ابتکار ټوکې نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ منظمې تجربې (۲)

(د ليکنو پدې لړۍ کې موږ د مبتکرې ادارو پر خواصو غږيږو، هغه ادارې چې ابتکار هڅوي، تر ټولو وړاندې مبتکره دود رامنځ ته کوي، چيرې چې په عمومي ډول کار په زړه پورې وي، دغه دودونه څو ځانګړي خواص لري، لکه: د ناکاميو/ نيمګړتياوو منلو زغم، د نوو نوو تجربو هڅول، په رواني توګه خوندي يا له ګيلو/ تورونو او پيغورونو پاک چاپيريال، مرستندويه خلک او کړنلارې، او ګډ کار يا د مشرۍ خدمتي فکر، چيرې چې د هرې کچې مشر ځان خپلې کاري ډلې ته مسؤل او هغوی ته د آسانتياوو برابروونکی بولي، نه داسې يو څوک چې ټول ورته ځان مسؤل وبولي. لومړئ برخه يې د ناکاميو پر منلو خو له ناهليو څخه پر ډډه کولو ده، دلته لومړئ برخه ولولئ.)

۲. تجربې خو په منظم ډول

هغه ادارې چې تجربې کړي له ابهام او ناڅرګنده حالت سره راحته وي. دوی پوهيږي چې د هر څه ځواب نه لري يا د ښې ارزونې له لارې ځواب ته نه شي رسيدلای. دوی د دوامداره تجربو له لارو زده کړه کړي، او د يوه ناقصه محصول يا خدمت له پلورنې څخه ډډه کړي.

خو له تجربو څخه هدف دا نه دی، چې لکه د دوه کلن ماشوم په څير چې پر رنګ لاس ککړ کړي او پر ديوال يې وموښي، بيا يې مور او پلار ورته خوشحاله وي چې لور مې رسامه ده. له نظم پرته هر څه تجربه ده. منظم دودونه د تجربو په ټاکنه کې ډير محتاط وي او دغه تجربې د اړونده لګښتونو او زده کړې د ارزښت په رڼا کې ټاکي. دې ته ګوري چې دغه زده کړه په دومره لګښت ارزي يا نه.

Vintage light bulb on black background, close up Glowing edison bulb

اصول له وړاندې معلوم وي چې آیا يو فکر نور هم راوسپړل شي، اصلاح او يا له نور څيړلو يې تير شي. دا پدې معنا چې له تجربې لاسته راوړل شوو معلوماتو په رڼا کې پريکړې کيږي. ښايي هغه فکر چې په لومړي سر کې ډير ښه ښکاريده ممکن د ګټور محصول سبب نه شي، يا دغه د نوي محصول فکر ښايي يو څه اصلاح ته اړتيا ولري او يا بايد لدې فکر څخه بيخي تير شو. له ناکامه پروژو تيريدل په راتلونکې کې د نوو تجربو کول آسانوي.

هغه شرکتونه چې د معلوماتو پر بنسټ پریکړې کوي او تجربې هڅوي، هغوی دا خواص لري. لومړی: هلته تجربې د پيل فکر يا نظر تائيد لپاره تجربې نه کيږي، بلکه کاري ډلې هڅيږي تر څو تجربې داسې طراحي کړي چې د پيل فکر نواقص نور هم مطرح کړي.

دوهم: سترو شرکتونو ته ناورته، په دغه دودونو کې دا فکر نه وي چې پر ناکامه چاره د پيسو يا زيرمو ورډيرول هغه بريالئ کوي. بلکه دلته پر تجربه لګول کيدونکي وخت او مصرف اعظمي حد معلوم وي، او که په دغه موده او لګښت کې تجربې نتيجه ورنه کړه نو بيا ترې تيريږي. له دغې لارې ډير د پيل ډير فکرونه تجربه کيږي او ورسره هغه پروژې چې نتيجه نه ورکوي پريښودل يې آسانيږي. ورسره کاري ډلې سره مرسته کړي چې پر يوه ټاکلي تخنيکي اړخ تمرکز وکړي او ژر نتيجې ته ورسيږي. اصل فلسفه دا ده چې پر خپلې غلطۍ بايد ډير ژر پوه شو او په ګړندي توګه هغې لوري ته ولاړ شو چې کار کړي.

درېيم: په داسې ادارو کې له تجربو حاصل شوي معلومات ارزښتمن وي. که چيرې تجارب د يوې مفکورې په اړه منفي معلومات ښيي، نو کاري ډله بايد له مفکورې تير شي يا د معلوماتو په رڼا کې خپل کار اصلاح کړي. په اکثره ادارو کې د «غير متوقع» نتايجو حاصلولو منفي خبر وي. کاري ډلې عموماً فکر کړي چې بايد معلومات داسې بيان کړي تر څو دغه منفي معلومات يوه کوچنۍ ناکامي وبولي او اړونده پروګرام دوام ومومي. پر بريالي ابتکاراتو ولاړو ادارو کې پر دغو معلوماتو سترګې نه پټيږي، او هر لوري ته چې اشاره کړي، هماغه لوري ته اړونده کړه وړه ترسره کيږي.

په پای کې، د برياليو ابتکاراتو ادارې کاري ډلې پخپله هم پوهيږي چې په ابتکاراتو کې يې ګټه ده، او په خپلو چارو کې ډير منظم وي. دوی پوهيږي چې پر ناکامو چارو کار کول دوی نه مالداره کوي او که چيرې ناکاميو ته دوام ورکړي نو د بريالئ ډلې له غړيتوبه پاتې کيږي.

اوس که دا له نورو عامو شرکتونو سره پرتله کړئ، چيرې چې ستاسې د پروګرام لغو کيدل په شخصي توګه يو بد خبر ګڼل کيږي. دغه خبر کولای شي د شخص موقف، دندې يا مسلک ته نه جبرانيدونکی تاوان ورورسوي. بلخوا ته د برياليو ابتکاراتو په شرکتونو کې د ابتکار پيلول اصل برياليتوب وي، نه دا چې يو ناکام ابتکار ته دې څوک دوام ورکړي.

منظمو تجربو هڅول يو متوازن عمل دی. د مشر په توګه، تاسې غواړئ چې خلک خپلې مفکورې تجربه کړي، وګوري چې کار کړي يا نه. ورسره بيا د همدې تجاربو په رڼا کې د اړونده معلوماتو غوښتل دي چې خپلې مفکورې ته دوام ورکړي يا ترې تير شي. ضرور نه ده چې هره تجربه دې څرګنده ښه او بد معلومات وزيږوي، خو دغه د تجارتي مشرانو کار دی چې پوه شي کومه تجربه او مفکوره تجارتي ارزښت لري، ورته دوام ورکړي او له کومو تير شي.

خو، دلته د کاروبارونو مشران هم بايد يو نظم او سيسټم ولري چې خپلو همکارانو ته وښيي پر کوم اساس تجربې ټاکل کيږي، دوام پيدا کوي او کومې وژل کيږي. دغه سيسټم هم بايد پر معلوماتو بنا وي او دوی هم بايد پر دې پوه شي چې خپلې پریکړې پر زيږيدونکو معلوماتو کوي او که اړتيا وي نو خپل فکره هم تيريدای شي او چارې داسې پر مخ بيايي چې د ادارې پر ګټه وي.

(په نورو خواصو په رواني توګه خوندي چاپيريال، مرستندويه خلک او کړنلارې، او ګډ کار يا د مشرۍ خدمتي فکر يې راتلونکي کې څيړو)

ورته ليکنی: ابتکار ټوکې نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (۱)، د دولت د نوښت او ابتکار هڅولو نیمګړې او ړندی هڅې، د ناپوهۍ بيه، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – دوهمه برخه، پر ټکنالوژئ پانګونه، د باور او مفکورې جهل، د بدلون له ډار اخوا، کله چې په ژوند کې  له يوه ستر بدلونه تير شئ، دا پنځه کړنلارې وکاروئ (۲)


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

2 responses to “ابتکار ټوکې نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ منظمې تجربې (۲)”

  1. د زده کړې – ولې  – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ليکنی: ابتکار ټوکې نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ منظمې تجر…د مشرۍ کبر او ناکامۍ مزل، د کوچنيانو او ځلمکیانو […]

    Like

  2. ټکنالوژي او ملي کړنلارې – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ليکنی: مهارتونه او د کاروبارونو وده، ابتکار ټوکې نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (2)، د دولت د نوښت او ابتکار هڅولو نیمګړې او ړندی هڅې، د […]

    Like

څرګندون پریږدئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading