eNID Afghanistan

الکترونيکي تذکره او بې ځايه معلومات

له يوې مودې راهيسې دولت ولس ته د الکترونيکي تذکرې ويش پيل کړی دی او تيره اونۍ يې ويل چې تر اوسه يو ميليون وګړو دا تذکرې اخيستی دي، پدې لیکنه کې موږ د دې تذکرې پر ارزښت غږيږو او ورسره دا هم څيړو چې څرنګه دولت د اړونده اداره کولای شي د اوسني حالت برخلاف دا چاره په بهتره توګه پرمخ يوسي.

تر هر څه وړاندې بايد پر دې پوه شو چې تذکره ولې ويشل کيږي، تذکره د ولس بااعتباره معلوماتو لرلو لپاره ويشل کيږي، او هر معلومات یو ډول ارزښت نه لري، نو ځکه مخکې لدې چې د تذکرې ويش مطرح شي دا بايد وټاکل شي چې څه ډول معلوماتو راټولولو ته اړتيا لرو، څرنګه يې راټول کړو او ولې او پر دې معلوماتو به څه کړو.

فرصتونه او نتیجه – تذکره که د نفوسو احوال، پر الکترونيکي تذکرې مقايسوي او تحليلي کتنه – اخيري برخه

د ولس ثبت شخصي او دولتي دواړو سکتورونو ته ګټی راوړي، او د مؤثريت او ځوابدهئ پر ښه کولو د خدمتونو وړاندې کول بهتروي. نو ځکه لدې پروګرامونو دا تمه وي چې څو ډوله عمليې لکه مالي، روغتيايي او زراعتي خدمتونه وړاندې کړي، همداسې د پيژندنی پروګرامونه په ټاکنو، عامه بهترئ، څارنی او امنيت لپاره هم ګټه لري، او له سرحدونو اخوا سفر آسانولو کې هم ونډه لرلای شي.

ننګونی او ستونزی – تذکره که د نفوسو احوال، پر الکترونيکي تذکرې مقايسوي او تحليلي کتنه – څلورمه برخه

د پيژندنی ملی پروژې له ځان سره بيشميره ننګونی او ستونزې راوړي، د ننګونو په دوهمه برخه کې موږ د پوښښ، بشري خطاوو، مالي لګښتونو او نورو ورته ستونزو په اغيزو غږيږو

ننګونی او ستونزی – تذکره که د نفوسو احوال، پر الکترونيکي تذکرې مقايسوي او تحليلي کتنه – درېيمه برخه

دا ډول لویې ملي پروژې له ځان سره بيشمېره ننګونی او ستونزی راوړي، که چيرې په بهتره توګه مديريت نه شي نو د پروژې بقا له جدي ستونزې سره مخ کوي.

طراحي او پیاده کول – تذکره که د نفوسو احوال، پر الکترونيکي تذکرې مقايسوي او تحليلي کتنه – دوهمه برخه

اکثره هېوادونه چې دا ډول چارو ته يې لاس اچولی وي، له وړاندې ځان سره ټاکي چې هدف يې له معلوماتو دی او که د فيشني تذکرو ويشل دي، د نن د پوهې په زمانه کې د معلوماتو ارزښت له نور هر وخت ډېر دی، حکومتونه پر ولسونو له دوو لارو واک ساتي، د نفوس احوال او د دارايو احوال، او کله چې يې چا ته ماغزه خراب شي نو هم ترې هويت واخلي او هم يې له دارايو بې برخې کړي.

پيژندنه – تذکره که د نفوسو احوال، پر الکترونيکي تذکرې مقايسوي او تحليلي کتنه – لومړئ برخه

پدې ليکنه کې موږ هڅه کوو چې د نړيوالو ورته پروګرامونو ته پر کتو د افغانستان الکترونيکي تذکرې پر پروګرام هم وغږيږو، او وګورو چې د افغانستان په څېر غريب او محروم هېواد کې له سياسي مداريتوبه او حکومتي اعلانونو اخوا څه ګټی راوړلای شي، موږ د دا ډول پروګرامونو پر ارزښت، ننګونو او فرصتونو وغږيږو، او د بحث په جريان کې يو څه نړیوالې بيلګی هم رااخلو.