Managing oneself

د ځان اداره او پيژندل – اخيري برخه

آن نن تر ډيره خلک پدې تمه خپل مسلک پلانوي چې اداره یا د بشري منابعو څانګه به ما ته وظيفه راکوي، او راته به وايي چې څه وکړم، خو د نن کار پر پوهه ولاړ دی، او هر شخص بايد له ځان سره پوه شي چې څه مرسته کولای شم او څرنګه کولای شم د خپلې هڅې له لارې ارزښت، قناعت او برياليتوب يا یو له دې دريو څخه حاصل کړم.

د ځان اداره او پيژندل – دوهمه برخه

د هر شخص توانونو په څير د هر چا د کار طريقه هم مختلفه وي. دا د شخصيت برخه ده. د انسان شخصيت د هغې کار ته له تګ ډير وړاندې بنا شوی وي. شخص چې څرنګه کار کوي، د همدې په څير چې په څه کې ښه او څه کې ښه نه دی، له وخته ټاکل شوي وي. د شخص د کار طريقه يو څه بدليدای شي، خو په مکمله توګه استثناً بدليږي يا بدلولو لپاره ډير زيات زحمت غواړي. لکه څرنګه چې خلک په څه کې ښه وي هغې څخه برياليتوب ته رسیږي، همداسې په کومه طريقه چې ښه کار کولای شي ښې نتيجې ته رسیږي.

د ځان اداره او پيژندل – لومړئ برخه

نن د ميخانيکو ادارو زمانه مخ په ختميدو ده، او کارکوونکي باسواده او پوه دي، خو د اکثرو ادارو مديريت اوس هم ميخانیکي شکل لري، چې يوه نتيجه يې د ادارو لخوا د خپلو پوهو کارکوونکو ضعيفه مديريت دی، نو ځکه اوس دا تر شخص ده چې د خپل مسلک او راتلونکي مسؤلیت واخلي، او دا هم تر تاسې ده چې په نړئ کې خپل ځای وپيژنئ، لاسته يې راوړئ، او پوه شئ چې کله لاره بدله کړئ، او لدې سره دا مسؤليت هم پر تاسې دی چې خپل کاري ژوند چې نږدې څلويښت – پنځوس کاله کيږي، فعاله او نتيجه لرونکي وساتئ.