د ښاغلي قدرت الله هېوادپال اثار
ـ۱ـکتاب نوم: پوهول او پوهيدل

چاپ کال: ۱۴۰۲

چاپوونکی: ځيرک خپرونې

محتوا لنډيز: څيړنې ښيي هغوی چې د مفاهمې بهتره توانونه لري، د پرمختګ امکان يې د هغوی په پرتله چې لدې مهارتونو کار نه اخلي، له ۶۰٪ ډير دی. يوه بله څيړنه ښيي چې نږدې ټول استخداموونکي د مشرۍ په موقف کې نوماندانو لپاره د مفاهمې او له نورو سره د کار کولو مهارت له نور هر څه ډير مهم ګڼي

لومړی څپرکی: ښه مفاهمه ولې مهمه دی

موږ بحث د مفاهمې له ارزښته پيلوو، چې ښه مفاهمه ولې مهمه ده، له ښې مفاهمې هدف اغيزمنه او ګټوره خبره ده، خبرې هدف يوازې شفاهي پيغام نه دی، هر څه کيدای شي. اغيزمنه او ګټوره په دې معنا چې له شتو معلوماتو سره د مفاهمې بهتره مهارتونو له لارې د خپلې خوښې پايلې ته رسیدل دي.

پدې څپرکي کې موږ د مفاهمې پر تعريف، ژبې او مفاهمې پر اړيکې، د مفاهمې پر پروسه او د ښې مفاهمې پر وړاندې پر خنډونو او پر دې ټولو د دودونو او مذاهبو پر اغيزه غږيدلي يو.

دوهم څپرکی: ژبه او پيغام

د مفاهمې اصل د پيغام رسول دي، پر دې پيغام د ژبې جوړښت اغيزه لري، موږ څرنګه د ژبې اصولو پر کارولو ښه پيغام برابروو، دلته پرې غږيږو. پيغام ويناوال ليږي، بل لوري ته معنا کيږي او بيرته يې ځواب راځي. ورسره مو د شفاهي مفاهمې اصول هم راسپړلي دي. ژبه د مفاهمې د يوه خنډ په توګه هم څيړو، او څرنګه کولای شو د دې خنډونو مخه ونيسو، او شفاهمي مفاهمه بهتره کړو.

درېيم څپرکی: مخاطبین

زموږ لومړۍ مفاهمه له ځان سره وي، موږ ځان ته په کومه سترګه ګورو او ولې د مفاهمې دا اړيکه ټينګوو. زموږ د ځان پيژندنې احساس، کړه وړه او ارزښتونه او ځان ته درناوی ټول زموږ پر مفاهمې اغيزه ښندي. لدې سره موږ د بل له نظره هم ځان ته ګورو، خپل پيغامونه ترتيبوو، د ترتیب لپاره له ګسټالټ له اصولو کار اخلو. خپل پیغام نورو ته رسوو او د نورو  پيغامونه تعبیروو، او ځينې وخت په تعبیر کې له ستونزو سره مخ کيږو.

همداسې دا هڅه هم کوو چې څرنګه د خپل پيغام درک بهتره کړو، او د درک بهترولو لپاره له شپږو لارو چارو کار اخلو، په پای کې پر اوريدنه او ښه غوږ نيولو غږيږو.

څلورم څپرکی: اغېزناکه لیکل

په پيل کې ليکلې مفاهمه د شفاهي مفاهمې په تله تلو، پر لوستلو او ليکلو غږيږو. ورسره مثبته ګوتنيونه او ځيرکه فکر څيړو. پر ښه ليکلو غږيږو. د بيان توکي او پوهولو کړنلارې راسپړو، د ليکلې مفاهمې له ډولونو او اصولو يادونه کوو، او په پای کې د ليکلې مفاهمې خنډونه څيړو.

پنځم څپرکی: ليکلو ته تياری

څرنګه ليکلو ته تیاری ونيسو، خپله ليکنه ترتیب او وړاندې کړو او له نورو پر خپله ليکنه څرنګه غبرګون او نظر واخلو.

شپږم څپرکی: ليکنه، برخې او کړنلاره

هره لیکنه عمومي او اساسي بيان لري، دا ليکنه د تنظيمولو اصول تعقيبوي، پر يوه خاصه سليقه ليکلی شوې وي. ليکنې رسمي او غير رسيمي بڼې لري، پيژندنه يې مستقيمه او غير مستقيمه کيدای شي. ليکنه کولای شي پر ځانګړو ځايونو تاکيد ډير کړي، فعال او غير فعال غږ وکاروي، استدلال ولري، د خپلو استدلالونو لپاره شواهد وکاروي، احساسات وکاروي، او په اخلاقی چوکاټ کې قانع کول وکړي.

