Technology ټکنالوژي

د ټکنالوژئ اړونده ليکنې

د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۲) 

لدې سره آنلاين ټکنالوژۍ نجونو او هلکانو دواړو ته د اړيکو نيولو بیشمیره امکانات برابروي، دا آنلاين وسيلې د نوو مهارتونو له زده کړی تر ابتکاره او په نړيواله توګه د ټولنو د بهترئ سبب ګرځيدای شي، لدې ګټو سره آنلاين کيدل دغه ځوانان له خطرونو سره هم مخ کوي چې ممکن ناوړه محتوياتو، وايرسونو، تهدیدولو، ويرولو، جنسي ازار او له نورو تير شي.

د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۱)

موږ دلته د ماشومانو او ځوانو کاروونکو آنلاين خوندي ساتلو او بهتره استعمال په اړه د ليکنو لړۍ بيا پيلوو، دا ليکنې په اساسي توګه د دې صنعت متخصصينو وړانديزونو، د ملګرو ملتونو د مخابراتو نړيوالې اتحاديې او نورو اړونده  لارښودو او بهتره استعمال لارو چارو په رڼا کې ليکل شوي دي، چې کولای شي له استعمالوونکي سره د دی وسيلو په بهتره استعمال کې مرسته وکړي.

ټولنيزې شبکې او متنوع فکر

د ټکنالوژيو لومړی فکر د هغې د کشفوونکو فکر وي او ورپسې هغوی وي چې دا ټکنالوژۍ په لومړي ځل خپلوي او دا ترتيب همداسې پر مخ ځي، وروسته يوه حالت ته رسيږي چيرې چې تر ټولو ښه کاروونکي يې تر ټولو څرګنده وي، خو دلته له ښه څخه هدف په اخلاقي لحاظ نه ښه دی، بلکه ښه هغه دي چې وسيله پر خپله ګټه وکاروي، او هغوی چې د دې کاروونکي له فکر سره سم نه وي، د ښکنځلو، ګواښنو او نورو له لارې يې له دې وسيلو بيزاره کړي، يا يې خپلې خبرې پورې حيران کړي

د راتلونکي وده

د نيوټن د خوځښت  قانون دی، چې وايي يو توکی تر هغې په خپل حالت کې دی تر څو چې يوه بهرنۍ قوه يې حالت بدل نه کړي، يعنې که يو څه په ولاړ حالت کې وي تر هغې به ولاړ وي تر څو چې بهرنۍ قوه يې ونه خوځوي، او يو څه چې په خوځښت کې دي، تر هغې به خوځيږي تر څو چې بهرنۍ قوه يې ونه دروي.

که په راتلونکي کې وده غواړئ، د شخص، ادارې، هيواد په توګه ځان بايد وخوځوئ، هغه عوامل به راپيدا کوئ چې ستاسې د ودې سبب ګرځي، تر څو چې هغه بهرنۍ قوه که هغه مهارت وي، پوهه، سلوک، راشه درشه، سياسي ځيرکتيا، هر څه چې وي، ونه پيژنئ، ونه يې کاروئ، تر هغې به مو اوسنی حالت بدل نه شي.

د مفاهمې اته نيمګړي تمايلات

هر انسان تمايلات لري، له تمايلاتو هدف خاص فکر او خاص سلوکونه لري، په يوه خاص چاپيريال او دايره کې له خاصو خلکو سره اوسيږي، دا ټول د ده پر کړه وړو اغيزه کړي، او کله کله چې پوه شي چې له دې دايرې وتل ما له ستونزو او ننګونو سره مخ کوي، نو له دې دايرې نه وځي او هغوی چې د ده له فکر سره مخالف نظر ولري يا لدې دايرې بهر ژوند کوي، نيمګړې او فاسد يې بولي.

د ماهر کاري ځواک روزلو جریان

همداسې د کرهڼې، طبابت، انجينرۍ او نورو مسلکي چارو پوهان ښايي لدې هم ډيره موده ونيسي چې د خپل مسلک له اړونده چارو له مسؤليته په بهتره توګه راووځي، او بيا چې کله همدې مسلکونو لپاره په ملي کچه د کړنلارو، تګلارو او پلانونو جوړولو بحث راشي نو بيا د همدې مسلک ښه تکړه متخصصين څو کلنو تجربو او دوامداره مشورو ته اړتيا لري تر څو هېواد په ښه لور رهبري کړي.

آیا نړۍ موږ ته دريږي

د مريخ د تسخير بحثونه روان دي، او ښايي تر ۲۰۳۰ پورې هلته د بشر ليږلو هڅه وشي، د ځوان او غښتلي پاتې کيدو لپاره نانوټيک او روبوټس جوړيږي، کور په کور ماشينونو سپارلو لپاره کار کيږي چې د کور په چارو کې مرسته وکړي، هند کې د ښوونځي نجونې چې تر ټولو مشره يې ۱۵ کلنه وه کوچنۍ سپوږمکۍ جوړوي خپلو ساينسپوهانو ته يې ورکوي چې فضا ته يې ليږي تر څو د هوا حالات د هيواد له دهقانانو سره شريک کړي.

ډيجټيلي استبداد

دا د نوې نړۍ واقعيت دی، چيرې چې زورور او پر ټکناولوژئ حاکم ولس او حکومت د ځان ګټې لپاره له هر څه کار اخلي، د دارالاسباب په نړۍ کې تکړه او ژبور هغوی دی چې له هرې وسيلې د خپل پيغام رسولو لپاره ګټه واخلي.

دا بحث مو د ټکنالوژئ يوازې دوه درې وسيلو لپاره وکړ، له مصنوعي ځيرکتيا (مصنوعي هوښيارتيا – Artificial Intelligence) نيولې تر روبوټيکس، نانوټيک، سټلايټ، او نور ډير د ټکنالوژۍ موارد مو هیڅ ياد نه کړل، چې په هغې کې موږ چيرې يو.

د فيسبوک پر وړاندې

پر ټکنالوژۍ اعتياد کې يو بحث ټکنالوژيو يا ټکنالوژۍ وسيلې ته شخصيت ورکول دي، لکه يو څوک ګرځنده ټليفون کاروي، پدې ټليفون يې د ژوند ډيرې چارې روانې وي، له اړيکو نيولې تر انټرنېټ، ټولنيزې شبکې ټولې د ټليفون له لارې پالي، ځينې وختونه له ډير کارولو سره دا ټليفون کاروونکي ته شخصيت پيدا کوي، دا شخص فکر کوي چې دا هر څه د دې ټليفون له برکته دي، او کوم وخت چې ورسره دا ټليفون نه وي، د ورکې احساس کوي. داسې پيښې هم ليدل شوي چې ځينې دې ټليفون ته نوم ورکوي يا ځينې د خپلې ټولنيزو شبکو پر حسابونو دومره پام کوي لکه خپل ماشوم چې پالي

ټولنيزې شبکې محتويات څرنګه اداره کوي

ټولنيزو شبکو شرکتونو لپاره د محتوياتو مديريت د توازن ساتلو يوه دوامداره هڅه ده، او هر څومره چې د دې شبکو کاروونکي ډيريږي همدومره د محتوا مديريت سختيږي. د ټولنيزو شبکو ستر شرکتونه لکه فيسبوک او ټويټر چې د ګټې ستره منبع يې د دوی د کانالونو له لارې د خلکو اعلانونه دي، نه غواړي داسې کړنلارې خپلې کړي چې د خلکو پام ترې واوړي.

هره ورځ په ميليونونه خلک پر ټولنيزو شبکو خپل نظرونه شريکوي. ټول نظرونه سره ورته نه وي. ځينې به يې سپکوونکي، نور آزاروونکی او ځينې يې آن ښايي افراطي ګواښونکي وي. له دومره بیلابيلو نظرونو سره پر مخ کيدو د دې شبکو استعمالوونکي انديښمن او لار ورکي کوي.

ماشوم مو انټرنېټ کاروي – دې لسو ټکو ته پام وکړئ

انټرنېټ او آنلاين نړۍ زموږ د ژوند نه بیلیدونکې برخه ده، چې په هغې کې خپل اولاد او ماشومان آنلاين نړۍ لپاره روزل هم شامل دي، هغوی ته بايد هغه سلوکونه، مهارتونه او عادتونه وښيو چې وکولای شي له آنلاين وسيلو څخه بهتره او ښه ګټه واخلي.

ښايی تاسې ته له انټرنېټ وړاندې نړۍ ياده وي، ښايی دا فکر هم درسره وي چې انټرنېټ دومره مهم نه دی او کولای شئ خپل ماشومان ترې ليرې وساتئ، خو لکه څرنګه چې د کرونا/ کويډ وبا وښوده هغوی چې انټرنېټ ته يې لاسرسی درلود ماشومان يې په تعليمي لحاظه لږ منفي اغېزمن شو، نسبت هغوی ته چې له انټرنېټ يې نه درلود يا يې ورته لاسرسی نه درلود.
په لومړۍ برخه کې موږ د ماشومانو/نجونو دې وسيلو ته پر لاسرسۍ وغږيدو، دوهمه برخه يې پر معلوماتو، ټولنيزو شبکو او آنلاين پروفايل غږيږي، درېيمه برخه يې له د انټرنېټ خوندتيا له لارښود بحث کوي، څلورمه برخه يې ځوانانو/ پيغلو لپاره د انټرنېټ خوندي استعمال پر لارښود غږيږي، او پنځمه برخه يې د خپل ماشين پر خوندي استعمال، آنلاين لوبو او نېټ پر آدابو غږيږي.

۲- د عامه کړنلارو يا پاليسيو ناکامۍ پنځه اساسي لاملونه

بشري ټولنې اصلاح او ودې لپاره د دولتي کړنلارو جوړول پخپله د څيړنې يو عمل دی. هر کله چې دولت مداخله کوي، نو بايد شته ستونزې په اړه چې غواړي حل يې کړي، کافي پوهه ولري، او بايد د دې وړاندوينې توان هم ولري چې دا وړاندينې کيدونکی حل به ستونزه څرنګه له منځه يوسي يا به يې اغيزه راکمه کړي.

۱- د عامه کړنلارو يا پاليسيو ناکامۍ پنځه اساسي لاملونه

دلته موږ پر هغه عمومي لاملونو او توکو غږيږو چې د عامه کړنلارو اغيزمنتيا محدودوي، او عموماً د دوی په پام کې نه نيولو له کبله خپلو پايلو ته نه رسيږو، چې په دې لاملونو کې (۱) د معلوماتو محدوديت، (۲) د پوهې محدوديت، (۳) د زيرمو محدوديت، (۴) اداري محدوديت، او (۵) (که چيرې د ولسواکۍ يا د ټاکونکو بحث وي نو) د رای ورکوونکی منطق محدوديت شامل دي. دا پنځه ستونزې له يو بل سره اړيکه لري، او په شريکه له دوه اړخه، د غلطو اهدافو ټاکنه او ټاکل شوو اهدافو ته په رسيدنه کې د دولت يا عامه پاليسئ د ناکامۍ سبب ګرځي.

پر ټکنالوژئ اتکا او خپلواکي

وينا کا چې د خپلواکۍ ګټل آسانه خو پالل يې ستونزمن دي، يوه زمانه کې به هېوادونو د خپلواکۍ او پر ځان بسيايينې پر لور کار کاوه، خو وروسته خلک هوښیار شو ويې ويل چې له نورو پرته ګوزاره نه کيږي نو د نن په زمانه کې بهتره هېواد هغه دی چې نورو ته د باور وړ وي، نړۍ فکر وکړي چې کاروبار/ راشه درشه/ راکړه ورکړه ورسره کولای شي چې له کبله يې نړۍ پر يو بل د اتکا په لور روانه ده، پر ځان له بسيايينې ځکه تير شو چې فکر يې وکړ هغه څه چې زه په بل هېواد کې ارزانه موندلای شم ولې پرې خپل نفوس بوخت کړم.

د افغانستان معلوماتي ټکنالوژئ کړنلاره د نااهلۍ ښکار

ټکنالوژي په ځانګړي ډول معلوماتي ټکنالوژي د خپل «فيشني توب» او دوامداره ودې له کبله ډيرو لپاره په زړه پورې بحث او سکتور دی، سره چې زموږ د ژوند هره برخه د ټکنالوژۍ د اغېزې لاندې ده، خو په ملي کچه د سکتور او ټکنالوژۍ مديريت يو مسلکي چاره او بحث دی، چې بدبختانه حکومتونو نااهلو ته سپارلی او سليقوي سلوک ورسره کيږي.

له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي

متل کا چې “درواغ د ناپوهه وزر دی” يا “درواغجن دې دروغ وايي عاقل دې قياس کوي”، دلته موږ پر دې غږيږو چې څرنګه معلومات له رښتياوو شروع او له هر ځل بيانولو سره اصل بدلوي او پر درواغو اړوي، ورسره څرنګه د خبر هر بيانوونکی له خبر سره خپله تبصره ورډيروي او په پای کې له ډيرو بيانولو وروسته خبر ورک خو تبصرې پاتې وي.

د ټولنيزو شبکو په بادشاهئ او داسې زمانه کې چې چا درته وويل سپي دې غوږ يووړ نو هر يو سپي پسې ځغلي دا نه ګوري چې اول يې غوږ وړی که نه، او آیا دا غوږ يې زما وړ که د ګاونډي غوږ لپاره سپي پسې ځغلم.

د وبا پر مهال انټرنېټ ته لاسرسی

روغتيا وزارت يو ځل بيا تعليمي ادارې رخصت کړی، له کله راهيسې چې د کويډ-۱۹ (کرونا) وبا پيل شوې ده، ولسونو خپل سلوکونه بدل کړي دي، او ځينې دا وايي چې د نړۍ راتلونکی راورسيد، ګټه هغوی وکړه چې دې راتلونکي ته تيار وو. هغوی چې پر خپلو ډيجيټل مهارتونو يې کار کړی وو او ګړندي اقتصادي انټرنېټ ته يې لاسرسی درلود، په ژوند کې يې دومره توپير احساس نه کړ، خو هغوی چې دا مهارتونه يې نه درلودل له اقتصادي ستونزو نيولې تر ټولنيزو او راشه درشه ټولو ننګونو سره مخ شو.

څرنګه په نړيواله توګه ساعتيري د انټرنېټ استعمال د ډيريدو لامل ګرځي

د آی ټي يو (د ملګري ملتونو د مخابراتي خدمتونو اداره) وايي چې د نړۍ له نيمايی ډير ولس له انټرنېټ سره نښتی دی، او داسې ګڼل کيږي چې د دې امکان مخ په کميدو دی چې د نن ماشوم په ځوانۍ کې ځيرکه ټليفون ونه لري، يا داسې وسيلې ته به لاسرسی ونه لري چې انټرنېټ ونه کاروي.

آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ

په ډيريدونکي ډول حکومتونه او د زيرمو څښتنان آنلاين وسيلې په ځانګړي ډول ټولنيزې شبکې د درواغو، پروپاګنډو او غلطو معلوماتو خپرولو لپاره کاروي، او له هرې تيريدونکې ورځ سره يې مخنيوی ستونزمنيږي ورسره يې عملي کول هم پيچلی شکل خپلوي.