پروژې مديريت

په کاري ډله کې مسؤليت رواجول

زموږ څيړنې ښيي، چې په دريو کې دوه مديران غواړي چې کاري ډله يې خوښه کړي، نسبت دې ته چې نتايج لاسته راوړي.

يو ځل چې مو دا شهرت ترلاسه کړ چې تاسې له نرمۍ کار اخلئ، بيا بيرته پر لار برابريدل سختيږي. ښه خبره داده چې يو ځل مو اړتيا احساس کړه، بيا کولای شئ له سره يې پيل کړئ. موږ دلته له داسې پنځو ګامونو يادونه کوو، چې ستاسې مشري به بدله او په کاري ډله کې به مو حسابدهي رواج کړي، پداسې صورت کې چې دا کار مو پخوا نه وي کړی.

په قضاوت کې عجله مه کوئ

ژباړه: عبدالواحد سهاک هره پروژه ستونزې رامنځته کوي. د غوره حل د موندلو لپاره، د پروژی مدیران باید دوه ډوله فکرونه وکاروی: پراخيدونکی فکر او متمرکز/راټولیدونکی فکر. د نظرونو رامنځته کول پراخيدونکی فکر دی، د دوی ارزونه او غوره کول… Read More ›

سمې تګلارې ټاکل

موږ د پروژی د مدیریت له مسلکيانو څخه پوښتنه وکړه: تاسو څرنګه دا پریکړه کوئ چی د پروژی د پياده کولو لپاره له کومی کړنلارې/ میتودولوژئ کار واخلئ؟

دا بحث د پروژې مديريت رواجي کړنلارې يا واټرفال (Waterfall) او نوې کړنلارې اجایل (Agile) تر منځ‌ دی. د دې دواړو کړنلارو تر ټولو لوی توپير د بدلون منل دي، داسې ګڼل کيږي چې د پروژې رواجي مديريتي پروسه د بدلون په منلو کې سسته ده او عموماً داسې صنعتونو او پروژو لپاره ښه نتیجه ورکوي چې له لومړني پلان څخه د پروژې تر پايه محدود بدلونونه مني لکه ودانيو جوړول، سرکونه، او نور داسې کارونه چې له پيل څخه يې پلانول نسبتاً آسانه وي.

د پروژې د کاميابئ بیلابيل رنګونه

کله چې بحث پروژې مديريت ته راشي نو بریالیتوب ډیر تعریفونه لري. د ځنيو پروژې مدیرانو لپاره، اندازه کیدونکی يو څه دي لکه د یوی پروژی لوړه فیصدی کار په خپل وخت او بودیجه کې پوره شي. نور بريالیتوب ته د اغیزمن افهام او تفهیم او د ښکيلو خواوو بهتره د مديريت پر سترګو ګوري. موږ له مسلکيانو وپوښتل چې تاسې برياليتوب څنګه تعريفوئ ؟

پراخه نړۍ، څرنګه له نړيوالو مختلطو ډلو سره کار وکړو

زما په يوه اوسنئ پروژه کې له امريکا، انګلستان، هانګ کانګ، هند او اسټراليا څخه خلکو ګډون کاوه، چې د ټولو حاضرول يو ستونزمن حالت وو، اخيره کې مو حالت داسې برابر کړ هغوی چې وخت ورته نامناسب وو يوازې محدود او مهم وخت لپاره له موږ سره شريکيدل. ځان پوه کړئ چې د ډلی کوم غړي په نامناسب وخت کې له تاسې سره شريکيږي، او ورسره وګورئ که چيرې کولای شئ چې د پروژې ډلی په دوه مهمو وختونو وويشئ.