هره لیکنه په يوه نه يوه برخه کې له نورو الهام اخلي، خو د الهام او ادبي غلاوو تر منځ بايد توپير وشي.

اووم څپرکی: غبرګون، پر مفاهمه نظر ورکول

هر څه له غبرګون سره ښه کيږي، او مفاهمه هم له دې اصل مستثنی نه ده، کولای شئ د خپلې مفاهمې لپاره بیلابیل ډول غبرګونونه تر لاسه کړئ. مرکې او نظر پوښتنه وکړئ، د خپلو لوستونکو استازو له ډلې سره وګورئ. له کيفی او کمي څيړنې کار واخلئ او په پای کې غبرګون ته د بهترئ يو فرصت په توګه وګورئ.

اتم څپرکی: مسلکي خپلمنځي مفاهمه

خپلمنځي مفاهمه يعنې څه؟، د خپلمنځي مفاهمې جريان له کومه پيليږي، پدې کې د غير شفاهې مفاهمې ونډه څه وي. د اغيزمنې خپلمنځي مفاهمې په وړاندې خنډونه څه وي، او څرنګه کولای شو پر دې خنډونو بریالي شو.

نهم څپرکی: مذاکره او خبرې اترې

هر چاره د يوه منشور يا توافق له مخې مخکې ځي، کله کله د دې شراکت په تعريف کې اختلافات پيدا کيږي، دا اختلافات کولای شي بیلابيل ډولونه ولري، بيا د خبرو اترو له لارې د همدې اختلافاتو د حل لپاره هڅه کيږي. پدې څپرکي کې د همدې اختلافاتو د حل پر ډولو غږيږو. ورسره دا هم څيړو چې په ډله کې پريکړې د کومو اصولو په رڼا کې کيږي. او د پريکړې کوونکي واک له کومه راځي.


ـ۲ـ کتاب نوم: پروژې مديريت، پوهه او مهارتونه

چاپ کال: ۲۰۱۹م

چاپوونکی: ځيرک خپرونې

پروژې مديریت پراخه او مرکبه موضوع ده، او نږدې هر صنعت رانغاړي، دلته موږ هڅه کړې چې د پروژې پر مديريت د پروسې له نقطې نظره وغږيږو، چې کار له کومه پيل کړو او څرنګه پر مخ ولاړ شو.

د پروژې مدير پر پوهه غږيدلي يو چې څه ته اړتيا لري، او د کومو مهارتونو له لارې خپلې پروژې مديريت کړي.

لومړی څپرکی: د پروژې مديريت پيژندنه

دا څپرکی د پروژې مديريت پر اساساتو غږيږي، چې پروژه څه ده، د پروژې مدير څوک دی. اداره څه ته وايي او له پروژې سره يې اړيکه څه ده، او د ادارې په چوکاټ کې پروژه څرنګه طراحي کيږي او د پروژې مدير څومره واک لري.

همداسې د پروژې د ژوند پر دوران، د پروژو پر ارزښت او د پروژې مديريت له عادي مديريت سره پر توپير هم غږيدلی دی.

دوهم څپرکی: پروژه او چاپيريال

پدې څپرکي کې پر پروژه د چاپيريال اغيزو پر موضوع بحث شوی دی، پروژې په يوه چاپيریال کې پياده کيږي، دا چاپيريال کيدای شي بهرنی وي (له ادارې بيرون) او يا داخلي (د هغې ادارې چاپیريال چيرې چې پروژه پياده کيږي) وي. همدسې د پروژو په ټاکنه کې اوږدمهاله او ستراتيژيک مديريت ته هم کتنه شوې ده، چې څرنګه پروژې د ادارې اوږدمهاله اهدافو لاسته راوړلو لپاره مهمی وي.

په اداره کې د پروژو مديريت پر پوخوالي هم غږيدلي يو، چې د اړونده پروژو پياده کولو لپاره اداره څومره مناسبه او برابره ده. د پروژې ټاکنې له موډل مو هم يادونه کړې ده، او بحث تر ډيره د Souder پر موډل متمرکز دی، چې د پروژې ټاکلو موډل بايد کوم مشخصات ولري.

