د ودې ستراتيژي

له ستراتيژۍ عموماً هدف يوه داسې کړنلاره وي چې له شخص يا ادارې سره مرسته کړي تر څو يوه ټاکلي هدف يا پرمختګ لپاره خپل وسايل سره منسجم کړي. ستراتيژۍ په پراخه توګه دوه اړخه رانغاړي، يو د اوسنيو چارو غوره والی دی، او دوهم له اوسنيو چارو اخوا د يوه هدف ټاکل او هغې ته رسیدل دي.

د اوسنيو چارو بهتري سره لدې چې عملیاتي اړخ لري، او ځينې يې د ستراتيژۍ برخه نه ګڼي، ځکه چې دا چاره خو هسې نه هم بايد سر ته ورسيږي، خو ځينې وخت د ستراتيژيو برخه ګرځي او تر لاس لاندې نيول کيږي. لکه يو شرکت بازار ته ټاکلی محصول وړاندې کوي، د بازار يوه ټاکلی فيصدي يې خپله کړې ده، اوس که غواړي چې په بازار کې خپله ونډه ډيره کړي يا به بيې راټيټوي، يا به بازار موندنه غښتلی کوي او يا به ورته بله لار لټوي.

دوهم، بيا د يوه هدف ټاکل او هغې ته رسیدل دي. دا اهداف ښايي د اوسنيو غښتلتياوو په رڼا کې وټاکل شي او يا ښايي د خپلو نيمګړتياوو په پام کې نيولو سره د نوې چارې پيلول وي.

چاپيريال د مسلکي چارو او بازار په شمول په دوامداره توګه بدلیږي. په دغه چاپيریال کې سيال پاتې کيدو لپاره فرد او اداره دواړه بايد ځان د بهترۍ په لور بدل کړي. او د ځان بهترولو تر ټولو غوره لار د خپلو نيمګړتياوو پيژندل او پر هغې کار دی.

a small plant is growing out of the sand

که په فردي لحاظ يې راواخلئ، که نن يو څوک د پروژې مدير دی، نو هغه بايد دې ته وګوری چې څرنګه کولای شي خپلې اوسنۍ چارې د خبرو اترو، ډلې مشرۍ، کاري فشار منلو، او نورو تخنيکي مهارتونو د بهترولو او د ادارې پر اوږدمهاله اهدافو پوهيدلو له لارې ښې کړي.

همداسې، دې ته هم وګوري چې ټول عمر خو ښايي پر دې موقف پاتې نه شي، نو که چيرې بل مسلک يا موقف ټاکي، او هغې ته غواړي ځان ورسوي، نو څه بايد وکړي، او هره ورځ دغې لور ته خپل مزل لنډ کړي.

هر مسلکي شخص پوهيږي چې د ده مسلک بدليږي، ټکنالوژي پر هر څه اغيزه کړي، هره ورځ د چارو د اجرا نوې نوې طريقې کشفیږي، پخواني وسايل او کاري طريقې له منځه ځي، نوي قوانين او کړنلارې راوځي، لدې هر څه پرته، په دوامداره توګه له تعليمي ادارو نوي محصلين فارغيږي چې ستاسې دنده ښايي له تاسې په غوره توګه او ارزانه سر ته ورسوي.

فکر وکړئ، يو څوک د سترو لاريو ډير تکړه مستري دی، له ليرې ليرې ځايونو ورته خلک خپلې موټرې جوړولو لپاره راولي، دا به په خپل مسلک کې ډير وارد وي، خو که سبا دغه لارۍ ورکې شوې، هېواد يې پر جوړولو يا واردولو يا چلولو بنديز وضع کړ نو دا شخص به څه کړي؟

ډير داسې څه وي چې د اشخاصو او کاروبارونو له واکه بيرون وي، او په مسلکي ژوند کې به دغه چارو ته پام کوئ، که دغه مستري يوازې ځان تر يو ډول موټرو محدود کړی وي، نو له ذکر شوي ګواښ سره به مخ وي، خو همدا ګواښ ورته بيا دا فرصت هم دی چې په خپله چاره کې به تخصصي پوهه ولري او نور څوک ښايي د ده تر حده پر دغو موټرونو پوه نه شي.

لدې سره، که د شرکت يا د ادارې د کاروباري اړخه يې راونيسئ، نو د کاروبار لپاره لومړی اساسي شرط دا دی چې بايد په کاروبار کې سیال پاتې شي، وکولای شي خپل کاروبار ته تر دې حده وده ورکړي چې خپلې چارې په غوره توګه پر مخ يوسي. لدې سره به بيا دې ته هم ګوري چې په دوامداره توګه يې سيالان ډيريږي، نو څرنګه کولای شي په دومره سيالۍ کې بيا هم ګټونکی وي.

د کاروبارونو لپاره ګټه يوازې مالي نه ده. ځينې په دې فکر وي چې د يو څه ارزانه او ډير خرڅيدل د هغوی د ګټې سبب ګرځي، خو که چيرې دغه ارزانوالی اړوند کيفيت ونه لري، نو دغه شته مشتريان يې ورپسې بد وايی او د نورو مشتريانو مخه يې نيسي.

که فرد وي يا کاروبار دوامداره پرمختګ ورته حياتي دی، چاپيريال په دوامداره توګه بدليږي، هغه څه چې نن کار کړي، سبا به له کاره لويږي، او د پرمختګ له ستراتيژيو څخه هدف هغه کړنلارې وي چې له کاروونکي سره يې مرسته کړي مخ په وړاندې ولاړ شي يا لږ لږه يې له شا تګ څخه وساتي.

ورته ليکنی: د کار سړی،  د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، د برياليتوب اوږد مزل، ډله ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

څرګندون پریږدئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading