د کال ارزونه

يو بل کاروباري کال هم مخ په خلاصيدو دی، مهمه نه ده چې تاسې کوم کال کاروئ، دلته مقصد د ژوند د تلنې يو بل واحد هم لنډ شو، که له چا څخه د عمر پوښتنه کوئ، نو دا ترې څوک نه پوښتي چې په لمريز يا عيسوي کال کې څو کلن يې، هر څوک خپل شمير لري، د دغې شمير يوه نومره واوښت.
دلته د ليکنې هدف د کال ارزونه پر اهدافو نه ده، او نه يې له هغې اړخه څيړو، يوازې ځينې سلوکي او فکري اړخونه او پوښتنې راسپړو. پر دې غږيږو چې د ويرې له کبله مو څه ونه کړل، څه مو زده کړل، چيرې مو ځان وازمويه، څرنګه مو خپلو لومړيتوبونو ته ځان لنډ کړ، څه سيسټمونه مو رامنځ ته کړل.

ويره

څه مو د ويرې له لاسه پريښودل. ويره په خپل ذات کې بده نه ده، بلکه ويره د ودې اساسي عنصر دی، که چيرې تاسې په دوامداره توګه له ويرې ځان ساتئ، نو تل به هلته ياست، چيرې چې پرون وئ، ويره که له انتقاد وي، که له ابتکار وي، که د کاروبار له پيله وي، که د نوي مسلک له انتخابه وي، او که د احساساتو له بيانه وي، ويره ويره ده. موږ اکثراً د ويرې له نتيجې ويريږو، خو د پروسې په اړه يې فکر نه کړو.
د ويرې له کبله د فرصتونو پريښودل خپله يوه بيه ده، تاسې ته ستاسې ويره او انديښنې په څو تماميږي، له ځان سره یې محاسبه کړئ. آیا د يوه نوي ابتکار نه کول يا ورڅخه ډډه پر دې ارزي چې ټول عمر ورته پښيمانه وئ.

زده کړه

له شتو مهارتونو او پوهې سره همدلته راورسيدئ، که غواړئ وړاندې ولاړ شئ، نو اول به خپله ويره رالاندې کوئ، بيا به هغې چم او چلونه زده کوئ چې ستاسې د پرمختګ سبب وګرځي. دغه زده کړه ښایي کتابي وي، يا به بل څه وي، خو آیا نوي څه مو زده کړل، څه مو هیر کړل، يعنې په کوم فکر چې وئ، اوس په هغه فکر نه ياست، لکه فکر مو کاوه که چيرې چوکۍ ته ورسيدم نو خدمت به وکړم دا وطن به جنت شي، خو اوس واک هم لرئ، آیا وطن مو جنت شو يا خپل ژوند مو بدل کړ؟
ځان ازمويل: آیا ځان مو نن امتحان کړی دی. آیا هغه کار چې تير کال مو نه شو کولای دې کال يې هم نه شئ کولای. تير کال مو هم يو پيټی نه شو اوچتولی نن يې هم نه شئ اوچتولی. غمونه د ژوند برخه ده، ښايي ډيرو په دې کال کې ځان ته نږدې مور او پلار، اولادونه يا دوستان له لاسه ورکړي وي، له ځان سره به يې تل دا ويل چې له هغې پرته به مې ژوند سخت وي، خو اوس فکر کړي چې له دغه ازميښته بريالي راوتلي دي. نوي وطن ته به مهاجر شوي ياست، هلته به درته ژوند سخت وو، خو له ازميښته به راوتلي ياست.
اوس څه فکر کوئ د تير کال په پرتله درته ځان غښتلی او هوښيار ښکاري. آیا ناکاميو او اشتباهاتو سره مخ شوي ياست، او له هغې مو زده کړه کړې ده؟

اهدافو ته لنډيدل

د اهدافو ټاکلو يوه ستره ستونزه دا ده چې تاسې د نن د پوهې او وسايلو پر اساس د سبا ستونزې او ژوند لپاره معيارونه ټاکئ، ژوند له هرې ورځ، هر بحث، له هرې کرښې سره بدليږي، نن زه څرنګه پوه شم چې مياشت وروسته څه غواړم، خو له اهدافو پرته نه کيږي، زه پوهيږم چې نن ستونزو حل لپاره څه ته اړتيا لرم، يعنې د دې لپاره چې سبا د نن ستونزې ونه لرم نو بايد دا کارونه وکړم، دا اهداف تعقيب کړم، تر څو اوسنۍ ستونزې مې حل شي، د سبا ستونزو سره به د سبا پر مهارتونو او زيرمو ګورو.
دې کال څومره خپلو اهدافو ته لنډ شوئ. کوم لومړيتوبونه مو درلودل او هغې ته ورسيدئ، نوي څه مو وټاکل؟

سيسټمونه

اهداف به مهم وي، خو د ژوند طريقه يا سيسټم بيا له هغې مهمه ده. هر څوک اهداف لري، خو هغې ته څرنګه ځان رسوي، څرنګه ځان له مداخلو او بې ځایه چارو ساتي دا مهمه ده. لکه يو څوک ګيله من وي چې په دفتر کې د کار لپاره کافي وخت نه لري، خو چې سهار راشي لومړی دوه درې ساعته پر ټولنيزو شبکو مصروف وي بيا ګپ شپو ته مخ کړي، او د ورځې په اخيري دوه درې ساعتونو کې چې نه ورسره وخت وي او نه زغم، مهمو کارونو ته مخ کړي. بيا ګيله کړي چې ورځ چيرې لاړه. دا که چيرې هره ورځ دا خبره تکراروي نو دا قصدي پريکړه او عادت دی، دلته مهم اهداف نه دي، مهم دا دي چې آیا غواړي دا سيسټم بدل کړي؟ هغه طريقې او عادتونه خپل کړي چې د پرمختګ او ودې سبب يې وګرځي.
دلته له ټولو مهمه پوښتنه دا ده چې آیا دا شخص دومره جرات لري چې خپل ځيرکه ټليفون او ټولنيزې شبکې هره ورځ پريږدي او پر خپلو لومړيتوبونو تمرکز وکړي؟ که چيرې تاسې هره ورځ او هر کال يوه ګيله لرئ، نو د طريقو او عادتونو ستونزه لرئ، د پخوانيو طريقو او عادتونو له کبله د نن له ستونزو سره مخ ياست، د هغې بدلون به مو نوو نتايجو سره مخ کړي.

اهداف عموماً سمدلاسي او وخت نيوونکي اړخونه لري. لکه يو څوک غواړي چې مشهور يا مالداره شي، دواړه سمدلاسه هم کيدای شي، لکه د شهرت لپاره هماغه په جومات کې د مردارۍ کيسه ده، يا مشهور شخص د انځور اخيستلو يا داسې دندې ته لاسرسی دی چې د شهرت سبب ګرځيدای شي، يعنې يو څوک کولای شي په يوه ورځ کې مشهور شي. يا د مالدارۍ بحث همداسې راواخلئ، يو څوک ستر رشوت اخلي، يا ورته ميراث وررسيږي، کومه خزانه مومي، ښه قرارداد يا بل څه تر لاسه کوي، کيدای شي په يوه ورځ کې يې مالي حالت بدل شي.
لدې سره بيا وخت نيوونکي اهداف دي، لکه يو څوک غواړي هوښيار يا پوه شي، دا نه شي کولای چې د يوه يا دوه کتابونو يا د ګوګل/ چيټ جي بي ټي په مرسته ځان په يوه ورځ کې هوښيار کړي، دا به دوامداره هڅه کړي چې له وخت سره په هر حالت کې يو څه عقل ولري. يا ښه صحت دی، يو دم نه څوک ناروغه کيږي او نه ښه کيږي، که ښه صحت غواړئ پر هغې به دوامداره کار کړئ.
خو پر دې بايد پوه شو چې وخت نيوونکو اهدافو لپاره کار پيلول تير شوی وخت نه راګرځوي. لکه يو څوک وايي چې که زه مالداره شوم نو بيا به خوښ يا قانع وم، له ما به ستر حاتم طایی نه وي، خو هغه وخت چې په ناشکرۍ او بخل کې يې تير کړی وي، هغه نه راګرځي.
کلونه مهم نه وي، خو دغه کلونه هغه شميرو ته يو مفهوم ورکوي چې شخص يې د عمر په پای کې تلي، يعنې که څوک د مرګ پر بستره پروت وي او خپل تير شوي وخت ته وګوري، دا به له ځان سره څومره پښيمانئ، څومره خوښئ او څومره ميراثونه ولري، چې نورو ته يې پريږدي، څومره به له ځان سره دا فکر ولري چې کاش دا مې نه وای کړی، د څومره وخت به ارمان کړي او څومره به هغه څه ته خوشحاله وي چې نورو ته يې پريږدي.
ليکنه پر دې پوښتنه ختموو چې که چيرې څوک ستاسې د ژوند دغه کال وڅاري، نو څه فکر به وکړي چې ستاسې لومړيتوبونه څه وو، او آیا د دې کال اويا يا له هغې زيات تکرار به تاسې خپلو اهدافو او برياليتوبونو ته ورسوي؟ آیا کورنۍ، ټولنه يا وطن مو له خپل شتون سره څومره بهتره کړی؟

ورته ليکنی: د فکر تپل، د ناکامۍ مزل، منطق او پريکړې، د برياليتوب تعريف که معیار، شخصي وده، د د ناپوهۍ بيه، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، پر نورو ځان لوړ ګڼل د جهل علامه ده، د نامعلوم قبلولو ويره، معلوماتو واکداري،  


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

څرګندون پریږدئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading