Knowledge

له پوهې سره سليقوي چلند

د حاکمو طبقو ستره ستونزه دا وي، چې دوی مفکورې او مهارت تر منځ پر فرق ځان نه پوهوي. مبارزې پر زنده باد او مرده باد ښې ښکاري، خو بس همدومره يې ګټه ده چې خلک راشي د زنده باد او مرده باد چيغې ووهي، د زړه کوفت وباسي او نوره خبره خلاصه شي، که چيرې دا مبارزين له ځان سره ښه متخصصين او ماهره مشران ونه لري، چې د خلکو دا کوفت يو لوري ته رهنمايي کړي نو کله چې خبره خرابه شي بيا به ټول يو بل ته ګوري او نه به پوهيږي چې څه وکړي، خو لکه چې هغه متل کا د «د غوايانو په جنګ کې تاوان د کاڼو بوټو وي» غرق به نور کړي، نو به بيا هم خپل جهل او سرزورۍ ته دلايل لټوي.

هېوادونه، ټولنې، کورنۍ، اشخاص پر مهارتونو آباديږي، زنده باد او مرده باد نه غواړي، ډير نظامونه چې دا مهارتونه ولري، خپله د مرده باد ښکار شي.

د پوهې ارزښت

زده کړه پانګونه غواړي، دا پانګونه وخت او پيسه دواړه دي، تنبل سړی، تنبل حکومت او تنبل ملت فکر کړي چې پر لږ زحمت بايد ډيره ګټه واخلو، لږ زحمت لږه ګټه او ډير زحمت ډيره ګټه راوړي، دا نور ملتونه بیکاره نه دي ناست، هلته دې څوک پر قلم لرلو نه ډبوي، او نه درته د معاصرو علومو پيغورونه درکوي، خو بيا هم اکثره ملتونه وروسته پاتې دي، ځکه هلته پوهه نسلي او کورنی اړخ نه لري.

ټولنيزې شبکې او ژوره پوهه

که چيرې د هر څه لپاره انټرنېټ يا ټکنالوژي وکارول شي نو انساني توانونه له استعماله غورځي، لکه ليکل په کمپيوټر کيږي، چې اغيزه يې وينو د اکثرو لاسي ليکنی خرابې او ځينو خو املاوی هم جنجالي وي، آدرسونه په ټليفون کې دي او جي پي ايس له لارې ځايونه لټوو، کله چې پر چکر ولاړ شو نو له ځای، طبعي ښکلا څخه د خوند اخيستلو پر ځای عکسونه اخلو چې فيسبوک/ انسټاګرام ته يې کړو چې خلک لايک راکړي، د ټليفون شميرې اوس نه زده کوو ممکن یوازې له خپلې نومرې پرته درته نوره يوه نومره هم نه وي ياده، سره لدې چې دا وسيلې آسانتيا راوړي خو د دوی دوامداره اخلال او بې ځايه پيغامونه زموږ د يادولو پر توان اغيزه کړي او هرې هغې چارې ته مو زغم کموي چې دا وسيلې پکې دخيلې نه وي.

دا ستا کار به څوک کړي

په اکثره ادارو کې ليدل کيږي چې د ادارې مشران په ډيرو کوچنيو کوچنیو موضوعاتو کې ځان دخيل بولي، او دا بحث یوازې د ادارې تر مشر محدود نه وي، ځينې وختونه آن د حکومتونو مشران هم په ډيرو فرعي او کوچنیو موضوعاتو کې دخالت کوي.

هر هغه څوک چې په سر مشر لري، دا ويره احساسوي چې که چيرې خپل کار ونه کړم، نو له ما څخه به پوښتنه کيږي چې په څه کې مصروفه وی، خو هغوی چې په سر مشر ونه لري، نو اکثره وختونه په ډيرو فرعي موضوعاتو کې دخيلیږي او څوک نه وي چې ورته ووايي دا ستا کار نه دی.

آیا پوهه يوازې يو ډول وي؟

نن سبا يو تر ټولو ګرم بحث د پوهې پر ديني او دنيوي ډولو ويشل دي، يا پوهې ته یوازې له مذهبي او غير مذهبي اړخه کتل دي، زه دې بحث ته سياسي او دولتي کړنلارو شکل نه ورکوم، هغه به يې خپلو خلکو ته پريږدو، يوازې پر دې غږيږو چې آيا رښتيا هم پوهه همدومره محدوده ده چې په دومره آسانه وويشل شي، او آیا دا ويشل خو شخصي/ فردي سليقوي اړخ نه لري.

د ظرفيت خلا

نړۍ د ظرفيت له ستونزې سره مخ ده، او افغانستان يو له هغه هېوادونو څخه دی چې دا ستونزه پکې له ټولو جدي ده، هر کله چې موږ له ظرفيت څخه غږيږو نو هلته مهارت، پوهه او اخلاق درېواړه يادوو. دلته خلک پر ظاهري ښود او فکر ورته والي استخداميږي، ښايي فکري يا سياسي ورته والی د ځينو لپاره مهم وي خو په ډيرو مسلکونو کې دا يو فرعي اصل دی.

۲- د عامه کړنلارو يا پاليسيو ناکامۍ پنځه اساسي لاملونه

بشري ټولنې اصلاح او ودې لپاره د دولتي کړنلارو جوړول پخپله د څيړنې يو عمل دی. هر کله چې دولت مداخله کوي، نو بايد شته ستونزې په اړه چې غواړي حل يې کړي، کافي پوهه ولري، او بايد د دې وړاندوينې توان هم ولري چې دا وړاندينې کيدونکی حل به ستونزه څرنګه له منځه يوسي يا به يې اغيزه راکمه کړي.

له پوهې ويره

دا بحث د علم او عمل تر منځ راڅرخي، چې پوهه ولې او آیا ډيره پوهه د ښه عمل سبب ګرځي او آیا ناپوهي بده ده. زموږ تاريخ فزيکي زور افسانوي کړی دی، هر اتل قهرمان مو فزيکي زور څښتن وو، ښايي يو دليل يې دا وي چې د فزيکي زور ارزول او تلل آسانه دي او يا ښايي لدې کبله وي چې دا يوه بې سواده ټولنه وه او ده او د زور او مال قدر پکې ډير وو او تر ډيره اوس يې هم قدر شته.

پوهه: پر کومه بيه

په مجموعي توګه، تاسې خپل وخت د پوهې پر حاصلولو مصرفوئ نو ځکه باید هڅه وشي پر هغه پوهه او مهارتونو هڅه وشي چې د شخص د هوښيارئ، مسلکي او شخصي ژوند د برياليتوب او بهترئ سبب شي، هره پوهه خپل عمر لري پر خپلې پوهې دوامداره کار وکړئ تر څو تل وړاندې او مطرح پاتې شئ، هیڅوک د هر څه پوه نه دی، ځان ته څوک بايد ټلويزون يا فيسبوک پنډتانو په توګه ونه ګوري چې په هر څه پوهيږي،

د پوهې مديريت

کله چې موږ د پوهې له مديريته بحث کوو، نو دوه هدفه لرو، يو د اوسنئ (روښانه او ضمني) پوهې مديريت دی، او بل د نوې پوهې زيږول دي، او اساسي فعالیتونه چې د دې لپاره اجرا کيږي هغه د پوهې شريکول او په يو بل کې نغښتل او سره تړل دي، لکه يوه اداره پوه کارکوونکی لري، د هغې روښانه پوهه د هغې له اسنادو او کتابونو عبارت وي، خو د هغې پوهه پر يو څه سلوکونو هم ولاړه وي، نو که چيرې دا شخص د بازار موندنی په ساحه کې کار کوي، هغه پوهيږي چې څه وکړي، د هغه عمل لپاره ځانګړي سلوکونه عملي کوي، او د ادارې له نورو ساحو لکه پيداوار جوړونکو/ مالي او نورو برخه سره خپله پوهه شريکوي، او په اجتماعي توګه ادارې لپاره ګټور عمل اجرا کوي.