ID systems

فرصتونه او نتیجه – تذکره که د نفوسو احوال، پر الکترونيکي تذکرې مقايسوي او تحليلي کتنه – اخيري برخه

د ولس ثبت شخصي او دولتي دواړو سکتورونو ته ګټی راوړي، او د مؤثريت او ځوابدهئ پر ښه کولو د خدمتونو وړاندې کول بهتروي. نو ځکه لدې پروګرامونو دا تمه وي چې څو ډوله عمليې لکه مالي، روغتيايي او زراعتي خدمتونه وړاندې کړي، همداسې د پيژندنی پروګرامونه په ټاکنو، عامه بهترئ، څارنی او امنيت لپاره هم ګټه لري، او له سرحدونو اخوا سفر آسانولو کې هم ونډه لرلای شي.

ننګونی او ستونزی – تذکره که د نفوسو احوال، پر الکترونيکي تذکرې مقايسوي او تحليلي کتنه – څلورمه برخه

د پيژندنی ملی پروژې له ځان سره بيشميره ننګونی او ستونزې راوړي، د ننګونو په دوهمه برخه کې موږ د پوښښ، بشري خطاوو، مالي لګښتونو او نورو ورته ستونزو په اغيزو غږيږو

ننګونی او ستونزی – تذکره که د نفوسو احوال، پر الکترونيکي تذکرې مقايسوي او تحليلي کتنه – درېيمه برخه

دا ډول لویې ملي پروژې له ځان سره بيشمېره ننګونی او ستونزی راوړي، که چيرې په بهتره توګه مديريت نه شي نو د پروژې بقا له جدي ستونزې سره مخ کوي.

طراحي او پیاده کول – تذکره که د نفوسو احوال، پر الکترونيکي تذکرې مقايسوي او تحليلي کتنه – دوهمه برخه

اکثره هېوادونه چې دا ډول چارو ته يې لاس اچولی وي، له وړاندې ځان سره ټاکي چې هدف يې له معلوماتو دی او که د فيشني تذکرو ويشل دي، د نن د پوهې په زمانه کې د معلوماتو ارزښت له نور هر وخت ډېر دی، حکومتونه پر ولسونو له دوو لارو واک ساتي، د نفوس احوال او د دارايو احوال، او کله چې يې چا ته ماغزه خراب شي نو هم ترې هويت واخلي او هم يې له دارايو بې برخې کړي.

پيژندنه – تذکره که د نفوسو احوال، پر الکترونيکي تذکرې مقايسوي او تحليلي کتنه – لومړئ برخه

پدې ليکنه کې موږ هڅه کوو چې د نړيوالو ورته پروګرامونو ته پر کتو د افغانستان الکترونيکي تذکرې پر پروګرام هم وغږيږو، او وګورو چې د افغانستان په څېر غريب او محروم هېواد کې له سياسي مداريتوبه او حکومتي اعلانونو اخوا څه ګټی راوړلای شي، موږ د دا ډول پروګرامونو پر ارزښت، ننګونو او فرصتونو وغږيږو، او د بحث په جريان کې يو څه نړیوالې بيلګی هم رااخلو.