ټکنالوژي وده

آیا نړۍ موږ ته دريږي

د مريخ د تسخير بحثونه روان دي، او ښايي تر ۲۰۳۰ پورې هلته د بشر ليږلو هڅه وشي، د ځوان او غښتلي پاتې کيدو لپاره نانوټيک او روبوټس جوړيږي، کور په کور ماشينونو سپارلو لپاره کار کيږي چې د کور په چارو کې مرسته وکړي، هند کې د ښوونځي نجونې چې تر ټولو مشره يې ۱۵ کلنه وه کوچنۍ سپوږمکۍ جوړوي خپلو ساينسپوهانو ته يې ورکوي چې فضا ته يې ليږي تر څو د هوا حالات د هيواد له دهقانانو سره شريک کړي.

۱- د عامه کړنلارو يا پاليسيو ناکامۍ پنځه اساسي لاملونه

دلته موږ پر هغه عمومي لاملونو او توکو غږيږو چې د عامه کړنلارو اغيزمنتيا محدودوي، او عموماً د دوی په پام کې نه نيولو له کبله خپلو پايلو ته نه رسيږو، چې په دې لاملونو کې (۱) د معلوماتو محدوديت، (۲) د پوهې محدوديت، (۳) د زيرمو محدوديت، (۴) اداري محدوديت، او (۵) (که چيرې د ولسواکۍ يا د ټاکونکو بحث وي نو) د رای ورکوونکی منطق محدوديت شامل دي. دا پنځه ستونزې له يو بل سره اړيکه لري، او په شريکه له دوه اړخه، د غلطو اهدافو ټاکنه او ټاکل شوو اهدافو ته په رسيدنه کې د دولت يا عامه پاليسئ د ناکامۍ سبب ګرځي.

پر ټکنالوژئ اتکا او خپلواکي

وينا کا چې د خپلواکۍ ګټل آسانه خو پالل يې ستونزمن دي، يوه زمانه کې به هېوادونو د خپلواکۍ او پر ځان بسيايينې پر لور کار کاوه، خو وروسته خلک هوښیار شو ويې ويل چې له نورو پرته ګوزاره نه کيږي نو د نن په زمانه کې بهتره هېواد هغه دی چې نورو ته د باور وړ وي، نړۍ فکر وکړي چې کاروبار/ راشه درشه/ راکړه ورکړه ورسره کولای شي چې له کبله يې نړۍ پر يو بل د اتکا په لور روانه ده، پر ځان له بسيايينې ځکه تير شو چې فکر يې وکړ هغه څه چې زه په بل هېواد کې ارزانه موندلای شم ولې پرې خپل نفوس بوخت کړم.

د افغانستان معلوماتي ټکنالوژئ کړنلاره د نااهلۍ ښکار

ټکنالوژي په ځانګړي ډول معلوماتي ټکنالوژي د خپل «فيشني توب» او دوامداره ودې له کبله ډيرو لپاره په زړه پورې بحث او سکتور دی، سره چې زموږ د ژوند هره برخه د ټکنالوژۍ د اغېزې لاندې ده، خو په ملي کچه د سکتور او ټکنالوژۍ مديريت يو مسلکي چاره او بحث دی، چې بدبختانه حکومتونو نااهلو ته سپارلی او سليقوي سلوک ورسره کيږي.