هر انسان تمايلات لري، له تمايلاتو هدف خاص فکر او خاص سلوکونه لري، په يوه خاص چاپيريال او دايره کې له خاصو خلکو سره اوسيږي، دا ټول د ده پر کړه وړو اغيزه کړي، او کله کله چې پوه شي چې له دې دايرې وتل ما له ستونزو او ننګونو سره مخ کوي، نو له دې دايرې نه وځي او هغوی چې د ده له فکر سره مخالف نظر ولري يا لدې دايرې بهر ژوند کوي، نيمګړې او فاسد يې بولي.
Communication Mistakes
د مفاهمې پنځه وژونکې خطاوی
مفاهمه يو زده کيدونکی مهارت دی، چې دوامداره هڅې او ارزښتونو پيژندلو ته اړتيا لري، زه داسې ډېر خلک پيژنم چې د لنډې ګټې يا نږدې تير ويستلو لپاره خپل اوږدمهاله اعتبار له لاسه ورکوي، موږ ټول غواړو چې پوه شو او پوه کړو، خو لومړې بايد پخپله پوه شم چې بل په څه پوه کړم