ټکنالوژي انساني فکر، توان، ځواک او پوهه پراخوي، د نن ټکنالوژي له پرون سره توپير لري، انسان که پرون د آس مهارولو، باروت کشفولو، اورګاډي جوړولو، بریښنا او کمپيوټر کشف ته خوښ وو، نن له ځمکې پښې سپکوي، د کهکشان تنابونه ورته لنډ ښکاري، دا هماغه انسان دی چې پر دې عقيده لري چې الله ورته هر څه په دې جهان کې د تسخير او ژوند آسانولو لپاره پيدا کړي دي، خليفه دی واک لري چې له خپلې پوهې نيولې د کهکشانونو تر تنابونو هر څه د ځان ودې او د بشر ژوند آسانولو لپاره وکاروي.
ورسره دوهم د مهارت بحث دی، دا شخص د يوه کار پر څنګه پوهيږي، خو پر ولې يې سر نه خلاصيږي، دا د هغه ماشومانو مثال لري چې تاسې ورته يو کار وواياست هغه کار درته پر بهتره توګه اجرا کړي خو که ورته ووايي چې ولې، نو وايي چې تاسې ويل، ورسره د چارو تر منځ پر ربط نه پوهيږي، يوه اداره به ښه چلوي خو پرون به له نن، او نن به له سبا سره نشي تړلای
دې سره دريېم بحث د سلوک دی، يو څوک به ښه پوه وي، مهارت به يې هم سم وي، خو اړونده سلوکونه به نه لري، لکه تاسې يوې ادارې لپاره رئيس ټاکئ، دا شخص به پوه او ماهر دواړه وي، خو له هرې دوهمې خبرې سره به درته وايي چې له ما پرته ټول غله ياست، وروسته به خبر شی چې ځوان بچي له ځان سره له کوره بوجۍ راوړې وه.
زده کړه يوه دوامداره پروسه ده، خو څرنګه چې ښوونځي او پوهنتونونه د زده کړې پر خرڅلاوو راڅرخي، خلکو ته دا فکر ورکوي يا تر ډيره خلکو دا فکر اخيستی چې زده کړه يوازې تر همدې دوو محدوده ده، يا له زده کړې هدف یوازې همدا دوه ځايونه يا اړونده موضوعات دي