د سقراط د منطق ښوونکی اسپاژيا په نامه يوه ميرمن وه، چې دا ترې په خپلو ليکنو کې يادونه کوي، سره لدې چې د اسپاژيا خپلې کومې لیکنې نه دي پاتې، خو اکثره نامتو يوناني لیکوالان يې د خپلو زده کړو يوه سرچينه بولي. خو څرنګه چې سقراط په ژوند او وروسته له مرګه يې شهرت پيدا کړ، شاګردان يې ډير شو، او نامتو خلکو د هغې پر زده کړو ځان نازاوه. نو دې شاګردانو دا ورته بده بريښيده چې ووايي زموږ د مشر لارښود ښوونکی ښځه وه، نو د هغې نوم او مراجع يې له خپلو اسنادو ليرې کړل. نه يې غوښتل خلکو ته دا وښيي چې د دوی په وده او کتاب کې د ښځو مشري او له هغوی زده کړه شته.
کله چې عيسويانو له مسلمانانو هسپانيا ونيوله، نو له مسلمانانو ډير زيات کتابونه او علمي آثار هلته پاتې شول، کله چې د عيسويانو مذهبي مشر پاپ له دې خبر شو، نو د هغې کتابونو د سوځولو امر يې وکړ چې دغه علم د دوی خلکو ته ونه رسيږي، خو ځينو سيمه ييزو چارواکو او عامو خلکو دغه کتابونو پټ کړل، په پټه يې له عربي څخه ايټالوي، هسپانوي او يوناني ژبو ته وژباړل او پخواني کتابونه یې هم چې څومره امکان وو، خوندي کړل.
وروسته څيړنو وښودله چې له مسلمانانو څخه د همدغې پاتې علم له برکته په اروپا کې د پرمختګ او راويښيدو جريانونه پيل شو، او دغه علم يې د ډيرو لپاره د لارښود او الهام بښلو ښه سرچينه وه.
کله چې شاه محمود غزنوي په هند کې د سومنات بت مات کړ، نو ځان ته یې د بت شکن لقب غوره کړ يا خلکو ورته د فاتح هند او بت شکن لقبونه ورکړل، په غوړه مالۍ کې يې ورته هیڅ صفت پرې نه ښود. د سومنات تشبيه يې د اسلام د پيل د کعبې له بتانو سره وکړه او هماغه ډول يې وويل چې په هند کې يې د اسلام د پيل بيرغونه لوړ کړل. بيا يې له بت سره د سترو خزانو نسبتونه وکړل چې په فيلانو او آسونو يې بار کړه او هغه سيمه یې خواره او دلته يې خلک مالداره کړل.
آن، کله چې انګريزان له افغانانو سره ښکيل شو، او په جګړه کې يې تر کابله پرمختګ وکړ، نو له غزني څخه يې د ښه بوی لرونکي يو لرګين چوکاټ له ځان سره هند ته يووړ او هلته يې هندوانو ته وښود چې ګورئ موږ دا په غزني کې د شاه محمود د دربار له پاتې شونو څخه تاسې ته راووړ او ستاسې د سومنات بدل مو واخيست. موږ په تاسې غيرت وکړ، موږ خو ستاسې خپل خلک يو.
اوس چې سومنات څومره ستر وو، او څومره خزانې ترې افغانانو راوړی، دا بيل بحث دی، خو يوازې دومره ده چې نوی څيړنې وايي چې د سومنات معامله دومره ستره نه وه لکه څومره چې تاريخ ليکونکو پړسولې ده.
![]()
نن سبا په هند کې له يوه ښځينه ډاکترې سره شوي ظلم او ازار په وړاندې مظاهرې کيږي، د دوی مذهبي مشران په تکراري ډول دا وايي چې په هندوانو کې د ميرمنو درناوی شته او آن زموږ د عبادت ځينې مقدسات هم يوازې ښځينه وو لپاره دي، خو په همدې هند کې تر يو نيم سل کاله وړاندې پورې ښځې د میړه له مرګ وروسته په قانوني ډول ژوندۍ ستي (سوځول) کيدلې، چې بيا انګريزانو دغه چاره غيرقانوني وبلله او مخنيوی يې وکړ، او آن تر نويمې لسيزې پورې د دغه سوځيدو شواهد موندل کيدل، چې په پټه به دغه چاره اجرا کيده.
هر پرمختګ له ځان سره کړاوونه لري. په فردي توګه د انسان که خوښه وي يا نه، خو په ټوليز ډول بشر مخ پر وده دی، او له ودې هدف د خپلو ننګونو حلول او ژوند آسانول دي. يوه زمانه کې پر آس مزل وو، خو بيا هم له ډيرو خلکو سره آسونه نه ول، نو چا چې به پر آس مزل کاوه هغه به مالداره وو، خو نن د اوږد مزل لپاره الوتکې دي، او ښايي د دغو بديل هم پيدا شي.
يعنې، د سفر اړونده ستونزې بشر په ټوليزه توګه حل کړی، اوس به هم خلک پياده مزل کړي، آن د موټر د کرايه ورکولو پيسې به ونه لري، خو په ټوليزه ډول د طيارو له شتونه او ارزښته سترګې نه پټيږي.
هره ټولنه خپل تاريخ د خپلو نننيو واقعيتونو سره برابروي، پر هغو ټکو او فصلونو سترګې پټوي چې د دوی له نن مزاج سره برابر نه وي، سبا چې د ټولنې مزاج بدل شي بيا يې هغه هير شوي فصلونه را په ياد شي، خو دا پدې معنا نه ده چې ټولنې تاريخ نه لري يا د نن اعمال د سبا د تاريخ برخه نه ګرځي.
د فرد نن د هغې سبا ټاکي، که څوک ښه سبا غواړي نو بايد له نن څخه ورته زحمت وباسي. بودايان متل کا چې ستاسې نن ستاسې د پرون د اعمالو نتيجه ده، او ستاسې سبا ستاسې د نن د پریکړو محصول دی. په ټولنيزه توګه ټولنې له افرادو جوړې وي، هر څوک په دغه ټولنه کې ونډه لري، که هر څوک په ټولنيزه ډول يو بدلون يا بریاليتوب غواړي، بايد پر دې پوه شي چې څرنګه کولای شي دغه بدلون کې د فرد په توګه ونډه واخلي.
هر مزل له يوه ګامه پيليږي، ښه راتلونکی او برياليتوب غواړئ، ځان پوه کړئ چې لومړی ګام له کومه واخلئ. د نه ګام اخيستل پخپله پریکړه ده.
ورته ليکنی: د مشرۍ درس – ناکاميو منل، د تمرکز ډيرول او ګټور کار، اته وړانديزونه، د غوره مفاهمې پنځه بنسټيزه اصول، د ښې مشرۍ ۸ مهارتونه، د مسلک بيه، د زده کړې – ولې، ابتکار ټوکې نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه






څرګندون پریږدئ