پيژندنه د تحصيلي سندونو په شان وي، چې کولای شي د دندې دروازه درخلاصه کړي، مرکې ته مو راوغواړي يا امتحاني دورې ته مو شامل کړي، خو مهارتونه بيا له تاسې سره په بقا کې مرسته کړي.
پيژندنه هم په هغه مسلکونو او دندو کې کاريږي چې غوښتونکي يې ډير وي يا داسې دندې چې مهارتونه يې عام وي او نسبتاً هر څوک دا فکر کوي شي چې دغې دندې پر مخ وړلای شي. يا ادارې دې دندو ته په هغه سترګه نه ګوري چې ډير ماهره کاري ځواک موندلو لپاره ورته هڅه وکړي.
په همدې افغانستان کې داسې ډيرې دندې شته چې د ټول هېواد په کچه يې کافي ماهره ځواک نه شته، او داسې دندې هم شته چې هيڅ مهارت ته اړتيا نه لري. د دندې ارزښت د اړتيا وړ مهارت ټاکي، که چيرې دنده پر لړلو تپلو هم پرمخ ځي او اداره هم پرې سترګې پټوي نو بيا هم ښايي د ادارې مشران خپلو پيژندګلويو ته ډير وګوري، نه دا چې وړ کس ورته پيدا کړي.
که دندو ته د مصر اهرامونه يا ولاړ مثلث په توګه وګورئ، نو بيخ يې پيړ او څوکه يې نرۍ ده، يعنې هغه دندې چې د دې اهرامونو په بيخ کې دي هلته هم مهارتونه او هم عارضين ډير دي، هر څومره چې څوکې ته لنډيږئ هم مهارتونه او هم اهل عارضين کميږي.
هر څومره چې تاسې په يوه مسلک کې دوام کوئ، تجربه او پوهه حاصلوئ، همدومره د اهرام څوکې ته لنډيږئ، د سيالۍ خلک مو کميږي. نو که غواړئ دغې څوکې ته لنډ شئ، خپل مهارتونه بهتره کړئ. همدې ليکنې پای کې پرې غږيږو.
دندې پر خواهشاتو او ګيلو نه تر لاسه کيږي، دنده مهارت غواړي او دغه مهارت وړاندې کول او نور پرې پوهول بيا سلوک غواړي.
يو څوک به ډير تکړه ډاکټر وي خو که اخلاق يې له طبابت سره برابر نه وي، نو ښايي ډير مراجعين ونه لري، همداسې يو څوک به ډير ښه مبلغ وي، خو که پر خپل تبليغ په عمل کې سست وي، نو بيا هم ښايي ډير خلک يې خبرې ته غوږ نه شي.
هر کله چې موږ له مهارتونو بحث کوو، نو عموماً په دوو ډولونو کې رانغښتل کيږي، لومړی يې پر مسلک متمرکز مهارتونه دي، دغه مهارتونه هر مسلک لپاره خاص وي، لکه د طبابت مهارتونه له انجينرۍ يا ښوونکي سره توپير لري، آن په هماغه مسلک کې هم بيا هم د هرې څانګې مهارتونه نور هم تخصصي وي. لکه په طبابت کې ښايي د داخلې معالج مهارتونه د غاښونو يا جراح له تخصصي مهارتونو سره توپير ولري.
دوهم ډول يې بيا شخصيتي مهارتونه دي، چې له مسلکي مهارتونو سره يو ځای ورته اړتيا وي. په دغه مهارتونو له خلکو سره کار کولو څخه نيولې تر مالي او کاروباري مهارتونو ټول راځي. دا عموماً شخصيتي او اخلاقي اړخ لري. يو څوک به ډير ښه طبيب وي، خو که ناروغ نه شي پوهولای چې څه تکليف لري او څرنګه بايد تداوي شي، نو ښايي درملنه يې ډيره اغيزمنه ونه اوسي.
په عمومي توګه، پوهنتونونه پر مسلک متمرکز وي، ځکه چې مسلکي مهارتونه په آسانه ارزول کيدای شي، که يو څوک ښه طبيب ګڼئ نو تحصيلي اسناد او تجربه يې ګورئ، تاسې ته وړ ښکاري. سره لدې چې دغه تمرکز دا ګټه لري چې د فارغيدونکو ارزول آسانيږي، خو ورسره يې تاوان بيا دا وي چې دغه خلک بيا په ټولنه کې له نورو سره په کارکولو کې ستونزه لري.
نو ځکه، له مسلکي زده کړو سره د شخصيتي او اخلاقی زده کړو مل کول هم مهم دي. له اخلاقي زده کړو څخه هدف دا نه دی چې دغه شخص دې اخلاق ونه لري، دلته هدف دا دی چې که چيرې يو چا په دفتر کې کار نه وی کړی يا يې رسمي دنده نه وي لرلي نو له هغې څخه د دغې دندې اخلاقو لرلو تمه بې ځايه ده.
نو ځکه هغوی چې دندې پسې ګرځي، بايد پوه شي، چې:
۱. دندې پر مهارت وي: ادارې پر مهارتونو چليږي، نو کله چې اداره کومه دنده اعلانوي په اصل کې هغه مهارت پسې ګرځي چې دغه دنده ورته اړتيا لري. بيا له دې مهارت سره موازي نور مهارتونه هم لټوي، هر شخص چې دغه اړوند مهارت ولري، دندې ته ټاکل کيږي.
بيا چې کله له يو ډير داسې اشخاص پيدا شي چې اړونده مهارتونه ولري، نو بيا بحث دويمګړيو مهارتونو او په اخيره کې واسطو ته ځي. آن په پيژندنه او واسطه کې هم هغه شخص ته لومړيتوب ورکول کيږي چې دنده پر مخ يوړلای شي.
هغوی چې له مهارت پرته يو شخص دندې لپاره ټاکي، خيانت کوي. هغه که په هره نامه وي چې زده به يې کړي يا زموږ ورته اړتيا ده يا اړوند اخلاق لري، او نور ورته دلايل، ټول د خپل خيانت پټولو بهانې دي.
۲. سيالي د مهارتونو ډيروالی دی: هر چيرې چې سيالي ډيره وي، هلته هغه اړونده دندې ته عارضين ډير دي، يعنې ډير خلک فکر کړي چې هغه مهارتونه لري چې دغه دنده پر مخ وړلای شي.
که غواړئ ممتاز شئ نو له ځان سره داسې ځانګړی مهارت ولرئ چې په بازار کې کم وي. وده له ناکامۍ پيليږي، يعنې داسې څه کړئ چې تاسې ته د پرمختګ دروازه پرانيزي. له سيالۍ تيريدل تاسې ته ښيي چې څه زده کړئ او څرنګه راتلونکې سيالۍ ته تيار اوسئ.
۳. تمرين او دوام مهارت ښه کوي: ټول ماهره خلک پر خپل مهارت دوامداره کار کړي او له خپل مسلک سره پاتې کيږي. له وخت تيريدو او دوامداره تجربو سره مو مهارت ښه کيږي. زده کړه يوازې کتابونه نه دي، دوامداره کار، اشتباهات، بيلابيل ابتکارات او پکې ناکاميدل، او نور ټول کيدای شي د زده کړې سبب شي.
څيړنې وايي چې د بریاليو خلک په برياليتوب کې له ۸۰٪ زيات خپل کسب کې دوام ونډه لري، يعنې هغوی چې په خپل کسب کې پاتې شي، د وخت له تيريدو سره يې د برياليتوب امکان ډيريږي.
۴. مهارت له دويمګړو سلوکونو سره غښتلی کړئ: د ځينو مسلکونو پر مسلکيانو دا تور وي چې د خبرې پر چم نه پوهيږي، يا ټولنيز مهارتونه يې ضعيفه وي. څيړنې ښيي چې ستاسې په وده او پرمختګ کې له ۶۰٪ زياته ونډه د مفاهمې، ټولنيزو اړيکو، له خلکو سره کارکولو او نورو ورته مهارتونو کې ده.
۵. ځان پوه کړئ چې په څه کې ښه ياست: زموږ ښه والی زموږ له خوښې سره مستقيم ربط لري. موږ په هغه څه کې ښه کيږو چې خوښيږي مو. په هر څه کې سيالي شته، او څوک بايد له سيالۍ ونه ويريږي. مهمه دا ده چې د خوښې پر اساس خپل مسلک ته دوام ورکړئ، دغه دوام د دې سبب ګرځي چې وده وکړئ.
نن چې څه لرئ هغه د پرون د زحمت نتيجه ده، سبا چې څه غواړئ، هغې لپاره به نن زحمت باسئ.
ورته ليکنی: د مسلک بيه، د زده کړې – ولې، ابتکار ټوکې نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه






څرګندون پریږدئ