آیا مشران همدومره له برکته ډک وي لکه څومره چې ورپسې دا ملاتړي او کشران برکتونه تړي. بشري تاريخ په پريکنده توګه د افرادو له کیسو ډک دی، جګړو ته به زرګونه تللي وي، خو تاريخ به يې د مشر نوم راخيستی وي، د ځايونو له نومونو نيولې تر نيټو ډير څه د مشرانو په نامه ياديږي، خو د بنده په توګه څوک پر دومره ستروالي ارزي.
مشران عموماً له ځان څخه يوه مفکوروي او پورته والي نظري دايره راتاووي، هلته د دوی ملاتړي دغه مشر تر هر څه لوړ ښيي، دغه بحث له منځه باسي چې مشر يې هم انسان دی، او هر انسان اشتباهات کوي، نيمګړتياوې لري، خو دوی وايي چې که چيرې موږ دا ومنو چې مشر مو نيمګړتياوې لري نو زموږ هدف او لار نيمګړې ده، نو د يوه ملاتړي په توګه زه څرنګه دومره کم عقله شم چې نيمګړي څه پسې روان شم، نو راځه هر چا چې د مشر او ستا لار پسې څه وويل، هغه بدې ردې ورته ووايه چې خپلې خبرې پورې پښيمانه شي.
خو، همدا ملاتړي او مشران دې ته نه ګوري، چې د دنيا هره چاره د تکامل په لور روانه ده، هر څه له بدليدونکو حالاتو سره عياريدل غواړي، نيمګړتيا دې پدې معنا نه وي چې هغه کار خراب دی، بلکه پدې معنا دې وي چې دغې چارې پرون کار کاوه نن يې نه کړي. لکه يو څوک خر لري، که پنځوس کاله وړاندې دغه شخص پدې خره يا ټانګه سفر کاوه نو هغه وخت ښه وو، خو که نن د موټرو په شتون کې بيا هم پر خپل خره سپور وي، او د بلې هرې وسيلې سپور ته بد ګوري، نو بيا ونه شوه.
د مشر اړتيا د يوې تشې په رڼا کې راپيدا کيږي، يعنې په ټولنه، اداره يا کور کې يوه خلا/ تشه وي، چې د هغې پوره کولو لپاره مشر رامنځ ته کيږي، او د مشر او د هغې ملاتړو ارزښت هم په همدې کې دی چې دغه خلا ډکه کړي، او تر څو چې دغه اړتيا وي، تر هغې به د مشر او د هغې د ملاتړو اړتيا وي.
يوه ورځ باچا، وزير او يو خادم يې پر مزل راوتلي وو، په مزل کې ترې لاره ورکه شوه، يوې درې لارې سره مخ شو، هلته يې وليدل چې د يوې ونې لاندې يو ړوند سپين ږيری ناست دی، باچا خپل خادم ته وويل ته ورشه لدې پوښتنه وکړه چې زموږ ښار ته کومه لار تللې ده.
دوی پر خپلو خبرو مصروف شو، خادم ولاړ، يو څو دقيقې وروسته راغی، يوې لار ته يې اشاره وکړه، چې دغه لار ده. وزير له خادم وپوښتل چې هغې خو درته ونه ويل چې په لاره کې خو به څه خنډ نه وي او دا تر ټولو لنډه لار ده. خادم ويل دا خو مو ترې ونه پوښتل، وزير پخپله بيا هغې ړوند سپين ږيرې ته ولاړ.
يو څه وخت وروسته راغی، باچا ته یې وويل چې دغه لار لنډه او ښه ده. باچا وزير ته وويل چې له هغه سپين ږيري سره خو دې څه مرسته ونه کړه. وزير ويل نه، خو زه خير اوس به ورشم. باچا ويل چې نه زه ورځم، تاسې همدلته ځنډ شئ، يو احوال به یې هم واخلم.
کله چې باچا سپين ږيري ته ورغی، سلام يې وکړ او ورته ويې ويل چې ډير وبښه له موږ سره په عذاب شوې، دا يو څه پيسې دي درسره وايې خله، او يوه عمومي پوښتنه يې وکړه او مننه يې وکړه، کله چې باچا روانيده، هغه سپين ږيري ورته وويل چې ته به يې باچا يې.
باچا مخ ورواړوه، حيران شو چې دا ړوند سپين ږيری څه پوه شو، ترې يې وپوښتل چې ته څه پوه شوی، سپين ږيري ورته وويل: تاسې درېيم شخص ياست چې همدې پوښتنې ته راغلئ، خو اخلاق مو له هغه نورو دوو بدل وو، لومړی راغی پر ما يې راغږ کړ چې ای بوډا دغې ښار ته کومه لار تللې، ژر ځواب راکړه چې زموږ باچا او وزير منتظر دي.
دوهم چې راغی، هغې هم يوه کوچنۍ پټکه وکړه چې خلکو ته سمه لار ولې نه ورښيۍ، لکه زه چې يې پور وړی يم، ما ورته ويل چې له ما يې هیڅ دا پوښتنه نه ده کړی، خو هغې زما نه اوريدل، بيا تاسې راغلئ، چې سلام مو وکړ، زما احوال مو واخیست، تحفه مو راکړه او په درناوي مو رخصت واخيست، پوه شوم چې اولنی عسکر وو، دوهم وزير يا د هغې رتبې يو څوک وو، او درېيم تاسې يې مشر يا باچا ياست.
هر څوک د خپل عزت په رڼا کې د نورو قدر کړي، تاسې درانه خلک ياست نورو ته هم درانه ګورئ، خو هغوی چې تاسې يې له ولس سره اړيکې لپاره پالئ، هغه بيا دا ظرفيت نه لري.
د مشر احکام د ملاتړو له خوا عملي کيږي، هر څوک مشر ته لاسرسی نه لري، هغوی دغه مشر ته د دې د ملاتړو له نظره ګوري، نو که چيرې د يوه مشر ملاتړي پر هره خبره کوتک وي نو پوه شئ چې د مشر به يې څه حال وي، او هغوی چې له هرې خبرې سره زغم کړي، پوه شئ چې دغه زغم يې له کوم ځايه ملاتړيږي.
مشر او کشر/ ملاتړی د يو بل تکميلوونکي دي، له مشر پرته ملاتړي نه شته، او له ملاتړو پرته مشري نه شته.
ورته ليکنی: سيالي له چا سره، سيال مو څوک دی؟، سمه پريکړه بايد څرنګه وي؟ په مشرۍ کې د ستونزمنو پريکړو مرستندويه اصول، د باور او مفکورې جهل، مشوره ناکامي نه ده، ډير کار که لږ خو ځيرکه کار اداري کلتور او د کارکوونکو هڅونه، په کاري چاپيريال کې، د دې ۱۱ عادتونو له کبله بې قدره کيږئ، مشري او جنسیت، د ځان اداره او پيژندل – اخيري برخه






څرګندون پریږدئ