سم کار که د کار سموالی

سم کار که هر څومره نیمګړی سر ته ورسول شي، بيا هم سم دی، او غلط کار که هر څومره سم سر ته ورسولی شي، بيا هم ناسم دی.

د مشر او ټيټ پوړو تر منځ د کار په اړه دا يوه دوامداره بحث دی. په اکثره ادارو کې مشران وينئ چې د ټيټ پوړو په چارو کې دخيل وي، د کار د اجرا په طريقه ورسره نښتی وي، خو دې ته يې پام نه وي چې د کار پر سموالي له بحث زيات دوی لپاره د سم کار سر ته رسول مهم دي.

مشران د سم کار ټاکلو مسؤل دي، دوی بايد د قوانينو، اخلاقياتو، ادارې ستراتيژيو، تګلارو او نورو په رڼا کې دا وټاکي چې سم کار کوم دی، څه کولای شي اداره خپلو اهدافو ته لنډه کړي، څرنګه خپل خدمتونه او محصولات په غوره توګه خلکو ته ورسوي، دا بايد وټاکي چې د نورو وخت او د ادارې زيرمې بايد چيرې مصرف شي، دغه د سم کار ټاکنه دوی ته واک ورکوي چې خپله دنده او مشري په سمه توګه سر ته ورسوي.

A man holding a gun in his right hand

لدې سره دوهم بحث د دغه کار په سمه توګه سر ته رسول دي، دا بيا د ملاتړو يا ټيټ پوړو کار دی چې مشر ورته کار ټاکي، سر ته رسول يې د دوی مسؤليت دی، دوی بايد پوه شي چې د کومو کړنلارو، قوانينو، زيرمو، اهدافو او مهارتونو په رڼا کې دغه کار ټاکل شوی دی.

د ولې پوښتنه بايد مشر ځواب کړي، ځکه له ولې سره د ځواب ورکونې بحث راځي. که د کور مشر وي يا د ادارې هغه بايد دا پوښتنه ځواب کړي چې موږ يو کار ولې کړو. دغه ولې ځواب ښايي د بازار په ارزونه، کړنلارو، قوانينو، يا نورو اړتياوو په رڼا کې ځواب شي.

دغه ولې يې اخلاقي اړخ لري، يعنې مشر بايد وجداناً دا پوښتنه ځواب کړي چې آیا اخلاقاً يا قانوناً هغه دا حق لري چې خپلې زيرمې پر دغه چاره مصرف کړي. ځينې وختونه د ادارې يا رسمي وسايلو څخه شخصي استفاده کيږي، دا د مشرۍ ضعف دی چې په اداره کې دغه رواج رامنځ ته کيږي، ځکه ټيټ پوړي مامورين هیڅکله دا زړه نه کوي چې له دغو وسايلو شخصي ګټه واخلي، تر څو چې يې نور نه وي ليدلي چې دغه چاره پر مخ وړي.

د څرنګه پوښتنه به بيا ملاتړي ځوابوي. دوی به دا ټاکي چې دغه ورسپارل شوې چاره څرنګه په ښه توګه سر ته ورسوي، دغه څرنګه به د صنعت يا مسلک د بهترينو تمرينونو او زده کړو په رڼا کې سرته رسول کيږي.

دغه څرنګه مسلکي اړخ لري، يعنې دوی دې پسې نه ګرځي چې دا کار ولې کړي، بلکې دې پسې ګرځي چې ورسپارل شوی کار څرنګه په غوره او ښه توګه سر ته ورسوي.

د خدماتو په بحث کې به د ادارې مشر دا ټاکي چې کوم خدمت وړاندې کړي، څرنګوالی به یې ملاتړي ټاکي. همداسې د محصولاتو په بحث کې به د فابريکې مشر دا ټاکي چې کوم محصول غواړي بازار ته وړاندې کړي، دغه محصول کومو ماشينونو، روزنو، کړنلارو او نورو ته اړتيا لري دا به يې ورته ملاتړي وايي.

لدې سره د مسؤليت او ځوابدهۍ بحث هم شته، د دې دواړو تر منځ توپير دی. ځواب ورکول د مشر کار دی، مسؤليت د ملاتړو کار دی. مسؤليت عموماً ډله ييز شکل لري، چيرې چې کاري ډله د يوه هدف لاسته راوړلو لپاره په خپله ساحه کې مسؤل وي. خو، ځواب ورکونه بيا فردي ده، مشر ځوابده دی، چې څرنګه اهداف په څرګنده توګه تعريف کړي، هر يوه ته خپل مسؤليت روښانه کړي، خو که چيرې دغې ډلې خپل کار سر ته ونه رساوه، نو بيا همدا مشر ځوابده دی.

لکه، يو مشر په سفر ځي هغه د چارو مسؤليت نورو ته سپاري، د ده په غياب دا بیا هم ځوابده دی، يعنې په سفر يا په رخصت تګ دا له ځواب ورکولو نه خلاصوي، هو د کار مسؤل به بل څوک وي، له هغې به پوښتنه وشي، خو مشر په دې ځان نشي خلاصولی چې دا د هغې مسؤليت وو، نو ځکه زه پکې نه يم.

دغه بحث د مهارتونو له نقطه نظره هم مهم دی، مشر باید دا مهارت ولري، چې پوه شي زما پريکړه به د ادارې يا کاروبار پر راتلونکي څه اغيزه ولري، د مشر لوړ موقف بايد دې ته توان ورکړي چې ليرې وګوري، هغه معلومات چې دې ته راځي هغه وارزولی شي، پريکړې آسانې کړي، او نورو لپاره يو چوکاټ برابر کړي چې په هغې کې نور خپلې چارې پر مخ بوځي.

black framed eyeglasses on top of white printing paper

هر محصول، خدمت او کاروبار خپله نيټه لري، د نړۍ هر محصول يا خدمت له چاپيريال اغيزمن دی، مهمه نه ده چې محصول مو څومره مينه وال لري، هغه به له وخت سره بدلوئ، د ټکنالوژيو، سلوکونو، قوانينو، مينه والو غوښتنو او نورو په رڼا کې به یې غوره والي په لور بيايي.

مشر به د اړوند بدلون ډول ټاکي، ملاتړي به يې بيا عملي کوي. څرنګه د نورو د اړتياوو او د مشر د لارښوونو په رڼا کې هغه ځای ته ځان سم ورسوي، چې محصول يا خدمت يې په دوامداره توګه سيال پاتې شي.

هر کله چې موږ د يوې چارې او د هغې پر مخ وړلو پر موضوع بحث کړو، نو بايد دې ته وګورو چې څوک د دغې چارې د ټاکنې او څوک يې د پرمخ وړلو مسؤل وو، او څرنګه کولای شو په دغه چوکاټ کې بيا هر يوه ته مهارتونه، مسؤليتونه او امتيازات وټاکو.

ورته ليکنی: د معلوماتو واکداري،  د کار سړی،  مشري او د کار ويش، پرون د نن په خدمت کې، د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، اته (۸) عادته چې مسلکي ژوند مو خرابوي، د تمرکز ډيرول او ګټور کار، اته وړانديزونه، د ښې مشرۍ ۸ مهارتونه، د زده کړې – ولې،  دا اهل يې څوک دی، شکوڼ او ګيدړ،  دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

One response to “سم کار که د کار سموالی”

  1. تدبر او تمرکز – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] تمرکز ډيرول او ګټور کار، اته وړانديزونه، سم کار که د کار سموالی، ساعت تيره پوهه   ، د کار سړی ، تعليم او د عايد تمې، د […]

    Like

څرګندون پریږدئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading