Online Harassment

د نن ټکنالوژئ لس ننګونی

د نن ټکنالوژي له کيبله او ټليفون اخوا ډير څه رانغاړي، او د شخصي او مسلکي ژوند يوه نه بيليدونکي برخه ده. سره لدې چې دې ټکنالوژئ موږ ته ډيرې آسانتياوې راوړې، خو د هرې نوې پديدې په څير خپلې ننګونی هم لري، موږ دلته له هغه لسو مهمو ننګونو يادونه کوو، چې کولای شو د ۲۰۱۹ کال د پای له کبله ترې يادونه وکړو.

آنلاين دروغ خبرونه او د معلومولو يې ۹ لارې چارې

درواغ خبرونه نه يوازې دا چې د ژورناليزم، ولسواکئ او وينا آزادئ ته خطر دی، بلکه امنيتي جنجالونه هم رامنځ‌ ته کوي، ورسره د بې باورئ، تفرقې، افراطيت او تروريزم په ترويج کې هم رول لري، همداسې ملکي امنيتي ستونزې هم زيږوي، داسې ډېر ليدل شوي وي چې په يوه بل هېواد کې مذهبي نواميسو ته د بې احترامئ خبر په نورو هېوادونو کې د مظاهرو او وهلو ډبلو سبب شوی وي.

آنلاین د کمکيانو او ځوانانو ساتنه – د والدينو لارښود – اخيري برخه

پدې برخه کې موږ د ماشومانو پر آنلاين حضور او د هغوی آنلاين حضور او انټرنېټ څخه ګټورې ګټې اخيستنې لپاره د والدينو/وليانو پر ونډه غږيدلی يو. دا د دې لړۍ اخيري ليکنه ده، راتلونکي کې د خدمت برابروونکو او اړونده پاليسي جوړوونکو لپاره ليکنې ولرو. 

آنلاين نړۍ، د ميرمنو پر وړاندې تريخوالی او آزار – دوهمه برخه

انټرنېټ پراخه نړۍ ده، او هر څوک ورته له جنسي، تعليم، سيمه ييزو او نورو ملحوظاتو پرته پراخه لاسرسی لري، سره لدی چې دا نړۍ ډېرې ګټې له ځان سره راوړي، خو ځينې وختونه ځيني کاروونکي په ځانګړي ډول ميرمنې او ماشومان له تريخوالي او کړاوو سره مخ کيږي، پدې تريخوالي کې سپکاوی، ښکنځل او نور ناوړه سلوکونه ټول شامل دي، چې د دې ټکنالوژئ د بل کاروونکي لخوا دوی ته راجع کيږي.موږ دلته پر هغه مواردو غږيږو، چې کولای شي ميرمنو پر وړاندې د تريخوالي او د دوی د آزار سبب شي، ورسره دا هم څيړو چې څرنګه کولای شو د دې مخنيوې وکړو، او که چيرې له داسې يوې پيښې سره مخ شو نو ځينې ممکنه ګامونه به څه وي چې قرباني يې اخيستلای شي.

آنلاين نړۍ، د ميرمنو پر وړاندې تريخوالی او آزار – لومړئ برخه

آنلاين: د ځان او معلوماتو ساتنې نهه عملي لارې چاری

آنلاين آزار او ويرول يو واقعيت دی، او ځينې ډلې لکه ميرمنې او ماشومان د دې له نورو ډېر ښکار کيږي، چې بدبختانه اغېزې يې آنلاين او ورسره په واقعي ژوند دواړو کې احساسيږي.

د دا ډول ناوړه پيښو پر وړاندې يو تر ټولو ښه وسيله د معلوماتو او پوهې شريکول دي، موږ تيرو لیکنو کې هم هڅه کړې وه چې اړونده ليکنې ولرو، دلته هم ورته ليکنه وړاندې کوو، دلته موږ له تاسې سره ۹ عملي مشورې شريکوو چې کولای شي ستاسې د انټرنېټ آزار مخه ونيسي او ورسره وکولای شئ له نورو سره چې دا ډول ستونزو سره مخ کيږي مرسته وکړئ: