ميرويس نيکه د ګرګين له ظلمه تنګ وو، او په ټولنه کې يې ليدل چې د نورو هم ورسره ګوزاره سخته ده. لاس په کار شو، د خپل غورځنګ لپاره يې ملاتړ او وسايل برابر او هېواد يې خپلواکه کړ، اولادونو يې آن د دښمن په پلازمينه کې خپل بيرغ ورپاوه.
ګاندي په جنوبي افريقا کې انګريزانو له اورګاډي پدې ګناه وغورځاوه چې ولې د انګريزانو په کابین کې سفر کړي، دا بايد له نورو سره په ورستيو ډبو کې سفر وکړي. ګاندي وايي چې ځان راته ډير بې وسه ښکاره شو، شپه يې د اورګاډي په تمځای کې له دې فکر سره تيره کړه چې يا به دا هر څه مني، ټول عمر به ګيله من وي او يا به يې د بدلولو لپاره هڅه کړي.
واټس آپ چې نن نږدې درې ميلیارده کاروونکي لري، تاسې به يې هم کاروئ، د يوه يوکرايني کډوال لخوا د دې ستونزې حل لپاره جوړ شو چې په خپله په امريکا کې اوسيده او کورنۍ يې په يوکراين کې وه، د ټليفون او احوال اخيستو لګښتونو او پيچلتياوو حل غوښته، چې ده ورته واټس اپ جوړ کړ، تر څو په ارزانه، آسانه او تلپاتې ډول له نورو سره په اړيکه کې وي.
بنده کولای شي ژوند ته له دوه اړخه وګوري، يا له خپلو حالاتو ګيله من شي او يا د شته ستونزو حل لپاره لاس په کار شي. منډيلا اوويشت کاله زندان تير کړ، د يوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا کله ناهيلې شوې وو، ده ورته ويل چې نه! زه تل پر دې باور وم چې زما د ژوند ښه او بد زما په لاس کې دي، زه يې کولای شم بدل کړم.
ورسره ترې دا پوښتنه هم شوې وه چې آیا پر دې يې باور درلود چې له زندانه به راوځي او ولسمشر کيږي به، ده ورته وويل: چې زه آن پر دې هم باوري نه وم چې له زندانه به ژوندی راووځم، ځکه له ما سره ډير ملګري د شپې له زندانونو وويستل شو او بيا مې ونه ليدل، نو نه، زه نه پوهيدم چې له زندانه به راووځم، خو پر دې پوهيدم چې پر ځينو ارزښتونو باور لرم او د هغې لپاره کار کړم، او که چيرې دغه هدف ته رسيدو لپاره په زندان کې مړ هم شم، نو پروا مې پرې نه شته.
هر بدلون په پيل کې له مزاحمت سره مخ کيږي، او دا مزاحمت لومړی د شخص له ذهنه وي، له بدلون سره په دوامداره توګه دا فکر مل وي چې زه که چيرې ځان بدلوم نو معنا دا ده چې اوس ناکام يم، نو مجبور يم چې بدل شم. يا زه نه پوهيږم هغه لور ته چې روان يم هغه به کار وکړي يا نه.
نو ځکه ډير خلک په دغه لار هیڅ مزل نه پيلوي، ځکه چې د ناکامۍ منل د ډيرو د وس خبره نه وي، ورسره دا خطر هم نه اخلي چې راتلونکی به ښه نه شي او اوسنی به هم خراب کړم. دا به هم ولاړ شي او هغه به هم ونه شي. له ناکاميو نسبي برياوو ته تګ په پرتليزه توګه آسانه وي، خو له نسبي برياوو لوړو برياوو ته تګ ستونزمن وي.
لدې سره دوهم بحث د مزل اوږدوالی دی، هر هغه څه چې په لاسته راوړلو ارزي هغه وخت نيوونکی وي. د نوي مهارت د زده کړې يوه تيوري لس زره ساعته تمرين يادوي. د دې مفکورې ملاتړي وايي چې د هر نوي مهارت زده کولو او څوکې ته رسيدو لپاره تاسې بايد لږ تر لږه لس زره ساعته تمرين وکړئ، اوس دا لس زره ساعته څو کاله کيږي هغه تاسې پورې ده چې د ورځې څومره تمرين کړئ.
مهمه داده چې پوه شئ، هر با ارزښته څه ته رسيدل وخت نيسي.
د نړۍ هر نامتو شخص د ټولنې او حالاتو له ننګونو سره مخ شوی دی، خو دوی پوهيدل چې ټولنه د بهتر په لور بدلوي. بنده کولای شي چې ژوند ته د ګيله من يا بدلوونکي په سترګه وګوري. کولای شي چې د لغمانيانو له ګلپي څخه نيولې تر سياسته له هر څه ګيله من شي، او يا ځان ته لوری معلوم او په هغې کې د بهترۍ په لور ولاړ شي.
تاسې کولای شئ بدلون ته له هدف يا پروسې يعنې د منزل يا مزل له اړخه وګورئ. ځينې وختونه تاسې ته هدف معلوم وي، په هره طريقه چې وي ځان هدف ته رسوئ. لدې سره بيا ځينې وخت هدف معلوم نه وي، خو پوهيږئ چې که چيرې ښه عادتونه خپل کړئ، ښه مزل وکړئ نو ښه هدف ته رسيږئ.
بدلون خپل پړاوونه لري، له ګيلې پيليږي، بيا دغه ګيله پر ستونزه بدليږي، او دغې ستونزې حل لپاره لارې چارې لټول کيږي.
نړۍ له ګيله منو ډکه ده، ځکه ګيلې تر ټولو آسانې وي، بدلوونکي هم له ګيلو ډک وي، خو دوی پوهيږي چې ژوند پر ګيلو نه ښاديږي، که غواړو پرمختګ وکړو، د بهترۍ په لور ولاړ شو، نو له ګيلو به تيريږو او بډې به رانغاړو.
ورته ليکنې: د ښې مشرۍ ۸ مهارتونه، د بریالي ژوند معيار، د مسلک بيه، شکوڼ او ګيدړ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ مزل







څرګندون پریږدئ