د ادارو ښه کار او نتايج: خلک که سيسټمونه

ادارې عموماً درې بنسټيزه توکي لري: خلک، سيسټمونه او قوانين. خلک د ادارې کاري ځواک دی، سيسټمونه او پروسې هغه کړنلارې دي چې د هغوی پر سر ته رسولو ادارې خپلو اهدافو ته ځان رسوي او خدمتونه يا محصولات وړاندې کوي، او قوانين يا طرزالعملونه هغه قانوني اسناد دي چې دواړو خلکو او سيسټمونو ته د خپلو اجراتو واک ورکوي.

د ادارو تر ډيره هڅه پر دې وي چې تکړه او کاريګر خلک پیدا کړي او بيا د ورسپارل شوې دندې په چوکاټ کې د هغوی د ظرفيت پر ښه کولو کار وکړي، چې عموماً د وخت پر مديريت، کاري ډلو پر کار او د افرادو پر خلاقيت او نورو ورته موضوعاتو راڅرخي.

خو د نن کارکوونکي ته پر کتو چې کار يې خلاصون نه لري، ټوله ورځ بريښناليکونو او ټولنيزو شبکو ته ځوابونه وايي، په ورځنيو عملياتي چارو کې دخيل وي او پر حياتي لومړيتوبونو تمرکز ته وخت او زغم نه لري، او ورسره د ادارو لخوا سيسټمونو غوروالي ته نه پاملرنه، د دې ټولو په رڼا کې ويلای شو چې د کاري ظرفيت لوړولو دې انفرادي روزنو څه دومره ښه پايله نه ده لرلی.

سره لدې چې دا روزنې دومره بدې نه دي او ډيرو لپاره کار هم ورکوي، خو دا ټولې روزنې پر يوه کلیدي ټکي سترګې پټوي او هغه دا دی چې خلک يوازې کار نه کړي، دوی د ادارو د پيچلو جوړښتونو برخه وي، چيرې چې د دوی کارونه پر يو بل متکي وي، او همدا اتکاوی دي چې د شخص کاري ظرفيت محدودوي او پر فردي کاري ظرفيت او ښه والي اغېزه کړي.

ايډورډز ډي مينګ (Edwards Deming) چې د ادارې مديريت او کيفیت د ساحې له مخکښانو څخه ګڼل کيږي وايي چې د ستونزو او فرصتونو بهترولو ۹۴٪ برخې پر سيسټمونو ولاړې وي، يعنې که غواړئ يو څه ښه کړئ، پر سيسټمونو تمرکز وکړئ.

د همدې څيړنې په رڼا کې ووايو که چيرې غواړئ چې د ادارې کاري ظرفیت او اشخاصو کاري محصول او نتيجه ښه شي نو بايد سيسټمونو ته پام وکړو. فردي حل ګټه لري خو د ادارې په کچه د کاري محصول ټيټوالي او نااهلۍ بهترولو تر ټولو ګټوره لار د ادارې په کچه پر سیسټمونو تمرکز دی، نه دا چې افرادو پسې وګرځو، يا ووايو چې تکړه خلک نه شته.

سيسټم په خپل ذات کې د مستقلو واحدونو ټولګه وي، چې هر واحد کولای شي په خپله هم کار وکړي، خو د غوره نتيجې او سترو لاسته راوړنو لپاره سره يوځای شوې وي، او يو فعال، غبرګون لرونکی، ژوندی سيسټم يې رامنځ ته کړی وي.

  دلته پر څلورو لارو چارو غږيږو چې کولای شي د ادارې کاري محصول او نتيجې ته رسيدو ظرفيت بهتره کړي.

bird's eye view of freeway

۱.  خنډونه پر پوړونو وويشئ

اکثره هغه ادارې چې ښه کاري نتايج او محصول لري ټولو ستونزو لپاره پوړيزه ترتيب لري. تر ټولو وړاندې د ټيټې درجې مامورين کار پيلوي او کاري چارې پر مخ بيايي، هر کله چې په لومړي پوړ کې د لومړۍ درجې کارکوونکي له خنډ يا ستونزې سره مخ شي، نو دوی يې يوه درجه لوړو آمرينو ته راجع کوي، هغوی چې د ټيټې درجې مامورينو پسې کار پيلوي، اړونده ستونزو ته پام کوي، که چيرې د دوی هم پرې وس ونه رسيږي نو يوه درجه لوړ آمرينو ته ځي، تر څو چې د ستونزې حل لپاره اداره لاره ولټوي، او که چيرې حل نه شي نو د ادارې عمومي مشرانو ته راجع کيږي.

د دې کار څو ګټې وي، لومړۍ خو دا ده چې د ادارې د لومړۍ درجې کارکوونکي د ادارې له مشرانو سره نښلوي، دوهم اداره پر ستونزو او د هغې پر حل متمرکزوي او د بې ځايه ايميليونو او مکتوبونو مخه نيسي، او همداسې اداره متوجه کوي چې کومې ستونزې ډيرې مخ په لوړه درومي، تر څو وکولای شي هغې لپاره لارښودونو او کړنلارې جوړې کړي.

خو، دا کار بايد له مسؤليت او «تفتيش» څخه ځان خلاصولو پر معنا نه وي، همداسې هغوی چې ځان ته لوړپوړي وايي بايد د ټيټ پوړو کار ته خوشحاله نه شي، هر څومره چې د دې ټيټې درجې کار مخ په لوړه درومي همدومره د ادارې بې نظمي او سيسټمونو او اړونده پروسو نشتوالی ښيي، دا ښيي چې ټيټ پوړي مامورين د خپلو چارو لپاره کافي مهارتونه، لارښودونه او يا واک نه لري.

۲. کار څرګنده کړئ

په دفترونو کې اکثره کار پټ وي، د خلکو په کمپيوټرونو، دوسيو او مغزو کې ورک وي. چې له کبله يې سخته وي تر څو پوه شو خلک څه کړي آیا کار پرې ډير شوی دی يا کولای شي نور کار وروسپارو. نن سبا د کار څرګندولو ډيرې وسيلې شته لکه له سکرم بورډ نه نيولې تر آنلاين وسيلو پورې ډير څه شته چې هر کار او مسؤليت ته ټکټ يا کارت ورکوي، يعنې مسؤليت ته شکل ورکوي او هر څوک پوهيږي چې هر شخص څومره ټکټونه لري.

همداسې د دې کار بله ګټه دا ده چې د بې ځايه راپورونو او کاري اجراتو بريښناليکونو مخه نيسي، په غونډو کې هم د دې پوښتنو اړتيا نه وي چې په څه کار کوئ، ورسره دا وسيلې يوه بله ګټه دا لري چې کولای شئ د هر شخص مسؤليتونه پر ګرافونو وګورئ چې هر چا ته کوم او څرنګه مسؤليتونه سپارل شوي دي.

دا هم مهمه ده چې کارکوونکي قصداً له کاره وزګار کړئ، ډير خلک فکر کوي چې هر څومره مصروف وي همدومره ښه ده، آن د ډوډۍ او نورو وقفو وخت هم پکې ورک وي، که عادي عملياتي کار غواړئ چې هر څوک هر څه کړي خو هیڅوک هیڅ هم نه کړي، يو حلقوي شکل چې هیڅ معلوم نه وي دا موږ څه کړو، نو مصروفه يې وساتئ.

