مخابرات

مخابراتو وده، ادارې بايد څه وکړي؟ دوهمه برخه

د ځان پوهيدنې يا د څيړنو پر اساس د ملي پروګرامونو او ستراتيژيو جوړول بايد رواج شي، له خيراتي فکره بايد راووځو چې هر څه راته ډونرانو وويل نو پر هغې به درومو، ډيرې داسې پروژې او کارونه پدې هېواد کې روان دي چې ښايي د هغوی وسايل په بهتره چارو مصرف شي. وايي که چا درته وويل چې سپي دې غوږ يووړ، سپي پسې ځغلی که اول خپل غوږ ګوری، بايد پوه شو چې نور موږ ته څه وايي آیا رښتيا هم هغې ته اړتيا لرو که نه

مخابراتو وده، ادارې بايد څه وکړي؟ لومړئ برخه

يوه زمانه کې مخابراتي سکتور د ودې نمونه ګڼل کيده او تر ډيره دا بحث تر شمير او لاسرسئ محدود وو، خو که د سیکارتونو له شمیرو، لاينسنسونو او فريکونسئ له خرڅولو اخوا فکر وکړو، نو بیا د ودې نمونه دومره ښکلی نه ښکاري. مثلاً، انټرنېټ لپاره دوامداره هره مياشت پيسې ورکوئ، خو له کيفیت څخه يې ټول ناراضه دي، پيسې وهل کيږي خو چا ته شکايت وکړو، او دا يې هم د حل لاره نه ده چې هر څوک بايد په ځانګړي ډول ولاړ شي او دولت ته عارض شي

د افغانستان مخابراتو او ټکنالوژئ سکتور د دولت د بې کفايتئ ښکار که د شرکتونو يرغمل – اخيري برخه

دا زموږ د هېواد پر مخابراتي سکتور د ليکنو لړۍ دوهمه برخه ده، په لومړئ برخه کې موږ پر دوامداره وده او د ټکنالوژئ پر بدليدونکي حالت غږيدلي يو، (دلته يې ولولئ)، په دوهمه برخه کې پر کيفي خدمتونو، ضعيفه بشري ځواک، ضعيفه قانوني چوکاټ او تنوع پر نشتوالي غږيدلي يو (دلته يې ولولئ). پدې برخه کې د ډيټا مديريت پر نشتوالي يا محدوديت او پر تشبث غږيږو. 

د افغانستان مخابراتو او ټکنالوژئ سکتور د دولت د بې کفايتئ ښکار که د شرکتونو يرغمل – دوهمه برخه

دا زموږ د هېواد پر مخابراتي سکتور د ليکنو لړۍ دوهمه برخه ده، په لومړئ برخه کې موږ پر دوامداره وده او د ټکنالوژئ پر بدليدونکي حالت غږيدلي يو، پدې برخه کې کيفی خدمتونو، ضعيفه بشري ځواک، ضعيفه قانونی چوکاټ، او په صنعت کې د تنوع پر نشتوالي غږيږو.

د افغانستان مخابراتو او ټکنالوژئ سکتور د دولت د بې کفايتئ ښکار که د شرکتونو يرغمل – لومړئ برخه

د مخابراتي ټکنالوژئ لنډو څو لسيزو پرمختګونو مخابرات زموږ د ژوند يو نه بيليدونکی توکی کړ، زموږ ورځنی ژوند له مخابراتي وسيلې پرته نيمګړی او محدود دی، چې زموږ همدا ډيريدونکې اتکا دې سکتور شرکتونو ته ډيريدونکی واک او امکانات ورکړي دي. نن ټکنالوژي يوه وړتيا بښونکی وسيله ده، د ژوند هره چاره پرې آسانيږي، چې له همدې کبله که چيرې داسې چارې غښتلی قانوني چوکاټ او روښانه عملي لارښودونه ونه لري، نو تجاربو ښودلی چې لدې خدمت برابروونکو څخه ښاماران جوړيږي.