ادارې له څو شتو پروژو څخه يوه د پياده کولو لپاره ټاکي، د پروژې چڼولو او ټاکلو پر کړنلاره غږيدلي يو، همداسې مو د پروژې ټاکلو له مالي موډلونو هم لنډه يادونه کړې ده.

درېيم څپرکی: د پروژې مدير

دا څپرکې د پروژې پر مدير غږيږي. د پروژې مدير څوک دی، له ځينې موضوعاتو ښايي په تيرو برخو کې هم يادونه شوې وي، خو دلته د پروژې پر مدير تشريحي بحث شوی دی.

د پروژې مدير او ظيفوي مدير پر توپير هم غږيدلي يو، چې څرنګه د پروژې مدير دنده له وظيفوي مدير سره توپير کوي، او دواړه د خپلو چارو لپاره له څه ډول فکر او مديريت څخه کار اخلي.

د پروژې مدير له مسؤليتونو مو يادونه کړې ده، چې ادارې ته، پروژې او مشتري ته، او پروژې کاري ډلې ته څه مسؤلیتونه لري.

د پروژې له مدير څخه پر ځانګړو تمو هم غږيدلي يو، چې څرنګه د پروژې له مدير څخه زيرمو ته لاسرسئ، کاري ډلو هڅولو او د افهام تفهيم په ساحو کې تمې وي.

همداسې د پروژې مدير بايد د ننګونو او بدلون مديریت توان ولري، چې څرنګه کولای شي په دوامداره توګه له ريسکونو او د ناکامئ له ويرې سره کار وکړي.

په پای کې د پروژې مدير پر ټاکنه او د هغې پر مهارتونو غږيدلي يو، دا بحث د پروژې مدير له کاروباري، مشرئ او پروژې مديريت له پوهې او مهارتونو يادونه کوي.

څلورم څپرکی: د پروژې کار او پايلې

دا څپرکی د پروژې پر نتايجو او کار يعنې Scope غږيږي، چې موږ څرنګه د پروژې عمومي کار او اهداف پر کوچنيو لاسته راوړل کيدونکو اهدافو ويشو.

د نتايجو پر معلومولو او د اړتياوو پر راغونډولو او د هغې پر وسيلو غږيږو، چې د مشتري/دخيلو اړخونو، د پروژې او بدلون يا انتقال اړتياوې راغونډې کړو.

څرنګه د اسناد پر ارزيابي کولو، د نظرونو پر راغونډولو او چڼولو، مرکو، استازو ډلو، پوښتنليکونو او څيړنو، څارنو او د چاپيريال ارزولو له لارې پر دې اړتياوو پوه شو.

د کار او نتايجو حدودو پر ټاکلو، د پروژې قرارداد/چارټر، اړونده قوانينو، اداري پروسو/کړنلارو، کاري ډلې مهارتونو او د پروژې نتيجې پر ارزولو مو هم بحث کړی دی. د څپرکي په پای کې کار پر نتايجو ويشلو يا Work Breakdown Structure غږيدلي يو.

پنځم څپرکی: مهالويش او د وخت مديريت

مهالويش او د وخت مديريت د پروژې وخت، زيرمو او مهالويش پر مديریت غږيږي. پدې څپرکي کې موږ د پروژې فعاليتونو له پلانولو يادونه کوو، د پروژې پلان پر لومړئ همغږئ غږيږو، او د دې پلان له عمومي توکو یادونه کوو.

همداسې د پروژې د مهالويش پر ټاکلو بحث کوو، له پرټ، سي پي ايم، کريټيکل چېن میتود او مهالويش له جدولونو یادونه کوو، همداسې د پروژې د فعاليتونو تر منځ پر اړيکو غږيږو، او د دې فعاليتونو پر يو بل اتکا څيړو.

د څپرکي په پای کې د پروژې مهالويش دوامداره نوي ساتلو پر اهميت غږیږو.

شپږم څپرکي: بيه، پروژې د بودجې مديريت

دا څپرکی د پروژې له بيې بحث کوي. موږ د پروژې د مصارفو پر تخمينولو غږيدلي يو، د پروژې مصارف د پروژې له فعاليتونو او مهالويش سره نږدې اړيکه لري، نو ځکه دلته د تخمين ياد شوي تخنيکونه د بيې او وخت دواړو لپاره صدق کوي.