خو، که پر پايلو ولاړ ذهني او نتیجه لرونکی کار غواړئ، نو د خپلو کارکوونکو د مصروف وخت سره د بې کاره وخت حساب هم وساتئ، کارکوونکو ته د ډوډۍ وقفه ورکول، پر رخصت ليږل، له ورځني کاري ساعتونو وروسته د هغوی وزګار پريښودل او نور، د هغوی آرام ساتل بايد د شرم او عيب له درجې راووځي.

person using white tablet computer on table

۳.  له کوم ځایه ځان خبر کړو

پخوا به کلو او ښارونو کې ډنډورچيان وو، هر کله چې په کلي آفت راغی يا کومه مهمه موضوع به وه، دا ډنډورچيان به کوڅه په کوڅه ګرځيدل او خلک به يې خبرول، نن سبا موږ د اړيکو دومره وسيلې لرو چې مجبوراً بايد دوامداره وڅارل شي تر څو له کاروانه پرې نه وځو، د دې دوامداره څارلو تر ټولو لوی تاوان دادی چې د آفت يا مهم پيغام احوال مو هم له پامه غورځيږي.

هر کله چې اداره ونه شي کړای خپلو کارکوونکو ته مشخصه کړي چې د ناڅاپي پيښو يا داسې حالاتو کې چې سمدستي پریکړې او پاملرنې ته اړتيا لري څه بايد وکړو، نو دوی مجبوريږي د اړيکو ټولې وسيلې دوامداره وڅاري او پاملرنې ته اړتيا په صورت کې بيا هم له همدې وسيلو کار واخلي او نه پوهيږي چې څه وکړي.

داسې فکر وکړئ چې ځينې کارکوونکي مو آرامه ځای او فکر ته اړتيا لري خو هغوی سره دا ويره وي چې که چيرې مهمه موضوع وي نو څرنګه به څوک احوال راکړي، هغوی مجبور دي دوامداره بريښنالیکونه/ پيغامونو/ ټليفون او نور وڅاري تر څو وروسته پاتې نه شي، خو خپل کار ته يې هم انديښنه وي.

نو ځکه غوره به وي په داسې صورت کې د ادارې په توګه ټولو ته وواياست چې که چيرې موضوع مهمه وه موږ به د اړيکې دا وسيله کاروو او له دې پرته به ترې ډډه کوو، او دا نورې وسيلې دويمګړی ارزښت لري، او کولای شئ د اړتيا په صورت کې پرې سترګې پټې کړئ.

gray top

۴. د مسؤليت او واک انډول سره برابر کړئ

عموماً کارکوونکو ته مسؤلیتونه سپارل کيږي خو پايلو ته د رسيدو واک نه ورکول کيږي، دا ناانډولي يا واک نه سپارل د ستړيا، انديښنو او پر اوږو د بې ځايه بار سبب ګرځي. د دې لپاره اصل ډير ساده دی: که چيرې کارکوونکی د نتيجو او کار مسؤل دی، نو بايد بې ځايه بریښنالیکونو، پريزنټشنونو او غونډو پرته د اړونده پریکړو او زيرمو کارولو واک هم ولري، او پوه شي چې هر څرنګه په بهتره توګه کولای شم پايلو ته ورسیږم اداره به مې ملاتړ کړي.

د مسؤليت او واک يو تر ټولو ښه موډل ټيټ پوړو کارکوونکو ته د بې خطره يا پروګرام شوو پريکړو واک ورکول دي، هغه څه چې اداره يې له ډير وخته کوي او نږدې هر څه يې تعريف شوي وي او يوازې هغه پريکړې چې ستونزمنې يا نوی وي پورته پوړونو ته راجع کيږي.

د مسؤليت او واک برابرول هم انفرادي او هم اداري محصول او نتايجو ته رسيدو ظرفيت ښه کوي.

پر فردي نتايجو او کار ښه کولو کړنلارو او تخنيکونو تمرکز هغه وخت ښه دی که له ادارې بهر کار کوئ، خو که چيرې په اداره کې ياست، کارونه مو اتکاوې لري، نو پر سيسټمونو او د نورو پر کار متکي ياست، غواړئ د ادارې کاري ظرفيت ښه شي، د سيسټم پر کچه فکر وکړئ، د ادارې عمومي بهتري پر ټولو ويشلې او ټول بهتروي.

ورته ليکنی: بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

څرګندون پریږدئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading