د ۱۹۷۰ په لسيزه کې جاپاني شرکتونو توشيبا، هټاچي، ميټسوبيشي او نورو د خپلو ځينو کوچنيو کارونو لپاره فرعي قراردادنه ورکول، هلته ډير کار په دې فابريکو کې کيده، يوازې بنسټيزه خامه مواد له نورو اخيستل کيدل. خو، وروسته څرنګه چې چارې تخصصي شوې، نو دا فرعي قرارداديان د دې شرکتونو د توليد د پروسې کليدي برخه شوه.
له ۱۹۸۵ راديخوا چارې تخصصي ګڼل کيږي، همدا شرکتونه که موټرې جوړوي يا الکټرونيکي مواد يا نور، دوی يې ځانګړي توکي له تخصصي شرکتونو رااخلي. دغه ځيرکه ټليفون چې تاسې يې کاروئ، که آی فون وي يا سامسنګ يا کوم بل يو، هره پرزه يې تخصصي شرکتونو جوړه کړې ده. له ټچ سکرين نيولې، د چارجولو تر ځايه او پروسسرو، ټول يې تخصصي شرکتونه دي، چې له دغو سترو شرکتونو سره قراردادونه لري.
آن د دې ټولو پرزو يوځای کولو او له يو بل سره ښه کار لپاره هم ځانګړي شرکتونه شته، بيا کله چې دوی لپاره بازار موندنه کيږي هغه هم تخصصي شرکت کړي، کله چې د څو ورځو په جريان کې د نړۍ ګوډ ګوډ ته دا وسايل رسول کيږي، دا هم تخصصي شرکتونه کړي.
هر څومره چې يوه چاره پيچلې او پراخيږي، همدومره ورسره تخصص ډيريږي. همدومره دغه احساس کميږي چې هر څوک هر څه کولای شي.
لدې سره که تعليمي نظام ته وګورئ، په لومړيو ټولګيو کې ماشومانو ته هر څه ښودل کيږي، څومره چې ټولګي لوړيږي د ماشوم د استعداد په رڼا کې ځينو مضامينو کې ښه او ځينې کې بيا ګوزاره کوي. پوهنتونونه رشتې ټاکي، او لوړې زده کړې آن بيا د يوې خاصې رشتې په يوه خاصه برخه، طريقه يا نيټه کې کيږي.
په کاروبارونو کې هم تخصص شته، له ساده دوکانه يې راواخلئ، که څوک وچه ډوډۍ اخلي نو نانوايي ته ځي، خو که وړه اخلي بيا هغه ژرندې يا وړو پلورونکي ته ځي، له نانوايي څوک وړه نه رانيسي. همداسې روغتون، پوهنتون، ودانيز شرکت، بانک، او نور ټول خپلې تخصصي دندې لري.
هر کاروبار هر کار نه کړي، همداسې دولتونه هم هر کاروبار لپاره بيا ځانګړي قوانين او کړنلارې لري، عمومي اصول به وي. خو، د هر يوې چارې لپاره تخصصي اصول او کړنلارې وي. هر څومره چې د يوه هېواد اقتصاد وده کړي، همدومره تخصصي کيږي.
د تخصص اساس تخصصي پوهه ده. په غوڅ اکثريت کمپيوټرونو او ځيرکه وسيلو کې د انټل پروسسر کاريږي، دغه شرکت د يوه داسې چا لخوا رامنځ ته شو چې دوکتورا يې درلوده. همداسې نور تخصصي کاروبارونه راواخلئ، ضرور نه ده چې د هر تخصصي کاروبار پيلوونکی دې لوړې زده کړې ولري، اساس يې دا دی چې دا شخص به تخصصي پوهه لري او د دغې پوهې پر استناد به کاروبار پيلوي، او دغه پوهه او تخصصي محصول به په نورو پلوري.
د ښوونځي د زده کړې په څير، هر څوک د هر څه د کولو دعوه کولای شي. خو، د تخصص او ښه کار پيژندنه بيا په خپله يو مهارت دی. د زرو قدر په زرګر وي. که يو څوک وايي چې زه ښه کار پسې ګرځم، نو بايد د ښه کار پيژندلو لپاره ځان لپاره ځينې اصول هم ولري. پوهه، سلوک، مهارت، شهرت، پيژندنه، تاريخچه، او نور داسې معيارونه خپل ارزښت او توپيرونه لري. لټوونکی يې بايد پر توپير پوه وي.
د کيفیت لپاره د پريټو ۸۰ – ۲۰ اصل شته، چې په زده کړه کې بيا دا اصل وايي چې د يوه مسلک پر ۲۰سلنه پوهه تاسې د هغه کسب يا مسلک له ۸۰سلنه خلکو وړاندې تللای شئ، خو بيا که غواړئ چې د دغه مسلک له ممتازو ۲۰سلنو خلکو څخه وړاندې شئ، نو بيا به ۸۰سلنه نوره خواري کاږئ. يعنې، که د مسلک له اتلانو سره سيالي کړئ، نو بايد د هغه اتلانو په څير ځان وروزئ، دا نه کيږي چې زحمت د ټيټو باسئ، او سيالي له لوړو سره کوئ.
آنلاين د کوم څښاک يا خوراک جوړښت ولټوئ. د کوک يا پيپسي توکي آن تر ملي ګرامو ښودل کيږي، پر بوتل يې هم ليکلي وي، خو آیا هر څوک کولای شي د دغو معلوماتو په رڼا کې بيا دا څښاک جوړ کړي. کوم خوراک راواخلئ، لکه ازبکي پلو پخوئ، ټولې اجزاوې آن تر ګرامه ښايي آنلاين ومومئ، خو آیا ښه خوندور پلو پخولای شئ.
له دغو اجزاوو سره چې عمومي پوهه ده. له تجاربو او ناکاميو به تيريږئ. پر وسايلو به يې ځان پوهوئ. د دغو اجزاوو له يو بل پر مطابقت به یې سر خلاصوئ. ترتيب او ترکيب به يې زده کوئ. د کار پر مهال به یې له ناکاميو تيريږئ. مشورې به پرې کوئ. نورو ته به يې د څښاک او خوراک لپاره ورکوئ. بيا به داسې يوې نتيجې ته رسيږئ چې تاسې او نورو ټولو ته د منلو وړ وي.
له عمومي پوهې سره به د چارې اړوند تخصصي پوهې او کړاوونو څخه تيريږئ، بيا به د ټولنې، مراجعينو، مشتريانو او نورو لخوا د تخصص شهرت پيدا کوئ، څوک چې تر څو د چارې اړوند عمومي پوهه عملي نه کړي، د هغې په رڼا کې تخصصي پوهه وانخلي او بيا يې ونه ازمويي تر هغې تخصص نه حاصلوي.
او دا ټول وخت نيسي او ضرور نه ده چې دغه ټول وخت دې بيا يو څوک تخصص ته رسيدو لپاره زغم هم ولري. او يا دې وغواړي چې د هغې چارې د متخصص پر نامه ياد هم شي يا آن ټولنه هم هغه وخت چې دا تخصص ته رسیږي، د دې د جذب او هڅولو ځای ولري.
د تخصص دعوه آسانه او ارزول او ورته رسيدل يې ستونزمن دي. خو، له هر کاره او بې تخصصه سره کار او ورڅخه د خدمت يا محصول اخيستل ښايي په لنډه کې خلکو ته ارزانه ښکاره شي، خو په اوږده کې يې رانيوونکی ډيره ستره بيه پرې کوي.
ورته ليکنی: د غوره مفاهمې پنځه بنسټيزه اصول، د ښې مشرۍ ۸ مهارتونه، د مسلک بيه، د زده کړې – ولې، ابتکار ټوکې نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه






څرګندون پریږدئ