د يوې تجربې لپاره ساينسپوهانو په يوه خونه کې څو بیزوګانې سره راټولې کړې وې، په همدې خونه کې يې پر يوه لوړ ميز څو دانې کيلې ايښې وی، دې ميز پورته تګ لپاره يوازې يوه پوړۍ/ زينه درلوده، هرې بيزو به کوښښ کاوه چې دې کيلو ته ځان ورسوي او ويې خوري.
لومړي سر کې دې ساينسپوهانو بيزوګانو ته څه نه ويل چې کيلې وخوري، نو ځکه دغه کيلې به ډيرې ژر خلاصې شوې او د دې بيزوګانو چې هر وخت زړه وو ورتللې، خو ورو ورو يې د دې کيلو پر خوړلو جزا کيښوده، هر کله چې به يوې بيزو دې کيلو ته لاسرسی پيدا کړه، نو ساينسپوهانو به پر ټولو بيزوګانو يخې اوبه راپريښودی، د وخت له تيريدو سره بيزوګانې پوه شوې چې مهمه نه ده کيله څوک خوري، جزا يې ټول ويني.
نو ورو ورو هر کله چې به کومې بيزو دغې کيلو ته د تګ هڅه وکړه، نورو بيزوګانو به منع کاوه، او که چيرې به منع نه شو، نو ښه د زړه د اخلاصه به يې ډباوه، نو د ډبولو له ويرې چا کيلې ته لاس نه ووړ.
وخت تيريدو او د وخت له تيريدو سره دغو ساينسپوهانو د بيزوګانو پر بدلولو پيل وکړ، لومړی يې يوه زړه بيزو له خونې ليرې او پر ځای نوې بيزو پر دوی ورډيره کړه، دغې نوې بيزو چې دا کيلې وليدې له ځان سره يې فکر وکړ چې دا نور يې ولې د خوړلو هڅه نه کړي، خو خير دوی به يې نه خوري زه خو يې بايد راواخلم، خو کله چې د نوې بيزو به د کيلو په لور به ورلنډه شوه، نو دې نورو بيزوګانو به يې پر وهلو پيل وکړ، دغه نوې بيزو به نه پوهيده چې ولې يې وهي، خو د کيلو له خوړلو به تيره شوه.
وخت تيريدو او بيزوګانې بدليدلی، يو وخت داسې راغی چې ټولې بيزوګانې بدلې شوې، خو دې نوو کې هیڅ چا هم د کيلو خوړلو هڅه ونه کړه، ځکه هر يو په لومړئ هڅه وهل خوړلي وو، لدې سره بيزوګانې بدلې شوې خو هغه کيلو ته لاس نه وروړل او په مجموعي توګه د نابلده ډبول پاتې شو.
اوس کيلې پر ځای پرتې دي، څوک يې نه رااخلي، او تر ټولو مهمه هیڅوک نه پوهيږي چې ولې دا نور د کيلو له راخيستو منع کوي، خو وايي چې موږ ته له پخوانيو دا رواج راپاتې دی چې هر چا د کيلې راخيستو هڅه وکړه، په شريکه به يې منع کوئ او که منع نه شو نو وهئ به يې.
اکثره عادتونه او سلوکونه له خلکو ته له پخوا را پاتې وي، خو چې وپوښتې ولې، نو څوک نه پوهيږي چې ولې يې داسې کړي.
د ځان مصروفه ساتلو په موضوع کې له بيزوګانو سره تړلې يو بل بحث د بيزوګانو په څير فکر دی، د بيزوګانو په اړه عموماً فکر کيږي چې تل مصروفه وي، هر کله چې مو ورته پام شي يو نه يو څه کوي.
د همدې فکر پر استناد د ځان بوخت ساتلو په بحث کې وايي، ضرور نه ده هر څه چې تاسې بوخت ساتي هغه دې صحیح هم وي، يا پر هر هغه څه چې تاسې خپل فکر او وخت مصرفوئ، هغه دې هغه څه وي چې تاسې خپل هدف ته ورسوي.
ډير خلک اکثريت پسې روان وي، لدې فکر سره مخ په وړاندې ځي چې دا کار له پخوا راهيسې همداسې کيده، که چيرې غلط وای نو پخوانيو خلکو به اصلاح کړی وو، زه څرنګه دا فکر وکړم چې زموږ مشران دې پر غلطه وي، زه يې هم بايد همداسې پرمخ يوسم لکه څرنګه چې پخوا کيده، او که چيرې بدل يې کړم نو د خلکو د ځواب ويلو حوصله نه لرم.
د يوې ماشومې پر وړاندې يې مور کب پخاوه، خو کله چې دا کب په هرکاره/ کړايي کې ورواچوه نو د لکۍ له لورې به يې ترې ډيره برخه پرې کړه او اخوا به يې وغورځوله، دې ماشومې څو ځل د خپلې مور دې چارې ته پام وو، يوه ورځ يې ترې وپوښتل چې مورې ته هر ځل چې کب پخوې دا اخيري برخه يې ډيره ترې پرې کوې او اخوا يې غورځوی چې دا ولې؟
مور يې ورته وويل چې زه يې هم په دليل نه پوهيږم، خو زما مور به داسې پخاوه نو ځکه يې زه هم همداسې کوم، ولاړه شه او له خپلې انا يا زما له موره يې وپوښته. دا ماشومه خپلې انا پسې ولاړه او همدا پوښتنې يې ترې وکړه. هغې هم ورته د خپلې لور ځواب ورکړ، چې زه هم نه پوهيږم ولې زما مور به همداسې پخاوه، ته ورشه زما له مور يا له خپلې غورې انا يې وپوښته.
ماشومه خپلې غورې انا پسې چې په کلي کې اوسيده ولاړه، دغه ابۍ چې ډيره سپين سرې شوې هم وه، د ماشومې پوښتنه يې په غور سره واوريده، مسکۍ شوه، او خپلې کړوسۍ ته يې ويل چې ستا مور او انا هسې کم عقلې دي، تر اوسه يې دا پوښتنه له ما ونه کړه چې ولې مې داسې کول.
دغه سپين سرې ابۍ خپلو خبرو ته دوام ورکړ، موږ ډير بې وزله وو، د پخلنځي ډيرو وسايلو اخيستلو وس مو نه درلود نو په ټول کور کې همدا يو کړايي وو، هر کله چې موږ کب پخاوه، څرنګه چې کړايي کوچنۍ وو نو ځکه مې ترې نيم کب پرې کاوه، کبان ډير وو خو کړايي کوچنۍ، څه دليل يې نه درلود يوازې زموږ کړايي کوچنۍ وو.
دې ماشومې ته يې وويل: په دومره وخت کې نه دې مور او نه دې انا دا پوښتنه وکړه، ويل چې همداسې روانه ده زه به يې هم روانه ساتم، ضرور نه ده هغه څه چې موږ ته له پخوا راپاتې وي، هغه دې سم وي، هوښيار انسان د هر څه پر لامل ځان پوهوي، او له ځان سره يې تلي، ضرور نه ده چې له هر هئ سره دې بنده روان شي.
ورته ليکنی: سيالي له چا سره، سيال مو څوک دی؟، د ناکامۍ مزل، آیا نړۍ موږ ته دريږي، سمه پريکړه بايد څرنګه وي؟ په مشرۍ کې د ستونزمنو پريکړو مرستندويه اصول، د باور او مفکورې جهل، مشوره ناکامي نه ده، ډير کار که لږ خو ځيرکه کار اداري کلتور او د کارکوونکو هڅونه، په کاري چاپيريال کې، د دې ۱۱ عادتونو له کبله بې قدره کيږئ، مشري او جنسیت، د ځان اداره او پيژندل – اخيري برخه






څرګندون پریږدئ