Online privacy

مخابراتو وده، ادارې بايد څه وکړي؟ دوهمه برخه

د ځان پوهيدنې يا د څيړنو پر اساس د ملي پروګرامونو او ستراتيژيو جوړول بايد رواج شي، له خيراتي فکره بايد راووځو چې هر څه راته ډونرانو وويل نو پر هغې به درومو، ډيرې داسې پروژې او کارونه پدې هېواد کې روان دي چې ښايي د هغوی وسايل په بهتره چارو مصرف شي. وايي که چا درته وويل چې سپي دې غوږ يووړ، سپي پسې ځغلی که اول خپل غوږ ګوری، بايد پوه شو چې نور موږ ته څه وايي آیا رښتيا هم هغې ته اړتيا لرو که نه

مخابراتو وده، ادارې بايد څه وکړي؟ لومړئ برخه

يوه زمانه کې مخابراتي سکتور د ودې نمونه ګڼل کيده او تر ډيره دا بحث تر شمير او لاسرسئ محدود وو، خو که د سیکارتونو له شمیرو، لاينسنسونو او فريکونسئ له خرڅولو اخوا فکر وکړو، نو بیا د ودې نمونه دومره ښکلی نه ښکاري. مثلاً، انټرنېټ لپاره دوامداره هره مياشت پيسې ورکوئ، خو له کيفیت څخه يې ټول ناراضه دي، پيسې وهل کيږي خو چا ته شکايت وکړو، او دا يې هم د حل لاره نه ده چې هر څوک بايد په ځانګړي ډول ولاړ شي او دولت ته عارض شي

د نن ټکنالوژئ لس ننګونی

د نن ټکنالوژي له کيبله او ټليفون اخوا ډير څه رانغاړي، او د شخصي او مسلکي ژوند يوه نه بيليدونکي برخه ده. سره لدې چې دې ټکنالوژئ موږ ته ډيرې آسانتياوې راوړې، خو د هرې نوې پديدې په څير خپلې ننګونی هم لري، موږ دلته له هغه لسو مهمو ننګونو يادونه کوو، چې کولای شو د ۲۰۱۹ کال د پای له کبله ترې يادونه وکړو.

آنلاين دروغ خبرونه او د معلومولو يې ۹ لارې چارې

درواغ خبرونه نه يوازې دا چې د ژورناليزم، ولسواکئ او وينا آزادئ ته خطر دی، بلکه امنيتي جنجالونه هم رامنځ‌ ته کوي، ورسره د بې باورئ، تفرقې، افراطيت او تروريزم په ترويج کې هم رول لري، همداسې ملکي امنيتي ستونزې هم زيږوي، داسې ډېر ليدل شوي وي چې په يوه بل هېواد کې مذهبي نواميسو ته د بې احترامئ خبر په نورو هېوادونو کې د مظاهرو او وهلو ډبلو سبب شوی وي.

آنلاین د کمکيانو او ځوانانو ساتنه – د والدينو لارښود – اخيري برخه

پدې برخه کې موږ د ماشومانو پر آنلاين حضور او د هغوی آنلاين حضور او انټرنېټ څخه ګټورې ګټې اخيستنې لپاره د والدينو/وليانو پر ونډه غږيدلی يو. دا د دې لړۍ اخيري ليکنه ده، راتلونکي کې د خدمت برابروونکو او اړونده پاليسي جوړوونکو لپاره ليکنې ولرو. 

د اساسي قانون ۳۷ مه ماده او د مخابراتي اړيکو محرميت

سره لدې چې د اساسي قانون له مخی، د محکمی له اجازی پرته د يو چا اړيکه بايد ونه څارل شي، او نه بايد د هغې پر شخصي آنلاين حریم بريد وشي، ځکه که چيرې يو څوک د خاوند يا محکمې له اجازې پرته يو څه ته لاس اچوي دا پخپله جرم دی، خو بدبختانه که په څرګنده توګه نه ويل کيږي خو دا تر ډېره حده روښانه ده چې زموږ مخابراتي اړيکې نه خوندي دي او نه اعتباري، د دې ستونزی څو دلايل کيدای شي، چې هغی کې د چارواکو ناپوهي او ځان تير ايستنه، امنيتي ادارو ځان ښودنه چې د بېګناهو او هر چا څارنه تر څو يې مصنوعي دبدبه او خاني پاتی وي، او قانون ته سپکاوی کولای شو ياد کړو.