دواړو منګيو څخه يې يو چاودیدلی وو او يو څه اوبه به ترې په لاره کې څڅيدلی.
يوه ورځ دې روغ منګي چاوديدلي منګي ته وويل: ته ښه وينې چې دا ميرمن په څومره کړاوو سره له ګودره اوبه راوړي، زه خپل کار پوروالي سره کوم او ټولې اوبه يې کور ته رارسوم، خو ته چاودیدلی يې او خپل کار په پوره والي سره نه کړی، په لاره کې درڅخه ډېره اوبه څڅيدلې وي، او د هغې خواري عبثه کړی.
په تعليمي نظام کې د بهرنيانو رول
نوره نړئ بهرني ښوونکي هڅوي، ځکه چې له زده کړې پرته له ځان سره کلتور، بهر په اړه علم، د هغه ځای اړيکې او نور راوړي، اوس د امنيت په بهانه هر څه بندوو نو داسې به وي لکه چې د هوا ککړوالي لپاره تير حکومت پنجشنبه رخصت کړه، اوس چهارشنبه او شنبه نيمه ورځ وي او جمعه او پنجشنبه ټوله رخصت وي، همداسې د امنيت په بهانه به ورو ورو د کاروبارونو دروازې تړو، ورسره به زموږ تعليم د بازار او د هېواد اړتياوو پر بنسټ نه بلکې بازار کې موجود بشري ځواک پر اساس وي، که هر څومره يوه مسلک ته اړتيا وي، ښوونکی يې نه وي، يا يوازې کم خلک وي، نو يا خو به ډېر ګران پريوزي او يا به يې هیڅوک د پيلولو جرات نه کوي.
د نامعلوم قبلولو ويره
بزنس فلیسوف پیټر کوئسټنبام وايي هر کله چې موږ يوې چارې ته لاس اچوو او خطر قبلوو نو عموماً له څلور ډوله ويرو تيريږو، د حماقت ويره، د پريښودنې ويره، د سپکاوي ويره او د ليونتوب ويره. هر کله چې موږ دې ډول ويرو ته وګورو نو هر يو يې په خپل ذات کې نور داخلي او پراخه اړخونه لري. دا ويرې عموماً هغه څه وي چې موږ له آزادئ او برياليتوبه ساتي، او بهتره ده چې د ستونزې په توګه ليدلو پر ځای ورته د يوه فرصت په توګه وګورو، او داسې يوې ستونزې په توګه يې وپيژنو چې بايد حل شي
پر خپل ځيرک ټليفون روږدي ياست – راځئ چې معلومه يې کړو
څيړنو داسې ښودلې چې له نيم زيات خلک له خوب وړاندې ټليفون خپل کټ سر ته ږدي، ډېر يې د موټروانئ پر مهال کاروي، ځينې يې آن د لوبو، فلم، او ډرامو ليدلو پر مهال هم ګوري. ورسره ځينو دا هم منلی چې د مينې پر مهال يې هم ټليفون ته سودا وي او يو نيم خو يې آن په جومات کې هم کاروي. په نوره نړئ کې خو اوس يو بل رواج هم مخ په ډيريدو دی چې په تشناب کې عکسونه اخلي، او د هر څه له نقلولو بريښي چې دلته به هم داسې ځوانان راپيدا شي چې پر کمود به ناست عکسونه اخلي.
آنلاين نړۍ، د ميرمنو پر وړاندې تريخوالی او آزار
د ګوګل مشر او آن نور د آنلاين نړئ مخکښان وايي، که نه غواړئ يو څه رسوا شي، نو بهتره ده چې هيڅ يې آنلاين نه کړئ، ټکنالوژي که مناسبه استعماله نشي ډېره بې اعتباره ده، او هغوی چې پرې ډېر پوهيږي د هغوی په پرتله چې نسبتاً نه پوهيږي په ګټه کې دي، تل به يو څوک وي چې وغواړي ستاسې له شتون ناوړه ګټه واخلي، نو ځکه تر ټولو بهتره لار يې همدا ده چې ځان همدومره پوه کړئ چې ستاسې آنلاين شتون خوندتيا لپاره مهم وي.
د ښې ليکوالۍ ۴۰ مشورې
په فېسبوک کي یوه انګلېسي مقاله په مخه راغله. کله چي مي کلیک کړه، لیکلي ئې وو چي “موږ دوې اوونئ مخکې له خپلو لیکوالانو پوښتنه وکړه چي د ښې لیکوالۍ اړوند لارښووني/مشورې راسره شریکي کړي. د دوی ځوابونه زموږ تر تمې ډېر لوړ وو. له ټولو څخه مننه چي زموږ سره ئې لاندي لارښووني شریکي کړي دي.”
د آنلاين محتوياتو ننګونه
ټکنالوژي دوه اړخه لري، يو يې د زيربناوو برابرول دي دوهم يې محتويات دي. د زيربناوو برابرول تر ډيره د دولت او ټليکام شرکتونو کار دی چې افغانستان پکې تر يو بريده بريالی او نږدې هر افغان کولای شي چې… Read More ›
تعليم او هوښيارتيا
څه فکر کوئ سواد ښه دی که هوښيارتيا. سواد د هوښيارئ په معنا نه دی او هوښياري د سواد په معنا نه ده، دواړه نږدې خو بيلې اصطلاحې دي، باسواده سړی تل هوښيار نه وي چې موږ يې بيلګې هر… Read More ›