د پروژې بيې له تخمين مو يادونه کړې، د تخمين ميتودونو له لوړ څخه پر ټيټه، او ټيټې څخه مخ په لوړه تخمين او همداسې د واحد پر اساس تخمين او له نورو څخه مو يادونه کړې ده.

همداسې، له پرټ څخه مو يادونه کړې، چې څرنګه د تخمين دريو واحدونو پر اساس پروژې لپاره وخت او پيسې دواړه تخمينولای شو.

اووم څپرکي: افهام او تفهيم

په افهام او تفهيم، غږيدا او اړيکې ټينګولو کې يو شخص لېږدوونکی وي يعنی معلومات استوي که غږېږي يا ليکل کوي او يا نور او بل لوری دا معلومات را اخلي، پدی ارتباط کې د شفاهي او غېر شفاهي پیغامونو استول شامل وي. پداسی صورت کې د دی امکان هم شته چې د غږېدونکي/استوونکي هدف يو څه او رانيوونکی/اورېدونکی تری بل څه معنا واخلي، يعنی فهم يا پوهول يې په نافهم يا ناپوهولو او دا خو لا خېر ان ممکن په جنجال وا وړي.

مفاهمه هغه وخت ګټوره بلل کېږي کله چې لېږدوونکی غوښتل کيدونکی عکس العمل يا غبرګون له رانيوونکي لاسته راوړي، چې دا د معلوماتو يا مفکورو بدلولو دوه اړخيزه پروسه وي. دا پروسه له شپږو توکو جوړه وي: لېږدوونکی/پېچونکی، پیغام، لېږدولو وسيله، رانيوونکی/سپړونکی، سپړل او غبرګون.

هر پیغام که شفاهي وي او که ليکلی يو چاپيريال، زمينه يا پس منظر لري، يعنی دا پدی معنا چې دا پیغام په کوم چاپيريال يا زمينه کې څرګنديږي، د پيغام دا چاپيریال ډېر پراخه ټکي رانغاړي چې په هغی کې هېواد، کلتور، اداره، او نور داخلي او بهرني تحریکوونکي شامل دي.

لدی پرته تاسې خپله مفکوره څه رنګ پر پیغام بدلوئ، ستاسې سلوک، نظريات، احساسات، پخوانۍ تجربی، خوښی ناخوښی، سواد، دندی حالت او اعتماد، اشاری، د وجود ژبه او نور ټول داخلي تحريکوونکي دي چې د مقابل لوری لخوا د پیغام پر معنا يا راسپړلو اغېزه لري.

دلته اوس دا پوښتنه پیدا کېږي چې موږ څه غواړو واستوو؟ پیغام يا هغه پوهه چې تاسې غواړئ مقابل شخص ته يې ورکړئ تر ټولو مهمه ده، پیغام د ارتباط اصل مفکوره ده چې موږ يې غواړو مقابل لور ته ورسوو، له مفاهمی وړاندی مهمه ده چې خپل پیغام څرګنده ډول معلوم کړئ يعنی څه غواړئ چې ووایی او بیا دا هم وګورئ چې ستاسې اورېدونکي څوک دي. لدی پرته د لېږدوونکي او رانيوونکي تر منځ خپلوي يا اړيکه د پیغام استولو وسيله ټاکي دا وسيله کیدای شي بريښنايي او يا چاپ شوي الفاظ واوسي.

شفاهي مفاهمه سمدستي غبرګون سره مخ کېږي، غږيزه شکل لري جملات او لغتونه يې لنډ وي، پر شخصي خپلويو ډېره اتکا کوي، لږ تخنيکي شکل لري او د جملو جوړښت يې ساده وي.

خو ليکلی مفاهمه ډېره رسمي وي چې تمرکز يې پر محتوياتو وي، ډېر تخنيکي معلومات لرلی شي، د تلپاتی احوال لپاره بهترينه وسيله ده او اوږد لغتونه او جملات کاروي، لدی پرته د غبرګون موده يې پراخه او ښايي اوږده وي.

اتم څپرکي: مذاکره/ خبرې اترې

کله چې څو نفره د يوه کار لپاره سره يوځای کيږي، نو اختلاف او شخړه طبيعي خبره ده، موږ په دې څپرکي کې د مذاکرو او خبرې اترو له لارې د همدې اختلافاتو پر حل غږيږو.

د پروژې په بیلابیلو پړاوونو کې له اختلافاتو يادونه کوو، چې څرنګه د پروژې د ژوند دوران د اختلافاتو سبب ګرځي، د اختلافاتو پر منبعو غږيږو، چې ځينې وخت د پروژې بدلونونه د شخړو او اختلافاتو سبب ګرځي.

او، په پای کې د همدې اختلافاتو پر حل غږيږو، او شخړو د حل له پنځو عامو ستراتيژيو يادونه کوو.

نهم څپرکي: د پروژې ريسک پيژندنه او مديريت

پدې څپرکي کې موږ پر ريسک غږيږو، ريسک پر پروژه د ابهام او بې باورئ اغېزه ده، دا ريسک ښايي پر پروژه مثبت يا منفي اغېزه وکړي، موږ په پيل کې د ريسک پر اساساتو غږيږو.

موږ په کتاب کې ريسک لپاره مترادفه کلمه نه کاروو، بلکه پخپله ريسک ليکو، ريسک تهدید او خطر نه دی، بلکه دا يې يوازې يوه برخه ده، نو ځکه د کلمې د جامع مفهوم په پار پخپله د ريسک کلمه کاروو.

بيا د ريسک پر پيژندنه بحث کوو، چې د پروژې مسؤلين څرنګه کولای شي پروژې ته متوجه ريسکونه وپيژني، د ريسک له پيژندنې وروسته هغه کيفي او کمي ارزول کيږي، او د دې ارزونې په رڼا کې ورته مناسب غبرګون برابريږي.

د ريسک مديريت د پروژې له راتلونکي بحث کوي، نو ځکه برابر شوي غبرګونونه هم د راتلونکي احتمالي پيښې واقع کيدو په رڼا کې تياريږي، په پای کې د ريسک لپاره تيار شوو غبرګونونو د پياده کولو په صورت کې د هغې اغېزمنتيا او بدلولو په اړه هم غږيږو.

لسم څپرکي: پروژې زيرمی

پروژه پر زيرمو پر مخ ځي، له زيرمو څخه هدف مواد، وسايل، تجهيزات او نور دي. پدې څپرکي کې موږ د پروژې پر زيرمو غږيږو.

د زيرمو له پلانولو بحث پيلوو، چې څرنګه د پروژې هر فعاليت لپاره زيرمې پلان شي، همداسې پر بشري زيرمو هم غږيږو، چې څرنګه د پروژې هر کاروونکي ته مسؤليتونه، پلان او وروسپارل شي.

د پروژې پر کاري ډله بحث کوو، او د کاري ډلې جوړولو لپاره د ټکمن ليډر له ماډل څخه يادونه کوو، چې د پروژې کاري ډله د خپل ژوند په دوران کې له کومو پړاوونو څخه تيريږي، او د پروژې مدير په هر پړاوو کې د ډلې مديريت لپاره بايد څه وکړي.

په پای کې د پروژې زيرمو پر تنظيمولو او د پروژې سرعت ډيرولو لپاره د زيرمو پر ډيرولو او د هغې په رڼا کې پروژې اهدافو ته پر رسيدو غږيږو.

ضمايم: خريداري // کيفيت // د پروژې مديريت نړيوال سندونه

کتاب درې ضمايم هم لري، په ضمايمو کې مو هغه موضوعات رانغښتي دي چې د پروژې په مديريت کې مهمې دي، خو له کوم ځانګړي څپرکي سره اړخ نه لګوي، پدې کې لومړئ موضوع د تدارکاتو او خريدارئ ده، ورپسې پر کيفيت غږيږو، او په پای کې د پروژې مديريت پر نړيوالو سندونو هم لنډ‌بحث کوو.


ـ۳ـ کتاب نوم: مديريت، تيوري او عمل

چاپ کال: لومړی (۲۰۱۲م)، دويم (۲۰۱۵م)

چاپوونکی اداره: ځيرک خپرونی

مديریت پراخه او مرکبه موضوع ده، چې هره څانګه يې په خپل ذات کې ډېره پراخه او تخصصي ده، پدی کتاب کې د دی ټولو موضوعاتو لنډيز راخيستل شوی دی او په داسې ډول تنظيم شوي چې د عام لوستونکي لپاره اسان وي، لدی لاری د هری موضوع باره کې بنسټيزه پوهه وړاندی شوې ده، که لوستونکی وغواړي نوره مطالعه وکړي نو د دی کتاب پوهی پر بنسټ نوره تخصصي مطالعه او معلومات لټولی شي.

کتاب پر پنځو برخو ویشلی شوی دی، چې څلوری برخی د مديریت څلور اساسي دندی دي، او لومړئ برخه د مديريت موضوع، اصطلاحاتو، اداری، او نورو پېژندنه ده.

لومړئ برخه: پېژندنه

دا برخه د مديریت او اداری پر اساساتو غږيږي، په پیل کې موږ مدير معرفي کوو چې څه کوي، ورپسې پر مديريت او د هغی پر وظايفو، رولونو او مهارتونو غږيږو. ورسره اداره هم معرفي کوو او د هغی پر کلتور غږيږو، لومړی څپرکی د چاپيریال او سهم لرونکو پر بحث ختميږي.

دوهمه برخه: پلان

دوهمه برخه له څلورو څپرکو جوړه ده، پرېکړه، پلان بنسټونه، ستراتيژيک مديريت او پلانولو وسيلی او تخنيکونه.

د پرېکړی په څپرکي کې موږ پر پرېکړه غږيږو، ځکه مدير همدی لپاره وي چې له بديلونو څخه ښه بديل خوښ او عملي کړي او ورپسې يې دوامداره وڅاري. پدی څپرکي کې موږ د پرېکړی پروسه څېړلی ده چې پر کومو اساساتو پرېکړه کېږي او ښه پرېکړه يعنی څه. ورسره مو د ستونزی ډولونه هم له نظره تير کړي دي، او پرېکړی کولو پر ډولونو مو څپرکی پای ته رسولی دی.

د پلان بنسټونو څپرکی پر پلان غږيږي، اول د پلان اهداف بيانوي او اهميت يې ښيي، چې سره لدی اینده نه پیشبيني کيږي خو له پلان بايد سترګی پټی نه شي. د پلان او اجراتو پر اړيکه غږيږو او ورسره د پلان ډولونه څيړو او پلان جوړولو پروسه بيانوو. ورسره له اهدافو او اهدافو ټاکلو يادونه کوو، او د پلان پر احتمالي فکتورونو او نننيو موضوعاتو څپرکی ختموو.

څلورم څپرکی د ستراتيژيک مديريت باره کې دی، دلته موږ پر ستراتيژئ غږيږو، د ستراتيژي جوړولو پر اته ګامه او پنځه ګامه موډل ځغلنده نظر تيروو. د SWOT له ارزونی يادونه کوو، او څپرکی د ستراتيژيو ډولونو پر څېړلو پای ته رسوو.

د پلان بنسټونو او ستراتيژيک مديريت له څيړلو وروسته په پنځم څپرکي کې موږ د پلانولو پر وسيلو او تخنيکونو غږيږو، څپرکی د چاپيريال پر څيړلو او د څيړلو پر وسيلو لکه چاپيريال چڼولو، وړاندوينه، بنچ مارکنګ پیلوو. بيا د چارو اجرا لپاره د زيرمو ټاکلو له وسيلو بودجه کول او مهال ويش يادونه کوو او په پای کې د پلانولو پر معاصر تخنيکونو طرحی پلانول او پروژوي مديريت ځغلنده نظر تيروو.

درېيمه برخه: تنظيمول

درېيمه برخه د مديريت د تنظيمولو دندی باره کې ده، په شپږم څپرکي کې موږ د پروژې پر مديريت غږيږو، او څيړو چې په اداره کې پروژې څه ارزښت لري او پروژه څه ته وايي.

په اووم څپرکي کې پر اداري جوړښت او تشکيل بحث کوو، په دی څپرکي کې د دندو پر تخصص، پر څانګو ويشل، د امر لړۍ، صلاحيت، بيوروکراسي، د واک دایری، د اختياراتو تمرکز او ويشل، رسميتوب او د اداري جوړښت پر ډولونو بحث شوی دی، دا څپرکی کولای شي له تاسې سره مرسته وکړي چې پوه شئ پر کومو اساساتو اداره خپل جوړښت ټاکي او کوم فکتورونه دا پرېکړی اغېزمنوي.

مفاهمه د هری دندی کليدي برخه ده، په اتم څپرکي کې موږ پر مفاهمه او د مفاهمی پر مهارتونو غږيږو. څپرکی د خپلمنځي مفاهمی پر جريان پیلوو ورسره د غېر شفاهي مفاهمی اهميت هم څيړو، د خپلمنځي مفاهمی خنډونه پيژنو او د دی خنډونو لری کولو لاری چاری هم راسپړو. په پای کې پر اداري مفاهمه او د هغی پر شبکو غږيږو او څپرکی د ګنګوسو پر څيړلو پای ته رسوو.

پدې چاپ کې موږ د مذاکرې او خبرو اترو څپرکی هم ورډير کړی دی، د خبرو اترو نهم څپرکی تر ډيره د ادارې او کارکوونکي تر منځ پر خبرو اترو او د کار پر مهال د کومو احتمالي پيدا شوو ستونزو او شخړو پر حل غږيږي.

بشري ځواک د اداری د جوړښت اساسي برخه ده، لسم او يولسم څپرکی همدی موضوع ته اختصاصي شوی دی، په اتم څپرکي کې موږ د بشري ځواک اړونده موضوعات څيړو چې اداره څرنګه کولای شي خپل بشري منابع پلان کړي يعنی مناسبه شمېره يې د ګمارلو، وزګارولو، روزلو او امتيازاتو له لاری وساتي او په دوامداره توګه د کارکوونکو دندی وڅاري.

ورپسی څپرکی د استخدام باره کې دی چې اداره څرنګه کولای شي ښه مامورين ولټوي او همداسې يو شخص څرنګه کولای شي ځان ته ښه کار پیدا کړي، پدی څپرکي کې موږ پر مرکه غږيدلي يو چې ښه مرکه بايد څه خصوصيات ولري، د کانديد او همداسې د دندی لټولو ځيني ميتودونه مو څيړلي دي او په پای کې مو د دندی پر وړانديز بحث کړی دی.

څلورمه برخه: مشري

د کتاب څلورمه برخه د مشرۍ باره کې ده، چې مدير څرنګه کولای شي يو ښه مشر واوسي او هم خپل کارکوونکي کار ته ښه وهڅوي. د هڅولو په څپرکي کې موږ د هڅونی نظريي له نظره تيروو، چې په هغی کې د X، Y، مسلو او ويکټور ورووم تيورئ شاملی دي، ورپسې پر عملي هڅونه، د هڅولو کړنلاری او د هڅونی جامع سيسټم څېړو او څپرکی د هڅولو پر ځيني عملي مشورو پاي ته رسيږي.

د مشرۍ په څپرکي کې موږ هڅه کړی د مشرئ موضوع د مديريت له نقطه نظره وڅيړو، په تيوريکي ډول خو ښه مدير بايد ښه مشر هم واوسي خو ضرور نه ده تل همداسې وي. د مشرئ په څپرکي کې موږ پر پېژندنه پیل کړی، ورپسې مو د مشرئ بنسټيزه موضوعات څيړلي دي لکه د مشرئ مفهوم، سلوکونه، دندی، عمليي او نور او په پای کې د مشرئ پر ننني موضوعاتو لکه واک، باور، جنس او کلتور څپرکی پای ته رسولی دی.

پنځمه برخه: کنټرول

د کتاب اخيري برخه د کنټرول باره کې ده، اکثره ويل کېږي چې کنټرول د پاټلئ په څير دی چې اورګاډی په مسير کې ساتي، له کنټرول پرته هره مديريتي وظيفه ناکاميږي، د کنټرول په څپرکي کې موږ کنټرول پېژنو، پر پروسه يې غږيږو، ډولونه يې راسپړو او اغېزی يې بيانوو. په پای کې د کنټرول له ځينو نننيو ستونزو چې د کارځای محرميت، د کارکوونکو لخوا غلا او د کارځای شخړه ده يادونه کوو.


ـ۴ـ کتاب نوم: کمپيوټر، شبکه او انټرنېټ

چاپ کال: ۲۰۰۶م

چاپوونکی اداره: ځيرک خپرونی


ـ۵ـ کتاب نوم: کمپيوټر

چاپ کال: 2000م

چاپوونکی اداره: اريک ګرځنده کتابتون

(دري ته هم ژباړل شوی دی)


ـ۶ـ کتاب نوم (ژباړه): يوه دقيقه يي منيجر

چاپ کال: 2000م

چاپوونکی اداره: ختيځ بيارغونې موسسه (کور)


ـ۷ـ کتاب نوم (ژباړه): وينډوز ۹۸ (دوهمه خپرونه) انټرنېټ، شبکه، هارډوئير او نور

چاپ کال: ۲۰۰۳م

چاپوونکی اداره: افغان ښوونيزه روزنيزه موسسه

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect