لکه څرنګه چې موږ په کراره له قرنطينه او کورونو کې له ناستې څخه راوځو، بهتره ده چې د خپلو همکارانو، کارکوونکو او ځانونو خوندتيا لپاره ځينې ټکي په پام کې ونيسو. سره لدې چې حکومتونه د تګ راتګ قیدونه په کراره ليرې کوي، خو دا پدې معنا نه ده چې دا روغتيايي بحران له منځه تللی دی يا د بیرته راستنیدو امکان يې کم شوی دی.

پدې ليکنه کې موږ هڅه کوو کارځای بيرته پرانيستلو لپاره پر ځينو ټکو وغږيږو او ورسره دا هم وڅيړو چې ښايي له بحران او وبا څخه وړاندې وخت ته ستنیدل به شوني نه وي، ځينې خو آن دا هم وايي چې ښايي له دې وروسته موږ له فزيکي روغبر څخه په مکمله توګه تير شو، خو خير دا به له وخت سره دا څرګنده شي چې له څه حالاتو سره مخ کيږو، خو پدې وخت کې ټول بايد خپل احتياط او روغتيايي لارښوونو عملی کولو ته دوام ورکړي.

دا بحران له ټولو وړاندې په چين کې پيل شو، نو ځکه ښايی بيرته د هغوی بیلګې ته وګورو، د بحران په پيل کې يې د کار ټول ځايونه تړلي وو، د وبا فشار له کميدو سره يې لومړی هغه ځايونه پرانيستل چې د خلکو ګڼه ګوڼه پکې کمه وه، او له يوې مودې وروسته د روغتيا مسلکيانو د لارښوونو په رڼا کې يې ټول د کار ځايونه پرانيستل.

تر اوسه په اکثره هېوادونو کې د زده کړې مراکز په ځانګړي ډول پوهنتونونه او ښوونځي تړلي دي چې ښايي يوازې د وبا له کبله نه وي، ځکه زده کړه په کراره له نورو وسيلو کار اخلي او فزيکي حضور اړتيا يې کمه کړې ده، خو بيا هم تر اوسه د زده کړې مراکز تړلي دي، نور هر څه تر يوه حده پرانيستل شوي دي.

Hey! I miss you

ښايي هره اداره د کار ځای پرانيستلو پریکړې د خپلو لومړيتوبونو په رڼا کې وکړي، خو موږ دلته د بحران او نورې نړۍ تجاربو په رڼا کې پنځه کړنلارې يا د پيل ځايونه يادوو چې کولای شي ګټور واقع شي. پدې کړنلارو کې لانديني ټکي شامل دي:

۱. مشري، خلک او د کارکوونکو مديريت

۲. د عرضی او خدماتو مديريت

۳. کارځای او دفتر مديريت

۴. لارښوونو ته پاملرنه

۵. پوهاوی او اړيکې

۱. مشري، خلک او د کارکوونکو مديريت

د ادارو برياليتوب تر ډيره پر دې ولاړ وي چې د هغې کارکوونکي پر خپل مشر باور ولري، او په بحراني حالت کې دا باور نور هم مهميږي ځکه بايد له ځان سره دا اعتماد ولري چې کار ته راستنیدل د هغې پر تهديداتو او خطرونو ارزي. لکه څرنګه چې مو مخکې يادونه وکړه آسيايي او چينايي شرکتونه او د هغوی تجاربو په رڼا کې اروپايي شرکتونه خپل کارکوونکي هڅوي چې د کار نوې موډل/ شکل خپل کړي.

د کار دا نوی موډل درې اساسي اړخه لري، (۱) ځان ساتنه او روغتياپالنه، چې په هغې کې د ځان ساتونکو وسايلو اغوستل هم راځي، (۲) کارکوونکو ملاتړ او معلومات چې په هغې کې د دې کارکوونکو په ورځني ډول روغتيايي معلوماتو راغونډول هم پکې شامل دي او (۳) له نورو څخه واټن ساتلو لپاره ځيرکه وسيلو کارول شامل دي، چې په دې کې کار ته په وقفو کې راستنيدل، د کار ختم او پای بیلابيل وختونه شامل دي، او تر ټولو مهم د دې اړخونو تحميلولو لپاره اصول او کړنلارې شاملې دي.

لدې سره د ټکنالوژيو پر کارولو له ليرې ځای څخه کار او يوازې د اړتيا پر مهال کار ته راتګ هم پکې راځي.

۲. د عرضی او خدماتو مديريت

هر شرکت د يوه خدمت وړاندې کولو او اړتياوو پوره کولو لپاره رامنځ ته کيږي، هر کله چې د هغوی خدمت ته اړتيا نه وي نو ډير امکان لري چې دوام او بقا يې له ننګونو سره مخ شي، دې بحران ډير شرکتونه وننګول، ډير امکان لري چې ډيرې ادارې خپلې دروازې وتړي، او په اکثره هېوادونو کې خو د شرکتونو لخوا د کارکوونکو وزګارول پيل شوي دي، ځکه اوس به ډير هڅه کوي چې د خپلو لګښتونو کمولو او ژوندي پاتيدو لپاره تر ټولو ټيټې کچې څخه پيل کړي.

د بحران په پيل کې شرکتونو تر يوه حده په معقوله توګه د خپلو اړتیا وړ موادو په راټولولو پيل وکړ، دا ښايي مهمه خو نيمګړې چاره وه، په تجارتونو کې خامه مواد اخيستل کيږي او نهايي شوي هغه بازار ته وړاندې کيږي، ادارې او شرکتونه بايد دا ټول ځنځير په پام کې ونيسي. د ډيرو لپاره به د کاروبار پوره توان ته راستنيدل وخت ونيسي، او کاروبار به له پخوا سره توپير ولري.

ادارې بايد دې ته تيارې وي چې څرنګه له دې نوو واقعيتونو سره کار وکړي، داسې يو حالت چې د روزګار هر اړخ له هر نقطې نظره اغېزمنوي.

۳. کارځای او دفتر مديریت

يوازې دا نه چې ادارې بايد کار ته په سمه توګه راستانه شي، بلکه ورسره وګوري چې څوک له بې ځايه تهديدونو سره هم مخ نه کړي. که چيرې د کارکوونکو خوندتيا د پوښتنې لاندې راشي نو ښايي له يوه روغتيايي بحران سره مخ شي، بې ځايه بدنامي به ورته راوړي او ښايي شتون يې د پوښتنې لاندې راشي.

دوه اړخونو ته بايد پام وشي، لومړی د کار ځای مديریت او خوندتيا ده چې په هغې کې راغونډيدو ځايونه لکه خوراک خونې او نورې هم شاملې دي، او دا باوري کړي چې دا هر څه نور له تهدید سره مخ نه کړي، دوهم د منابعو او زيرمو مديريت دی تر څو دا باوري شي چې سم مواد او وسايل، ملاتړي پلانونه، څارنی نظام او ګړندي غبرګون ميکانيزمونه شته او د اړتيا پر مهال عملي کيدای شي.

hallway between glass-panel doors

۴. لارښوونو ته پاملرنه

حکومتونه غواړي چې اقتصادي فعاليتونه بيرته پيل شي، زموږ په څير خوارو او بيوزلو هېوادونو لپاره دا حالت د نورې بدبختۍ او بيوزلۍ سبب ګرځي، نو ځکه حکومتونه پر خپل ځای په حقه دي چې غواړي اقتصادي خوځښت بيرته پيل شي، ادارو لپاره مهمه ده چې د نوو واقعيتونو په رڼا کې ځان لدې حالاتو سره عيار کړي.

مهمه ده چې ادارې خپلو چارو کې حکومتي ادارو په ځانګړي ډول څارونکو او تنظيمي ادارو لارښونو ته پاملرنه څرګنده او مهمه يې وګڼي، ورسره وګوري چيرې کولای شي د دولتونو لخوا برابريدونکو آسانتياوو لکه ماليو معافيت او نورو څخه ګټه واخلي. د کارکوونکو اتحاديو او نورو اړونده ډلو سره همغږي رامنځ ته کړي تر څو وکولای شي د خپلو کارکوونکو او مشتريانو حقوق يې پاللي او په بهتره توګه مطرح کړي وي.

۵. پوهاوی او اړيکې

داسې ګڼل کيږي چې په بحرانونو کې يو تر ټولو لويه ننګونه په څرګنده او روښانه توګه افهام او تفهيم دی، د بحراني حالاتو يو تر ټولو لومړی قرباني د مفاهمې او اړيکو توان دی، هر يو پر خپل غم اخته وي، چې ورسره هر کله موږ بيرته عادي حالت ته راستنيږو نو همدا مفاهمه ده چې موږ له بحراني حالت راباسي.

که د کاروبار پيل هر څومره ښه پلانونه او طرحې جوړې کړو خو که تشریح يې نشو کړای يا ترې څوک خبر نه وي نو بیا هم کار نه کړي. په بحران او له هغې وروسته د مشرانو يو تر ټولو مهمه دنده څرګنده، پریکنده او دوامداره مفاهمه ده، هر چا ته دا ښودل دي چې له دې حالته به ووځو او له وتلو وروسته به څه کړو.

کارکوونکي بايد پوه شي چې کاري ساعتونه څه دي، اداره دې بحراني حالاتو کې څه کړي چې دوی خوندي پاتې شي، د خوندي پاتې کيدو کړنلارې څه دي، کومې روغتيايي لارښونې بايد ومني او تر ټولو مهمه که چيرې له ننګونو سره مخ شي، ناروغه شي يا پوښتنه ولري څه وکړي.

پدې ټول بحث کې تر ټولو مهم ټکی دا دی چې لومړی بايد پوه شئ دا يو عادي حالت نه دی، د کاروبار بيرته پيلولو او عادي حالت ته ستنيدو لپاره بايد له زغم او اوږد فکر کار واخلئ، پر هغوی چې پداسې حالاتو کې له موږ ډير پوهيږي (روغتيا مسلکيان او اړونده پوهان) بايد باور ولرو او ورته غوږ شو، او خپلو کارکوونکو ته دا باور ورکړو چې سره لدې کار ته مو راغواړو خو ستاسې د خوندتيا، پالنې او آرامتيا لپاره مو د امکان تر حده آسانتياوې او امکانات برابر کړي دي.

ورته ليکنی: ويره او ابهام – د روغتيايي وبا په صورت کې ادارو او کارکوونکو ته ځينې وړانديزونه، اداري کلتور او د کارکوونکو هڅونه، د ښې مشرۍ لپاره دا ۱۱ عادتونه خپل کړئ، په کاري چاپيريال کې، د دې ۱۱ عادتونو له کبله بې قدره کيږئ

2 responses to “له بحران وروسته په خوندي او آرامه ډول د کارځايونو پرانيستل”

  1. ښکلې، په زړه پورې او د ورځې د اړتيا مطابق ليکنه ده، هيله ده چې ډير خلک يې ولولي او پوره ګټه ترې واخلي.

    Like

  2. […] ليکنی: له بحران وروسته په خوندي او آرامه ډول د کارځايونو پراني…، د ښې مشرۍ لپاره دا ۱۱ عادتونه خپل کړئ، د قناعت ورکولو […]

    Like

څرګندون پریږدئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Trending

له مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت څخه يې واورئ

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive

.دلته مو ايميل آدرس وليکئ، تر څو زموږ له ليکنو څخه پر وخت خبر شئ

Continue Readingلوستنې ته دوام ورکړئ ـــ