پر سوشل ميډيا شريکول

پر ذهن د ټولنيزه رسنیو (سوشل ميډيا) استعمال اغیزې – څيړنی څه وايي

ستاسې پر ذهني هوساينې او فکري آرامئ د فيسبوک، ټويټر يا انسټاګرام او نورو اغېزو په اړه ساينسي څيړنې څه وايي.

د نړۍ نږدې ۴۰٪ نفوس آنلاين سوشل يا ټولنيزه ميډيا/رسنۍ کاروي، فيسبوک وايي چې دوه نيم ميليارده فعاله کاروونکي لري، د نړۍ دا ولس د ورځې نږدې دوه ساعته پر لايکولو، ټويټ، عکسونو شریکولو او نورو مصرفوي،

دولتي مامورين او فیسبوک

يو زمانه کې يوازې ټليفون رسمي وو، ورپسې بريښنالیک/ ایمیل هم ورسره مل شو چې ادارې ته له راتګ سره سم به تاسې ته دواړه درکول کیدل، نن سبا پدې منډه کې د ټويټر حساب هم شامل دی، ښه بيلګه يې د خبريالانو ټويټر حسابونه وي، چې له خپل نوم سره له چا لپاره چې کار کوي هم ليکي، کله چې له دې ځايه ولاړ شي، نو رسمي ټليفون او بريښنالیک ادارې ته پريږدي او نور بدل کړي.