Professional growth

لياقت او شخصيت 

سختی تنګی انسان ته شخصيت ورکوي، خو مهارتونه يې بيا لياقت ښه کوي، د مشر لپاره دواړه مهم وي او د ښه مدير لپاره يوازې مهارتونه هم کفايت کوي، چې پر څه، څه وخت، څه وکړي.

مشري له خلکو سره کار دی، او خلک پيسې، شهرت، چوکۍ، ښايست او نورو پسې نه ځي، بلکه شخصيت غواړي، او شخصيت پر اخلاقو بنا وي، داسې څوک چې له سختيو سترګې پټې نه کړي، پر خپلو اصولو ودريږي او ورسپارل شوې دندې ته ژمن وي.

آسانتيا که مهارت

استخدام پر مهارت کيږي، يو څوک تاسې د مهارت پر اساس استخداموي، که دنده لټوئ نو پر خپلو مهارتونو کار وکړئ، انسان پر هر څه نه پوهيږي، نو د مهارت له اړخه دوه يا درې مهارتونه راټينګ کړئ او همدا خپله پيژندنه کړئ، له دې سره دويمګړي مهارتونه هم زده کړئ.

کاروبار پر آسانتیا کيږي، هر څوک چې غواړي کاروبار وکړي بايد مشتريانو يا مراجعينو ته آسانتيا برابره کړي، يعنې د هغوی يوه ستونزه حل کړي، خلک/ مشتريان د ستونزې د حل يا ښه احساس لپاره وسايل مصرفوي، دا د ستونزې حل ښايي دوکان کې د اوبو يا انرژيو خرڅول وي يا د ټولنيزو شبکو استعمال له لارې ځان ته ښه احساس ورکول وي، هر بريالی کاروبار يوه ستونزه حلوي يا احساسات بدلوي.

اداري کلتور او د کارکوونکو هڅونه

پدې ليکنه کې موږ د ادارې پر کلتور غږیږو او د هغې په رڼا کې د کارکوونکو له هڅونې يادونه کوو، ډيرې ادارې او آمرين لدې ګيله من وي چې همکاران او کارکوونکي يې کار نه کړي، يا کار ته ډير په مينه لاس نه اچوي، دلته دا څيړو چې آیا دا د شخصي هڅونې بحث دی، کلتور اغېزه لري او که نه دا مامورين مشرانو ته لارښونی لپاره ګوري.

اداري کلتور عموماً د منل شوو سلوکونو، اخلاقو او د يو څه اجرا کولو له کړنلارې عبارت وي، هره اداره خپل کلتور لري، چې تر ډېره د کارکوونکو سلوک ټاکي، اکثره وختونه هغوی چې په يوه اداره کې کار کوي تر ډېره پر خپل کلتور نه پوهيږي، خو کله چې يو څوک له بهره راشي نو پوهيږي چې اداره څه ډول کار کوي

آیا يو څوک له کاره وشړم – دې اتو نښانو ته وګورئ

د خلکو له کاره شړل عموماً د ادارې اوږدمهاله ژوند او نورو کارکوونکو ته د ښه کار او محيط برابرولو په رڼا کې وي، ښايي ځينې دا بحث وکړي چې په ناانصافئ له کاره شړل شوی يم، يا بل واسطه دار راغئ زما کار يې واخيست، يا د تعصب ښکار شوم، او همداسې نور ډير دلايل، ښايي يو څه صداقت ولري، خو ورسره دې ته هم وګورئ چې په نړۍ کې هیڅوک پوره نه دي او نه داسې دي چې بديل ونه لري،

په کاري چاپيريال کې، د دې ۱۱ عادتونو له کبله بې قدره کيږئ

په دفتر کې له غيبت او بې ځايه شريکولو ډډه وکړئ، دا مو بې اعتباره يا پر ځان ميين ښيي. له دفتره کوچني شيان اخيستل ښايي نور ستاسې پر ريښتينولي او صداقت شکمن کړي. د دفتري سلوکونو ځيني ښايي نسلي شکل ولري، ځينې يې بيا تلپاتې دي، سره لدې چې ځينو لپاره ښايي ملګرتوبونه فرق ونه کړي، خو د رسمي او ټولنيز ملګري تر منځ‌ توپير وي، او ښايي د ټولنيز ملګري سلوکونه پر دفتري ملګري بد ولګيږي.