تعليمي نظام

تعليمي نظام – دوهمه برخه

زموږ تعليمی نظام د زده کوونکي په ښوونځي کې له شاملېدو پيليږي او له پوهنتونه پر فراغت پای ته رسيږي، دلته له دې مواردو صرفنظر چې څومره افغانانو ته دا امکان برابر دی چې د تعليم دا لړۍ همداسې بې له خنډه پوره کړي، پوښتنه داده چې دا فارغيدونکي دې هېواد پرمختګ، ځان ساتنې او په ښه لور رهبري کولو ته اوږه ورکولای شي يا نه؟ آیا زموږ له دې تعليمي نظامه فارغيدونکي زده کوونکي د هېواد له تاريخه، ارزښتونو او نواميسو خبر دي؟ آیا دا فارغين په يوازې تنه کولای شي دا هېواد وچلوي؟ پدې لسو کلونو کې پوهنتونه فارغ شوو زده کوونکو څومره کشفيات کړي؟ څومره يې په نړيوالو سياليو کې بريالي شوي دي؟ هڅه به وکړو پدې لیکنه کې دې او ورته نورو پوښتنو ته يو څه پام راواړوو.

تعليمي نظام – لومړئ برخه

په تعليمي نظام کې د بهرنيانو رول

نوره نړئ بهرني ښوونکي هڅوي، ځکه چې له زده کړې پرته له ځان سره کلتور، بهر په اړه علم، د هغه ځای اړيکې او نور راوړي، اوس د امنيت په بهانه هر څه بندوو نو داسې به وي لکه چې د هوا ککړوالي لپاره تير حکومت پنجشنبه رخصت کړه، اوس چهارشنبه او شنبه نيمه ورځ وي او جمعه او پنجشنبه ټوله رخصت وي، همداسې د امنيت په بهانه به ورو ورو د کاروبارونو دروازې تړو، ورسره به زموږ تعليم د بازار او د هېواد اړتياوو پر بنسټ نه بلکې بازار کې موجود بشري ځواک پر اساس وي، که هر څومره يوه مسلک ته اړتيا وي، ښوونکی يې نه وي، يا يوازې کم خلک وي، نو يا خو به ډېر ګران پريوزي او يا به يې هیڅوک د پيلولو جرات نه کوي.

آيا تعليمي نظام زموږ ذهني وده دروي؟

منظم تعليم ښه دی، ممکن د زده کوونکو لپاره تر ټولو ښه بديل هم وي، خو ټولنه او په ځانګړي ډول والدين بايد دا فکر ونه کړي چې اولاد ښوونځي يا پوهنتون ته ليږم نو له هر څه خلاص شوم، بايد ورسره دوامداره هڅه وکړي چې د ټولنې، کلتور او رواجونو هغه اړخونه هم وروښيي چې په ښوونځيو يا پوهنتونونو کې نه زده کيږي، او همدا وجه ده چې د زموږ او د نورو د کلتورونو هغه اړخونه له خطر سره مخ دي چې پدې نظام کې نه تدريسيږي.

د تعليم او دندې واټن

کله چې دا شخص يوې ادارې ته د کار لپاره مراجعه کوي، نو هلته نه د تاريخ او نه د تيوريو پوهه پکاريږي، هلته داسې پوښتنې مطرح کيږي چې دا شخص ځان پورې حيران کړي چې پوهنتون کې ما څه کړل، ادارې ترې د يوه کار تمه لري او پدې فکر وي چې دا شخص بايد له وړاندې د همدې کار اړونده مهارتونه ولري، پدا ډول حالاتو شخص د خپلې پوهې له اهميته زړه تورن کيږي او اداره د نوو فارغو يا بې تجربې کارکوونکو له استخدامه منکريږي.