په ځان کې ورک

د عمر په پيل کې ماشومان پر ډير څه نه پوهيږي، خو څومره چې ستريږي پر ډير څه يې سر خلاصيږي او له همدې پوهې سره خپل محدوديتونه پيژني، ځينې به يې د تربيې، کورنۍ، تعليم او نورو په نامه يادوي خو دغه ماشوم ته حدود ټاکل کيږي چې دغه دې پيژندنه ده او له دې اخوا عمل د ټولنې له غبرګون سره مخ کيږي.

عادي ژوند يعنې چې نور دې له چارو سره عادي وي، د ټولنې او نورو له تمو سره به سم ځی، د نورو فکر به منی، نو خلک به دې قبلوي، که لږ اخو ديخوا شوی، نو بيا هر څوک په جيب کې ټاپې ګرځوي، چا ته يو څه او بل ته به بل څه وی.

او که چيرې دغه حدود له وخت او پوهې سره عيار نه شي، نو شخص ځان ته بنديوان کوي. يو څوک به یو موقف ته رسيدو لپاره ډيره هڅه وکړي، او د هغه موقف وړ به هم وي، تجربه، پوهه، سلوک، اړيکې ټول به ولري، يوه زمانه به هلته پاتې هم شي، خو کله چې يې دغه موقف د پيژندنې برخه شوه، نو بيا يې له ځان سره بندي کړ.

اوس به دا شخص هر څه پدې تله هم تلي، چې آیا دا کار زما له موقف او شان سره ښايي يا نه، يا دا شخص چې له ما څخه ټيټ دی په سلام او احترام ارزي يا نه، او هغه چې له ما لوړ دی، څرنګه يې له ځانه راضي کړم.

a light bulb surrounded by many black ones

کيسه کا چې کوم عالم ته يو څوک د زده کړې لپاره ورغی. د خپلې هيلې له بيانولو وروسته يې له عالم څخه وغوښتل چې په شاګردۍ يې ومني. عالم ورته ويل: زه به درڅخه يوه پوښتنه وکړم، که ځواب دې راکړ. عالم ترې د يوې موضوع په اړه پوښتنه وکړه. دې شاګرد ورته ښه زړه د اخلاصه يو کتاب ځواب ورکړ، ورسره ترې عالم دا هم وپوښتل چې د هغوی په اړه چې د دغې موضوع په اړه بل فکر لري، دا يې په اړه څه وايي. شاګرد له يو څه فکر وروسته وويل چې هغوی په غلطه دي.

عالم ورته وويل: څه چې تا وويل هغه سم دي، خو دغه څه د موضوع په اړه ستا نظر دی. ورسره يې زياته کړه، موږ چې هر کله نوي څه زده کوو بايد په پخوانۍ زده کړه کې بدلون يا هغې هيرولو ته هم تيار واوسو، پر خامو تاداوونو څوک پخه آبادي نه دروي.

ورته يې وويل: ته اوس ولاړ شه، او دا زده کړه چې د نوې پوهې لپاره بايد زه ځان په پخوانۍ پوهه ناپوه کړم، لکه د يوه لوښي په توګه ځان تش کړه، بيرته راشه، بيا به زه او تاسې سره وغږيږو. ورسره کله چې دا شاګرد له هغه ځایه راپاڅيد، نو اخيره کې يې ورته وويل: چې د پوهې په زده کړه کې يو ځای راځي، چيرې چې ستا پوهه بايد ستا سلوک بدل کړي، پدې دې بايد پوه کړي چې لدې وروسته له چا سره کينی يا پوهه حاصلوی، يا د هغوی نظر اوری، هغه به اصولاً سم وي خو موضوع ته به له بل اړخه ګوري. موږ بايد د خپل فکر بنديوانان نه شو، څه چې موږ ته سم ښکاري، فکر وکړو چې هر چا ته دا هر څه سم دي. هر چا ته خپل فکر سم دی، اوس ته څرنګه له دوی سره ګوزاره کړی، دا ستا کمال دی.

بنده ډير وخت هغه څه ته چې پرې نه پوهيږي، صبر نه کړي. موږ تر ډيره په دې هڅه کې يو چې په هره معامله کې ځان صحیح ثابت کړو، خو له صحیحوالي رښتيا مهم دي. مهمه نه ده چې دغه رښتيا ته يو څوک د چا له لارې ور رسيږي، مهمه دا ده چې شخص د رښتيا منلو توان ولري.

وينا کا چې هر هغه څه چې د بل د خير لپاره وکارول شي، هغه تر ټولو ښه دي، که هغه علم دی، موقف دی يا پيسه، او تر څو چې دغه موارد ستاسې تر واک لاندې وي، نو بهترين خادمان دي، خو کله چې پر شخص حاکم شول، نو بيا بدترين حاکمان دي.

د ژوند له تيريدو سره چې ماشوم ته ټولنې کوم حدود ټاکلي وو، هغه وخت به يې ورته ژوند آسانه کړی وو، خو د وخت له تيريدو سره دغه حدود کلک شو، ده ورسره خپل هم ورډير کړل، له کبله يې ځان لپاره يو زندان رامنځ ته کړ، چې ځان او نور يې پرې بيل کړل، هر هغه څوک چې ده سره په همدې فکرونو کې بند وو، هغه ښه او هغه چې د ده له فکر سره مخالف وو هغه بد شو.

هوښيار بنده پوهيږي، چې ژوند په دوامداره توګه نوي څه درښيي، او دا نوي څه ښايي له پخوانيو سره په ټکر وي، ده لپاره مهمه دا ده چې پر دې پوه شي، چې د خپل پخواني فکر او تجربو بندي پاتې شي، يا د نوو زده کړو او رښتياوو په رڼا کې ځان لپاره نوې لار او مزل پيدا کړي.

ورته ليکنی: د فکر تپل، د ناکامۍ مزل، منطق او پريکړې، د برياليتوب تعريف که معیار، شخصي وده، د معلوماتو واکداري 


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

څرګندون پریږدئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading