آنلاين ځان ساتنه

د نن ټکنالوژئ لس ننګونی

د نن ټکنالوژي له کيبله او ټليفون اخوا ډير څه رانغاړي، او د شخصي او مسلکي ژوند يوه نه بيليدونکي برخه ده. سره لدې چې دې ټکنالوژئ موږ ته ډيرې آسانتياوې راوړې، خو د هرې نوې پديدې په څير خپلې ننګونی هم لري، موږ دلته له هغه لسو مهمو ننګونو يادونه کوو، چې کولای شو د ۲۰۱۹ کال د پای له کبله ترې يادونه وکړو.

آنلاين دروغ خبرونه او د معلومولو يې ۹ لارې چارې

درواغ خبرونه نه يوازې دا چې د ژورناليزم، ولسواکئ او وينا آزادئ ته خطر دی، بلکه امنيتي جنجالونه هم رامنځ‌ ته کوي، ورسره د بې باورئ، تفرقې، افراطيت او تروريزم په ترويج کې هم رول لري، همداسې ملکي امنيتي ستونزې هم زيږوي، داسې ډېر ليدل شوي وي چې په يوه بل هېواد کې مذهبي نواميسو ته د بې احترامئ خبر په نورو هېوادونو کې د مظاهرو او وهلو ډبلو سبب شوی وي.

آنلاین د کمکيانو او ځوانانو ساتنه – د والدينو لارښود – اخيري برخه

پدې برخه کې موږ د ماشومانو پر آنلاين حضور او د هغوی آنلاين حضور او انټرنېټ څخه ګټورې ګټې اخيستنې لپاره د والدينو/وليانو پر ونډه غږيدلی يو. دا د دې لړۍ اخيري ليکنه ده، راتلونکي کې د خدمت برابروونکو او اړونده پاليسي جوړوونکو لپاره ليکنې ولرو. 

آنلاين: د ځان او معلوماتو ساتنې نهه عملي لارې چاری

آنلاين آزار او ويرول يو واقعيت دی، او ځينې ډلې لکه ميرمنې او ماشومان د دې له نورو ډېر ښکار کيږي، چې بدبختانه اغېزې يې آنلاين او ورسره په واقعي ژوند دواړو کې احساسيږي.

د دا ډول ناوړه پيښو پر وړاندې يو تر ټولو ښه وسيله د معلوماتو او پوهې شريکول دي، موږ تيرو لیکنو کې هم هڅه کړې وه چې اړونده ليکنې ولرو، دلته هم ورته ليکنه وړاندې کوو، دلته موږ له تاسې سره ۹ عملي مشورې شريکوو چې کولای شي ستاسې د انټرنېټ آزار مخه ونيسي او ورسره وکولای شئ له نورو سره چې دا ډول ستونزو سره مخ کيږي مرسته وکړئ: