واک او اغيزه 

واک له اغيزې سره مستقيماً اړيکه لري، زموږ لپاره د واک لرل د بل شخص پر فکر، اعمالو او کړو وړو د اغيزې لرل دي. واک لرل په خپل ذات کې بد نه دي، تاسې به پر خلکو يا حالاتو اغېزه ولرئ، خو کله چې دا اغېزه ناوړه وکارول شي، نو هلته له واک یا قدرته د ناوړه استفادی بحث رامنځ ته کيږي.

Spheres of Influence. Influencer Marketing. 3D illustration of pawns over black backgound with circles. Concept of influencer marketing and spheres of influence. Persuasion Stock Photo

په يوه چوکاټ کې واکمن اغيزه له کومه کيږي، ډولونه يې:

عموماً د واک سرچينې پر پنځو پراخو کتګوريو ويشل کيږي، چې د يوه شخص واک اغيزه ترې سرچينه اخلي، پدې کې د چوکۍ، پوهې، مجازاتو، مکافاتو او خوښيدنې کتګورئ شاملې دي.

۱. د  چوکۍ يا مقام اغيزه، هر مقام خپل اختيارات لري، هر هغه څوک چې دا چوکئ اشغالوي د هغه مقام واک ورسره پخپله راځي، دا چوکئ کولای شي اداري، ټولنيز يا کورنی اړخ ولري، دا ډول اختيارات عموماً رسمي شکل لري، يعنې د ادارې د پاليسيو او لارښودونو په رڼا کې د دغه موقف اختيارات بيان شوي وي، او هر کله چې له رسمياتو خبره وځي نو دا اشخاص خپل اختيارات هم له لاسه ورکوي، اما ښايي يو څه اغيزه وساتي.

۲.  پوهه يا تجربه شخص ته پر نورو اغېزه ورکوي، چې هغه بيا د ځانګړي واک سبب ګرځي، پوهه په خپل ذات کې واک نه دی، خو د پوهې هوښيار استعمال شخص غښتلی کوي، اکثره ځايونو کې چې کله له متخصصينو د يوې موضوع باره کې پوښتنه کيږي دوی هلته د پرېکړې اختيار لري او خلک تر ډېره حده د متخصصينو پر مشوره ولاړه پرېکړه غوره پرېکړه بولي.

متخصصين کيدای شي د خپلو شخصي اهدافو په رڼا کې خپله پوهه وکاروي، خو د نن زمانه د پوهې پيړئ بلل کيږي، څومره چې ستاسې پوهه ډيريږي همدومره مو ورسره ممکنه اغېزه او د واک دايره پراخيږي.

۳. د مجازاتو واک لرل،  له بدو هر څوک ځان ساتي، انسان په فطري توګه د خپل وجود ساتلو حس لري، چې پدې کې فزيکي او رواني وجود دواړه شامل دي، نو هر هغه څوک چې يو چا ته زيان رسولی شي پر نورو يو ډول واک لري، او دغه زيان رسول آن له بدې خبرې اوريدو يا شیطانت څخه هم د ځان ساتل دي.

له بدې خبرې هدف که فکر کوئ يو څوک تاسې ته قهريدلی شي، يا فکر کوئ يو څوک ښایي ستاسې شیطاني وکړي او يو بل څوک تاسې ته په قهر کړي، دا خپله د واک لرل دي، او هغوی چې د دغو غيبتونو او شيطانيو ګټې يې ليدلي وي، هغه له دې لارې ځان ته واک او اغيزه تر لاسه کوي.

زيان رسول حقيقي او فکري دواړه اړخونه لرلای شي، ويره يې ښه مثال دی، که له چا ويريږئ هغه پر تاسې واک لري.

۴. د خير رسولو واک: له بدو د ځان ساتلو پر وړاندې هر څوک غواړي چې خير ورورسيږي، که تاسې فکر کوئ يو څوک خير در رسولی شي له هغې سره غواړئ تعلقات ښه کړئ، هغه هم ستاسې پر پرېکړو د خپلې اغېزی په اندازه تاثير لري. ځينې بيا همدا خير خرڅوي لکه د سوالګر د دعاوو لپاره خيراتونه غواړي، يعنې که خير راکړئ زه به درته دعا وکړم.

