په نړيواله توګه د هلکانو ښوونځيو ته تګ امکان د انجونو په پرتله لوړ دی. په بيوزله هيوادونو کې چيرې په کم عمر کې انجونې ودونه کړي، اکثره کورنۍ ډير اولاد لري، ميندې ناروغه وي، د مړي ژوندي او نورو بحثونه راځي، نو دا اکثره انجونې وي چې په کور کې د مرستې په نامه له خپلو زده کړو تيريږي يا کورنۍ يې منع کوي.
خو کله چې دغه هلکان ښوونځيو ته ولاړ شي نو بيا د خپلو ټولګيوالو يا هم سويه انجونو په پرتله ضعيفه وي، او دا توپير تر ټولو ډير د متن په لوستنه کې ليدل کيږي، نږدې د ټولو هېوادونو معلومات چې د انجونو د زده کړې په اړه راټول شوي دي ښيي، لس کلنې انجونې د همدې عمر هلکانو په پرتله د متن په لوستنه کې ښی دي. دغه څيړنه څلور پنځه کاله وړاندې په افغانستان کې هم شوې وه.
هلکان همداسې د ساينس په نړيوالو ازموينو کې هم وروسته پاتې دي، او ورسره د يو وخت دا فکر چې هلکان په رياضياتو کې ښه دي، دغه ښه والی هم اوس د پوښتنې لاندی دی. په نړيواله توګه، په پوهنتونونو کې نن سبا د هرو ۱۰۰ انجونو په پرتله ۸۸ نارينه داخليږي، او د دواړو تر منځ دغه واټن مخ په ډيريدو دی.
يو وخت دا توپير تر ټولو ډير په غني هيوادونو کې څرګنده وو، خو اوسمهال هر چيرې آن په بيوزله هېوادونو کې هم ليدل کيږي، ښايي يو لامل يې دا وي چې په دوديزه توګه د انجونو د ښوونې او روزنې په وړاندې خنډونه مخ په ورکيدو دي. او په اقتصادي او ټولنيزه توګه دواړه جنۍ او هلک کولای شي د کورنۍ او ټولنې د نيکبختۍ سبب شي.
ښه اوس دا هلکان ولې تنبل دي؟
دا نه ده چې هلکان د پخوا په پرته تنبل شوي دي، بلکه ښوونيز ډګر ته د انجونو پراخه راتګ د دواړو تر منځ دا پرتليزه توپير اوس راڅرګنده کړه، اوس ښکاري چې دوی د نارينه په پرتله په زده کړه کې ښی دي. د هلکانو ځينې ستونزي دوديزه شکل لري. د کار په ساحه کې نارينه اوس هم تر ډيره پر واسطو، پيژندګلويو، ملګرتوبونو پرمختګ کوي، او معاشات يې هم د همرتبه ميرمنو په نسبت لوړ وي.
نو ځکه، اکثرو هلکانو ته په ښوونځيو کې زيار او زحمت کاږل هسې تشه خواري ښکاري، دوی پوهيږي چې په کارځای کې وده پر بل څه کيږي. همداسې د افغانانو په شمول، اکثره دودونه اوس هم زده کړه ډير « نر » کار نه بولي، له هلکانو ستره تمه ټولنيز او کاروباري ژوند وي. همداسې که والدين باسواده وي نو بيا څومره مرسته چې له لوڼو سره د ښوونځي په کارونو په ځانګړي ډول د متنونو په لوستلو کې کوي له زامنو سره يې نه کړي.
د ښوونځيو مديریت هم مطرح دی، په اکثره هېوادونو کې نارينه ښوونکی ډيره ښه نمونه نه وي، زموږ غوندې هېوادونو کې د ښوونځي هلکانو ښوونکو کارونو پسې تلل څه دومره د تعجب خبره نه ده، په درمن او پټو کې خو ورسره نږدې هر يو مرسته کړي. ورسره د ښوونکي دنده په ډيرو هېوادونو کې ښځې مخکې وړي، نو دلته هم د هلکانو لپاره له هغوی سره غږيدل يوه ستونزه ده.
په يوه بله ليکنه (د زده کړو ولسي کيدل) کې مو هم ليکلي وو يوه بله څيړنه ښيي چې په عربي هيوادونو کې انجونې د هلکانو په پرتله په ښوونځيو کې ښې ځليږي، له دې سره دغه هېوادونه د نارينه ښوونکو له ستونزو سره هم مخ دي، څرنګه چې د هلکانو او انجونو ښوونځي بيل دي، هلته د هلکانو لپاره د نارينه ښوونکو موندل يوه ملي ننګونه ده. د دغې ستونزې د يوه حل په توګه دوی له نورو هېوادونو څخه کډوال ښوونکي استخداموي، خو بيا عرب له خپل کبر سره دغه ښوونکو ته په درنه سترګه نه ګوري.
د هلکانو په ښوونځيو کې جنګونه هم ډير وي، د انجونو په پرتله د يو بل ګواښل او لاس اچول هم ډير کړي. او له ښوونکو وهل ډبول هم ډير خوري، په ځينو هيوادونو لکه زيمبابوی او سنګاپور کې خو د قانون له مخې ښوونکی آن حق هم نه لري چې انجونې ووهي، خو پر هلکانو زړه يخولی شي. همدا د وهلو ډبولو ويره ښايي ځينې هلکان مجبور کړي چې له ښوونځي تير شي يا يې وخته پريږدي.
ځينې څيړونکي بيا په دې نظر هم دي، چې په عمري لحاظ انجونې د هلکانو په پرتله ژر هوښياريږي، يا يې پر چارو د هلکانو په پرتله سر ژر خلاصيږي، چې له همدې کبله ښايي په ښوونځيو کې د هلکانو په پرتله دوی ډير ذکاوت او هوښيارتيا ښيي.
په ښوونځيو کې د هلکانو وروسته پاتيدل هېوادونو ته سترې بيې لري، لکه په عربي هېوادونو کې کورنۍ په آسانه نه غواړي چې لوڼه يې ښوونځيو ته ولاړ شي، خو کله چې دغه انجونی ښوونځيو ته ځي نو له هلکانو مخکې کيږي، په ښو نومرو فارغيږي، خو په دنده کې بيا ادارې، مخصوصاً دولتي ادارې نه غواړي چې انجونې وګماري، نو کارونه بيرته بيا همدې هلکانو ته چې درسونه يې په ټيله ټنبه خلاص کړي وو، پاتې وي، چې له کبله يې هېوادونه په ملي کچه ځوريږي.
ورسره د هېوادونو لپاره د بيسوادۍ بيه هم ده، بې سواده شخص د باسواده په پرتله په خپل ژوند کې کمه ګټي، ځينې څيړنې خو آن دا وايي چې د دواړو تر منځ يو په درې يا يو په څلور توپير وي، د باسواده شخص عايد د بيسواده په پرتله په اوسط ډول څلور چنده ډير وي، په ځينو بيلګو کې خو لس ځلې ډير وي. دغه د افرادو بيوزلي بيا د ملي بيوزلئ سبب ګرځي.
ټول پرمختللي هيوادونه باسواده هيوادونه دي، د سواد کچه يې له نوي او پنځه نوي سلنې لوړه ده، ورسره هغوی چې له ښوونځيو تښتي يا ښوونځي پريږدي، ورسره په جرمونو کې د دوی د برخې اخيستنې سلنه هم لوړيږي، د افريقا سري ليون هيواد کې د ۱۹۹۰م کال يوه څيړنه ښيي هغو هلکانو يا سړيو چې ښوونځي يې نه وو لوستی يا يې منځ کې پريښی وو، د لومړي ښوونځي لوستونکو په پرتله يې لس ځله د دې امکان ډير وو چې د هېواد په داخلي جګړو کې برخه واخلي، او د پيسو لپاره وجنګيږي.
تعليم پر ټولو فرض دی، که چيرې ټولنيز او دوديز بنديزونه ونه اوسي، نو ځينې يې ښايي له نورو بهتره لاسته راوړي، او د ځان او د نورو د نيکبختۍ او هوساينې سبب شي.
ورته ليکنی: څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، ټولنيزې شبکې او ژوره پوهه، هېوادونو وده او پوهه، پوهه: پر کومه بيه






څرګندون پریږدئ