پروژې ډله

په کاري ډله کې مسؤليت رواجول

زموږ څيړنې ښيي، چې په دريو کې دوه مديران غواړي چې کاري ډله يې خوښه کړي، نسبت دې ته چې نتايج لاسته راوړي.

يو ځل چې مو دا شهرت ترلاسه کړ چې تاسې له نرمۍ کار اخلئ، بيا بيرته پر لار برابريدل سختيږي. ښه خبره داده چې يو ځل مو اړتيا احساس کړه، بيا کولای شئ له سره يې پيل کړئ. موږ دلته له داسې پنځو ګامونو يادونه کوو، چې ستاسې مشري به بدله او په کاري ډله کې به مو حسابدهي رواج کړي، پداسې صورت کې چې دا کار مو پخوا نه وي کړی.

سمې تګلارې ټاکل

موږ د پروژی د مدیریت له مسلکيانو څخه پوښتنه وکړه: تاسو څرنګه دا پریکړه کوئ چی د پروژی د پياده کولو لپاره له کومی کړنلارې/ میتودولوژئ کار واخلئ؟

دا بحث د پروژې مديريت رواجي کړنلارې يا واټرفال (Waterfall) او نوې کړنلارې اجایل (Agile) تر منځ‌ دی. د دې دواړو کړنلارو تر ټولو لوی توپير د بدلون منل دي، داسې ګڼل کيږي چې د پروژې رواجي مديريتي پروسه د بدلون په منلو کې سسته ده او عموماً داسې صنعتونو او پروژو لپاره ښه نتیجه ورکوي چې له لومړني پلان څخه د پروژې تر پايه محدود بدلونونه مني لکه ودانيو جوړول، سرکونه، او نور داسې کارونه چې له پيل څخه يې پلانول نسبتاً آسانه وي.

پروژې) ستراتيژئ دوامداره مهم ساتل)

موږ د پروژی مدیریت مسلکيانو څخه وپوښتل: چې څرنګه کولای شو د کاري ډلې غړي پدې قانع کړو چې د پروژې په ټولو پړاوونو کې ستراتيژيک فکر وکړي – او کله چې احساس کړي د پروژې تجارتي/ کاروباري اړخ او ارزښت ضعیفه شوی، وغږيږي. 

پراخه نړۍ، څرنګه له نړيوالو مختلطو ډلو سره کار وکړو

زما په يوه اوسنئ پروژه کې له امريکا، انګلستان، هانګ کانګ، هند او اسټراليا څخه خلکو ګډون کاوه، چې د ټولو حاضرول يو ستونزمن حالت وو، اخيره کې مو حالت داسې برابر کړ هغوی چې وخت ورته نامناسب وو يوازې محدود او مهم وخت لپاره له موږ سره شريکيدل. ځان پوه کړئ چې د ډلی کوم غړي په نامناسب وخت کې له تاسې سره شريکيږي، او ورسره وګورئ که چيرې کولای شئ چې د پروژې ډلی په دوه مهمو وختونو وويشئ.