همداسې په اداري چوکاټ کې د پرمختګونو لپاره ميلمستياوی ورکول کيږي، او تر ټولو عام يې د پرمختګ يا نورو جوايزو په تمه خلک ښه کار کوي، آن د خپل کار باره کې شخصي ښه احساس هم د خير اغېزی يو اړخ دی چې شخص ښه کار ته هڅوي.

۵. د خوښيدنې واک: او اخيري ډله کې د خوښيدنی واک دی، اکثره به مو اعلانونو يا ډرامو کې ليدلي وي چې ښکلي خلک پکې کار کوي، يا په اعلانونو کې ښکلي يا مشهور خلک کاريږي، ځکه چې داسې انګيرل کيږي خلک غواړي د هغوی په شان شي، يا اعلان به ګورئ چې زه د خپلې ښکلا لپاره دا کريم کاروم، نو که تاسې هم غواړئ چې زما په څير نمونه شئ دا کريم يا توکی وکاروئ.

په دفتري چاپيريال کې کله چې يو څوک غواړي د بل نقل وکړي د هغه بل شخص اغېزه پر خپلو چارو مني، اولاد د خپلو والدينو پر پل هڅه کوي پل کيږدي، همداسې نورې بيلګې چې يو څوک غواړي د بل چا په شان شي، او که يو څوک هر څومره بدرنګه يا تنبل شي نو بیا هم که بل وويني فکر کوي له هغې خو ښايسته دی، هغه ته اجازه نه ورکوي چې پر ده اغېزه ولري يا دا نه غواړي د هغه په څير شي.

سره لدی چې موږ د واک اغيزه پر پنځو پراخو کتګوريو ويشو، خو بيا په يوه کې نه راغونډيږي، د واک پدې ډولونو کې عموماً دوه درې ډوله سره يوځای ليدل کيږي، يعنې يو څوک به وي چې مقام به لري ورسره به پوه هم وي، نو نور خلک به هڅه کوي د هغه په شان شي، ورسره به يو څوک وي چې د بدو رسولو توان به لري، نور به هڅه کوي چې د هغه په شان شي يا نه شي، يعنې کله چې موږ دغه بحث کوو نو واک عموماً يو ډول نه نيسي.

ورسره پدې بحث کې دا هم مهمه ده چې ضرور نه ده واک دې واقعي شکل هم ولري، زه به له يو چا ويريږم خو ضرور نه ده چې هغه دې ما ته د زيان رسولو توان هم ولري، ورسره به مې يو څوک خوښيږي يا به فکر کوم پوهيږي خو ضرور نه ده چې پوه دی وي، ورسره به د يوه چا د مقام پر اغېزه نه پوهيږم خو بايد درک يې کړم، ځينې وختونه به يو څوک واقعي اختيارات ولري خو څوک به يې نه احساسوي او ځينې وختونه به څوک د روپۍ ارزښت ونه لري خو خبره به يې له آسمانه نه راکوزيږي.

يوه موضوع چې د اختياراتو پدې ټولو ډولونو او ورسره د واک قوانينو کې هم مطرح کيږي هغه د شخص پر ځان باور دی، هغوی چې پر حالاتو حاکم وي او پر ځان يې باور ډېر وي نسبتاً هغوی ته چې دا مشخصات ونه لري ډېر واک لري، اوس دا فزيکي واک وي يا فکري خو په عمومي توګه دا ډله خلک واکمن فکر کيږي او واکمن هم وي.

Searching and recruiting talent. 3d illustration of a compass pointing to direction of a talent or best candidate. Concept of staffing or recruiitment. Mergers and Acquisitions Stock Photo

اوس که د واک اغيزې قوانينو بحث ته راشو، نو کولای شو لاندينيو ټکو ته پام وکړو:

۱. په ډېرو کمو حالاتو کې يو طرف ټول اختيار لري، عموماً واک دوه طرفه وي، سمه ده چې يو لوری به د بل په وړاندې واکمن وي خو هغه بل لوری هم بيخي بې واکه نه وي، که د مقام واک وي نو يو څوک بايد وي چې پټکه پرې وشي، که د پوهې واک وي بل لوری بايد پوهې منلو ته قايل شي، همداسې نور حالات، واک له اغېزې سرچينه اخلي، تر څو چې مقابل لوری ستاسې اغېزه ونه مني تر هغه وخته د واک اجرا يا عملي کول محدود وي.

۲. واک تلپاتی نه وي، په يوه خاصه نقطه کې يې زور ډېر وي، لکه تاسې يوه دوکان ته داخليږئ نه پوهيږئ څه ډول ټلويزون واخلئ دوکاندار راځي تاسې ته سلا درکوي او يو خاص ډول ته مو هڅوي، اوس که چېرې تاسې څو ورځې دوکان په دوکان ګرځئ او څوک ښه مشوره نه درکوي يا مو څه نه خوښيږي، نو دلته امکان ډېر دی چې د دې شخص سلا ومنئ او همدا ټلويزون واخلئ خو که چيرې همدا اوس مو د ټلويزون اخيستلو سودا پيل کړې وي نو امکان لري تاسې به دې سلا ته دومره ارزښت ورنه کړئ او وبه غواړئ نور امکانات هم وګورئ، همداسې نور مثالونه.

هر کله چې يو څوک غواړي له خپلو اختياراتو ګټه واخلي بايد پردې پوه شي چې زما د واک استعمالولو نقطه کومه ده او څه وخت کولای شم اعظمي ګټه ترې واخلم او څه وخت بايد غلی کينم.

۳. او درېيمه موضوع يې، هر څومره چې مو بديلونه ډېر وي واک مو ډېر وي، که زه يوازې پر يوه شخص د کار لپاره متکي يم د هغه شخص اختيارات ډېر دي، خو که د هماغه کار لپاره دوه نفره ولرم نو د دواړو اختيارات مې نيم کړل، او پر همدې اصل د آزاد مارکيټ يا آزادې سيالئ اقتصاد روان دی، همداسې نور مثالونه يې هم شته، په اداره کې که چيرې مامور پوه شي چې زما له آمر پرته نور څوک هم زما خبرې اوريدلای شي، نو کيدای شي په ځينو مواردو کې خپل آمر څخه تير شي او بل چا ته ورشي.

او په پای کې تر ټولو مهمه، تر څو چې مو خپل واک نه وي ازمويلې تر هغې پر خپل زور نه پوهيږئ، لکه چې مو په پيل کې وويل واک په خپل ذات کې بد نه دی، لدې څخه ناوړه ګټه اخيستل بد دي، ولاړ شئ خپل واک وارزوئ ممکن له خپل فکره ډېر اختيارات ولرئ، او که له فکره مو کم اختيارات درلودل نو راتلونکي کې به احتياط وکړئ.

که غواړئ چې واک مو ډير شي، پوه شئ ستاسې د واک د اغيزې سرچينه کومه ده، هغه غښتلې کړئ، واک مو ورسره پخپله ډيريږي.

ورته ليکنی: پرون د نن په خدمت کې، د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، اته (۸) عادته چې مسلکي ژوند مو خرابوي، د تمرکز ډيرول او ګټور کار، اته وړانديزونه، د غوره مفاهمې پنځه بنسټيزه اصول، د ښې مشرۍ ۸ مهارتونه، د مسلک بيه، د زده کړې – ولې، ابتکار ټوکې نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

4 responses to “واک او اغيزه ”

  1. د بې وسئ زده کړه   – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ليکنی: واک او اغيزه،  د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، اته (۸) عادته چې مسلکي ژوند […]

    Like

  2. ساعت تيره پوهه    – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ليکنی: مشري: پريکړې او پوهه،  واک او اغيزه،  پوهه او د ټولنيزو شبکو هوښيار، د مسلک ټاکنه – دوهمه […]

    Like

  3. د معلوماتو واکداري  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] او فيسبوک معلوماتو اعتبار، مشري: پريکړې او پوهه،  واک او اغيزه،  پوهه او د ټولنيزو شبکو هوښيار، اته (۸) عادته چې مسلکي […]

    Like

  4. مشري: مشوره – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] مشرۍ نشه او حرص – ۲، د فکر تپل ، واک او اغيزه ، آنلاين ټولنيزو وسيلو کارول او اغيزې، مشري: پريکړې او […]

    Like

څرګندون پریږدئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading