مشري

خپل آمر لړلو لپاره بهانې مه جوړوئ

په مسلکي ژوند کې به له ډيرو داسې خلکو سره مخ شوي ياست چې سپک يې در کتلي يا به يې کم ګڼلي ياست. يا به داسې آمرين به مو لیدلي وي چې په بیلابیلو شکلونو يې نورو ته سپکاوی کړی وي، ممکن د خلکو په وړاندې يې خپلو مادونانو ته سپکاوی کړی وي، شخصي حريم ته يې درناوی نه وي کړی، يا غيبت خو ډير عام دی، داسې حالات چې د يو چا نه شتون په صورت کې يې په اړه نامناسب غږيدلی وي.

دلته موږ پر دې غږيږو چې په مسلکي چاپيريال کې څرنګه د آمرينو دې نامناسب سلوک له کبله کاري چاپیريال خرابيږي، او د آمر په توګه څرنګه بايد خپل سلوک ته متوجه واوسئ.

په اداره کې د کار ښه نتيجه د خلکو نه بلکې د سيسټمونو له کبله وي

ادارې تل هڅه کوي چې تکړه او کاريګر خلک پیدا کړي او بيا د هغوی د کاري ظرفيت پر ښه کولو کار وکړي، چې عموماً د بشري منابعو لخوا د روزنو پر ورکولو خلاصيږي، چې عموماً د وخت پر مديريت، کاري ډلو پر کار او د افرادو پر خلاقيت او نورو ورته موضوعاتو راڅرخي. خو د نن کارکوونکي ته پر کتو چې کار يې خلاصون نه لري، ټوله ورځ بريښناليکونو ته ځوابونه وايي، په عملياتي چارو کې دخيل وي او پر حياتي/ کليدي لومړيتوبونو تمرکز نه شي کولای، نو که ووايو چې د کاري ظرفيت لوړولو دې انفرادي روزنو چندانې ښه نتيجه نه ده لرلی نو بده به مو نه وي ويلي.

ژبه او مفاهمه

داسې ګڼل کيږي چې که غواړئ چې بله ژبه زده کړئ نو تر ټولو ښه او آسانه لار يې داده چې په خپله ژبه کې مهارت تر لاسه کړئ، ويل کيږي هغوی چې خپله مورنۍ ژبه يې ښه زده وي په بهتره توګه کولای شي بهرنۍ ژبه زده کړي.

مفاهمه په ژبه کې نشي راغونډيدلای يا په بله وينا هغه څه چې زه يې وايم په اوو زرو نورو ژبو کې هم له بیلو ټکو او عنوانونو سره بيانيدلی شي، خو د اغېزمنې مفاهمې لپاره د ژبې غنا مهمه مګر حتمي نه ده.

دولتي چارې – پروسه که نتايج

دولت لپاره ولې پروسې مهم دي، ځکه چې دولت خپل صلاحيت خرڅوي، او هر چارواکی پر يوه موقف او چوکۍ ناست وي او خلکو د هغې چوکۍ لاسليک يا “اجازه” پکار وي، يعنې د دغې چوکۍ اشغالوونکی د دولت په استازيتوب دا صلاحيت لري چې تاسې ته د اجازه درکړي، نو کله چې موږ د دولت له اړخه نتيجه تعريفوو نو د هغه لاسليکونو لاسته راوړل يا پروسو څخه تيريدل مو هدف وي چې د دولت يا دولتي ادارې په چوکاټ کې بايد طی شي

راويښيدل – د چاپير له فکر خلاصون

د دې ليکنې هدف، څرنګه کولای شو لدې متل “چيرې چې اوسی په خوی به د هغوی سی” څخه ځان خلاص کړو.

بشري خواص په نړيواله توګه يو ډول وي، زموږ په اصطلاح کې به ورته “پر واقعيتونو سترګې پټول”، څوک به ورته “د فيل په غوږ کې ويديدل”، “څوک به ورته د فيل مرغ په څير په شګو کې سر خښول” او يا څوک به ورته “د پيشو په ليدلو د کوترې په څير د سترګو پټول” وايي، خو خبره ټوله همدې ته راځي چې پر داسې معلوماتو سترګې پټول دي چې د شخص پر مزاج برابر نه وي.

د باارزښته کارکوونکو اته نښې، څرنګه باارزښته کارکوونکي وپيژنئ؟

ادارې تل هڅه کوي چې تکړه او کاريګر خلک پیدا کړي او بيا د هغوی د کاري ظرفيت پر ښه کولو کار وکړي، چې عموماً د بشري منابعو لخوا د روزنو پر ورکولو خلاصيږي، چې عموماً د وخت پر مديريت، کاري ډلو پر کار او د افرادو پر خلاقيت او نورو ورته موضوعاتو راڅرخي. خو د نن کارکوونکي ته پر کتو چې کار يې خلاصون نه لري، ټوله ورځ بريښناليکونو ته ځوابونه وايي، په عملياتي چارو کې دخيل وي او پر حياتي/ کليدي لومړيتوبونو تمرکز نه شي کولای، نو که ووايو چې د کاري ظرفيت لوړولو دې انفرادي روزنو چندانې ښه نتيجه نه ده لرلی نو بده به مو نه وي ويلي.

له مدیريته تر مشرۍ، توپير او ورتګ

مشري له خلکو سره کار کول وي او خلک ستاسې صداقت، انسانیت او عموماً اخلاقي او سلوکي اړخونو ته ګوري، نو ځکه کله چې موږ له مشرۍ غږيږو نو داسې ګڼو چې تاسې له خلکو سره د کار کولو مهارت لرئ او خلک ستاسې خبرې ته ارزښت ورکوي، نو که څوک نه وي نو مشري پر چا کړی يا که چيرې خلک له تاسې ګوزاره نه کړي نو مشري چيرې کوئ.

له بحران وروسته په خوندي او آرامه ډول د کارځايونو پرانيستل

لکه څرنګه چې موږ په کراره له قرنطينه او کورونو کې له ناستې څخه راوځو، بهتره ده چې د خپلو همکارانو، کارکوونکو او ځانونو خوندتيا لپاره ځينې ټکي په پام کې ونيسو. سره لدې چې حکومتونه د تګ راتګ قیدونه په کراره ليرې کوي، خو دا پدې معنا نه ده چې دا روغتيايي بحران له منځه تللی دی يا د بیرته راستنیدو امکان يې کم شوی دی.

له پوهې ويره

دا بحث د علم او عمل تر منځ راڅرخي، چې پوهه ولې او آیا ډيره پوهه د ښه عمل سبب ګرځي او آیا ناپوهي بده ده. زموږ تاريخ فزيکي زور افسانوي کړی دی، هر اتل قهرمان مو فزيکي زور څښتن وو، ښايي يو دليل يې دا وي چې د فزيکي زور ارزول او تلل آسانه دي او يا ښايي لدې کبله وي چې دا يوه بې سواده ټولنه وه او ده او د زور او مال قدر پکې ډير وو او تر ډيره اوس يې هم قدر شته.

ډير کار که لږ خو ځيرکه کار

نړۍ له روغتيايي وبا سره لاس او ګريوان ده، او داسې ښکاري چې په نږدې وختونو کې دا وبا پر ورکيدو هم نه ده، او آن که دا وبا ورکه هم شي بيا يې هم د انسان پر سلوکونو او کاروبارونو تلپاتې اغېزې پريښودی، دلته موږ د کار پر ډول غږيږو، دا څیړو چې آیا دا ښه ده چې د شپې تر اتو په دفتر کې ياست يا د خپلو لومړيتوبونو پر اساس لږ خو د لوړې اغېزې کار وکړئ.

د ښې مشرۍ لپاره دا ۱۱ عادتونه خپل کړئ

تر اوسه دا پوښتنه شته چې مشري زده کيږي يا موروثي وي، خو نوی څيړنې ښيي چې که چيرې د مشرۍ مهارتونو پر دريو برخو وويشل شي نو يوه يې موروثي او دوه برخی يې زده کړې پر اساس وي، نو د هغوی لپاره چې د ښې مشرۍ په لټه کې دي، مشري يو زده کيدونکی مهارت دی، يا پر بله وينا له دوامدارې هڅې سره هر څوک ښه مشر کيدای شي.

څرنګه په عامه وينا او پريزنټشن کې پراعتماده او باوري واوسئ

پدې ليکنه کې موږ پر دې غږيږو چې څرنګه کولای شئ د وينا پر مهال له ځان څخه باور وښاياست، او پراعتماده اوسئ، څيړنې ښيي چې اوریدونکي د ويناوال او مشر په اړه په لومړئ څو ثانيو کې خپل نظر ټاکي، يعنې په دې څو ثانيو کې دا ټاکي چې آیا د باور وړ ياست يا نه، او دا ټاکنه تر ډيره ستاسې پر ښود او ظاهري بڼه ده. څه چې واياست او څرنګه يې واياست دواړه يو تر بله مهم دي

غوره آمرين دا لس (۱۰) خواص لري – د ګوګل څيړنه

Google له لسو ډيرو کلونو لپاره، د اکسیجن په نامه څیړنې ترسره کړه؛ موخه یې څه وه؟ تر څو معلوم کړي چې کوم څیزونه د ښه آمر یا مدیر ځانګړتیاوې تشکیلوي. او دوې خپلو رئیسانو او مدیرانو ته هغه ځانګړنې وروښيي؛ له همدې کبله نن ګوګل نړۍ لپاره د ښه کاري چاپیریال بیلګه ده.

مشر له څه جوړ وي؟ اخيري برخه

پدې درې برخو لیکنه کې موږ د مشرئ له نقطې نظره د احساساتو پر ځيرکتيا وغږیدو، لومړئ برخه پر اساساتو او پيژندنه، او دوهمه برخه پر ځان پیژندنی، پر ځان واک لرلو او هڅونه متمرکزه وه، پدې برخه کې موږ پر خواخوږئ او ټولنيز مهارت غږيږي، او همداسې دا پوښتنه څيړو چې آیا احساساتو ځيرکتیا زده کیدای شي؟

مشر له څه جوړ وي؟ دوهمه برخه

مشري د نن د پرمختګ يو تر ټولو مهم اصل دی، مهمه نه ده چې هر مشر دی د بې شمېره خلکو د مشرئ دعويدار وي، خو د مشرئ مشخصات او سلوکونه درلودل د هر شخص د ودې او پرمختګ لپاره يو اصل دی، موږ دلته د احساساتي ځيرکتيا په رڼا کې د مشرئ پر پنځو مهمو عنصرونو غږيږو

مشر له څه جوړ وي؟ – لومړئ برخه

ښه مشران له عادي څه توپير لري؟ موږ دلته پر دې موضوع بحث کوو، دا توپير پر پوهه يا تخنيکي مهارتونو اساس نه دی. دا د احساساتو پر هوښيارتيا/ځيرکتيا (Emotional Intelligence) بنا دی: د پنځه مهارتونو ټولګه چې مشر ته د خپل او خپلو پيروانانو کار بهترولو توان ورکوي. کله چې په يوه شرکت کې د يوه مشر مدير څانګی د احساساتو ځيرکتيا توانونه ټاکلی اندازې ته ورسيږي نو دوی له نورو څانګو شل فيصده بهتره کار کوي.

مدير که مشر

د مشرئ او مديريت اصطلاح د يو بل پر ځای کاريږي، خو دواړه فرق لري، په مديريت کې پر معلومو اصولو او کړو وړو يو شخص له يوه ځايه بل ته رهنمايي کول وي، او په مشرئ کې له نورو سره د بحثونو او مشورو له لارې کار کول وي تر څو له يو نقطې بلې ته رهنمايي شي.

د مشر په توګه دا لس مهارتونه خپل کړئ، چې نور درپسې ودريږي

د دې ټول بحث نتیجه داده چې ريښتينولي، د خپلو نيمګړتياوو منل، نورو ته درناوی، خبرو ته يې ارزښت ورکول، ترې مرسته غوښتل، مخ نه بدلول او دوامداره زده کړه د مشرئ ځينې تلپاتې او مهم خصوصيتونه دي، که يو څوک غواړي چې د مشرئ مقام ته ورسيږي او هلته پاتې شي، ادارې ته ګټه راوړي، نو بهتره ده چې له عقل او پوهې سره خپل اخلاق او سلوک هم سم کړي.

آيا د مشر لپاره تخنيکي پوهه ضرور ده؟

د دې ټول بحث په رڼا دا پوښتنه به دومره ساده هو! نه! ځواب ونه لري خو که چيرې مشري پر تخنيکي پوهو متکي وي نو په هغه صورت کې تخنيکي پوهه ضرور ده ورسره مشر ضرور نه ده چې هر فن مولا وي او په هر څه پوه شي، خو د سياسي مداريانو په څېر نه څوک وغولوي چې وښايي پر هر څه پوهيږي او نه بايد د تفکر او ابتکار دعويداران د مشرئ ټيکه داران شي، مشرئ که تر ټولو مهم اصل ريښتينولي او پر هغه اصولو باور دی کومو لپاره چې مبارزه کيږي يا يې ډنډوره وهل کيږي، هر کله چې مو خپلو پيروانانو ته دا باور ورکړ چې ريښتوني ياست تخنيکي پوهه د سلاکارانو او نورو لارو لاسته راوړل کيدای شي.