Education

د برياليتوب اوږد مزل

موږ د نن ورځې د خرابۍ له کبله ټول ژوند خراب ګڼو، پر خپلو پخوانيو لاسته راوړنو او احسانونو سترګې پټوو او راتلونکي په اړه ناهيلې کيږو، که پرون تير شو، نن به هم تير شي، خو تاسې سبا ته له کوم فکر سره ځئ، يا د پخواني يوناني فيلسوف سنيکا پر وينا (نيکبختي د تيارئ له فرصت سره ليدل دي)، نيکبخته هغوی دي چې د فرصت پر مهال تيار وي، او تياري پر ځان دوامداره کار دی.
زده کړه يوه دوامداره پروسه ده، خو څرنګه چې ښوونځي او پوهنتونونه د زده کړې پر خرڅلاوو راڅرخي، خلکو ته دا فکر ورکوي يا تر ډيره خلکو دا فکر اخيستی چې زده کړه يوازې تر همدې دوو محدوده ده، يا له زده کړې هدف یوازې همدا دوه ځايونه يا اړونده موضوعات دي

دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب

لکه څرنګه چې وخت بدليږي، همداسې له دې وخت سره د مهارتونو، کارونو اجرا او خلکو تمې هم بدليږي، هغه څه چې تاسې څلور پنځه کاله وړاندې زده کړې وي، ښايي له هغې ډير بهتره څه اوس رواج وي.

زده کړه يوه دوامداره پروسه ده، خو څرنګه چې ښوونځي او پوهنتونونه د زده کړې پر خرڅلاوو راڅرخي، خلکو ته دا فکر ورکوي يا تر ډيره خلکو دا فکر اخيستی چې زده کړه يوازې تر همدې دوو محدوده ده، يا له زده کړې هدف یوازې همدا دوه ځايونه يا اړونده موضوعات دي

پر جنجالي موضوعاتو غږيږئ: دې ټکو ته پام وکړئ

انساني سلوکونه او تجربې ښيي چې د خلکو پر جنجالی موضوعاتو بحث نه خوښيږي، يوه نوی څيړنه وايي چې په کاري چاپیريال کې هم خلک فکر کوي چې پر جنجالي موضوعاتو غږيدنه خوندي نه ده او مسلکي تاوانونه لرلی شي. لدې سره بل بحث له چا سره دا بحث کوئ، اکثره وختونه د بحث له موضوع اخوا د مقابل اړخ په اړه زموږ فکر دی، داسې ګڼل کيږي چې کله موږ پر جنجالي موضوعاتو غږيږو نو عموماً مقابل لوري ته منفي ګورو.

زده کړو ولسي کيدل 

عامه تعليم يا د ښوونځيو له لارې برابريدونکی زده کړې تر ډيره دولت لپاره د ملت جوړونې او خپل فکر عام کولو وسيله وي، په غرب کې له دومره ساينسي ببولالو سره بيا هم د ډاروين ارتقا تيورۍ په وړاندې مخالفت بد ګڼل کيږي، او ساينس تر ډيره پر همدې فکر بنا دی، سره لدې چي ډيرو څيړنو دا تيوري تر پوښتنو لاندې راوستی ده، او له ښوونځيو څخه يې د ويستلو يا لږ تر لږه د مخالفو تيوريو شاملولو وړانديزونه کړي دي، خو د نوو تيوريو مذهبي کیدو له ويرې يا له نصاب څخه د مذهب ليرې ساتلو فکر له کبله نوی تيورۍ په نصاب کې کمې شامليږي

د باور او مفکورې جهل

د دا ډول نظامونو پر وړاندې منطق په پيل کې ډير کار نه کړي، وروسته يې سر ته عقل خيژي، خو چې کله به هوښيار شي، تر هغې يې د ډيرو زړه شين کړی وي، د دا ډول حکومتونو چارواکو څخه يوازې دوه هيلې کيدای شي، يوه دا چې لږ تر لږه دومره جرات او زړه پيدا کړئ چې خپله نااهلي او ناپوهي په عقيده کې مه پټوئ او دوهم، نړۍ دارالاسباب ده، دلته د شخص او هېوادونو برياليتوب پر وسايلو وي، پوهه مهارتونه دا ټول وسايل دي، مهمه نه ده چې څوک دې پر کومه عقيده وي خو که وسايل ونه لري زموږ غوندې به خوار او زار وي.

هېوادونو وده او پوهه

په تاريخي لحاظ هم داسې بيلګې شته چيرې چې پر پوهه او د هغې له برکته پر پيدا کيدونکو ټکنالوژيو ضعيفه پانګونه د امپراطوريو د وروسته والي سبب ګرځي، داسې ګڼل کيږي چې انګلستان له امپراطورۍ څخه د غورځيدو يو لامل د هغوی په عامه پوهنه کې سسته پانګونه وه، ولس يې بيسواده او له نورو وروسته پاتې شو، د عثماني خلافت په اړه هم دا ويل کيږي چې د نوو ټکنالوژيو په قبلولو کې سست وو.

تعليمي نظام – لومړئ برخه

زموږ تعليمی نظام د زده کوونکي په ښوونځي کې له شاملېدو پيليږي او له پوهنتونه پر فراغت پای ته رسيږي، دلته له دې مواردو صرفنظر چې څومره افغانانو ته دا امکان برابر دی چې د تعليم دا لړۍ همداسې بې له خنډه پوره کړي، پوښتنه داده چې دا فارغيدونکي دې هېواد پرمختګ، ځان ساتنې او په ښه لور رهبري کولو ته اوږه ورکولای شي يا نه؟ آیا زموږ له دې تعليمي نظامه فارغيدونکي زده کوونکي د هېواد له تاريخه، ارزښتونو او نواميسو خبر دي؟ آیا دا فارغين په يوازې تنه کولای شي دا هېواد وچلوي؟ پدې لسو کلونو کې پوهنتونه فارغ شوو زده کوونکو څومره کشفيات کړي؟ څومره يې په نړيوالو سياليو کې بريالي شوي دي؟ هڅه به وکړو پدې لیکنه کې دې او ورته نورو پوښتنو ته يو څه پام راواړوو.

په تعليمي نظام کې د بهرنيانو رول

نوره نړئ بهرني ښوونکي هڅوي، ځکه چې له زده کړې پرته له ځان سره کلتور، بهر په اړه علم، د هغه ځای اړيکې او نور راوړي، اوس د امنيت په بهانه هر څه بندوو نو داسې به وي لکه چې د هوا ککړوالي لپاره تير حکومت پنجشنبه رخصت کړه، اوس چهارشنبه او شنبه نيمه ورځ وي او جمعه او پنجشنبه ټوله رخصت وي، همداسې د امنيت په بهانه به ورو ورو د کاروبارونو دروازې تړو، ورسره به زموږ تعليم د بازار او د هېواد اړتياوو پر بنسټ نه بلکې بازار کې موجود بشري ځواک پر اساس وي، که هر څومره يوه مسلک ته اړتيا وي، ښوونکی يې نه وي، يا يوازې کم خلک وي، نو يا خو به ډېر ګران پريوزي او يا به يې هیڅوک د پيلولو جرات نه کوي.

آيا تعليمي نظام زموږ ذهني وده دروي؟

منظم تعليم ښه دی، ممکن د زده کوونکو لپاره تر ټولو ښه بديل هم وي، خو ټولنه او په ځانګړي ډول والدين بايد دا فکر ونه کړي چې اولاد ښوونځي يا پوهنتون ته ليږم نو له هر څه خلاص شوم، بايد ورسره دوامداره هڅه وکړي چې د ټولنې، کلتور او رواجونو هغه اړخونه هم وروښيي چې په ښوونځيو يا پوهنتونونو کې نه زده کيږي، او همدا وجه ده چې د زموږ او د نورو د کلتورونو هغه اړخونه له خطر سره مخ دي چې پدې نظام کې نه تدريسيږي.

تعليم او تمی

اکثره ځوانان درس ته په عموم او پوهنتونونو ته په ځانګړي ډول د کار موندنی يوې وسيلې په توګه ګوري، اکثره دا فکر کوي چې کله زه له پوهنتونه فارغ شم دا دولت يا لويو ادارو مسؤليت دی چې ما پر وظيفه کاندي، يا ما خپل مسؤليت ادا کړ او سند مې حاصل کړ اوس بايد دا دولت ما پسې منډی ووهي چې که زه ورسره چيرې کار وکړم.