موږ د ماشومانو آنلاين خوندي ساتلو او بهتره استعمال په اړه د ليکنو لړۍ پیله کړې ده، دا د دې لړۍ دوهمه ليکنه ده، دا ليکنې په اساسي توګه د ملګرو ملتونو د مخابراتو نړيوالې اتحاديې او نورو اړونده لارښودو او بهتره استعمال لارو چارو په رڼا کې ليکل شوي دي، چې کولای شي له استعمالوونکي سره د دی وسيلو په بهتره استعمال کې مرسته وکړي.
دې لړۍ کې ماشومانو، د هغوی والدینو او نورو اړونده ادارو لپاره لارښوونی او وړانديزونه شته چې څرنګه ماشومان/ځوانان او زلمکيان آنلاين وساتي او وکولای شي له انټرنېټ او اړونده وسيلو څخه زده کړه ييزه، صحي او بهتره ګټه واخلي.