د بشر پرمختګ د ارزولو يوه تله د انتقال وسيلو پر اساس د هغې پرمختګ ارزول دي، يعنې کله چې انسان پياده ګرځيده نو يوازې له خپل کلي راتاوو وو، د کار روزګار ټولې وسيلې يې له کوره دومره ليرې وی چې مزل يې پياده کولای شو، او کله چې کلي پراخه شو، ولسونه ډير شو نو ډله ډله خلک به پياده ښکار يا بل څه پسې ووتل.
خو، په دې ټول کې بيا هم تګ راتګ پر پښو وو، کورونه سره لنډ وو، د کور او روزګار وسيلې سپکې وی، او هر څه دومره وو چې انسانانو انتقالولی او کارولی شوې او بشر د تګ راتګ له مهارتونو پرته نور څه ته اړتيا نه لرله.
دې پسې د انتقال وسيلې په توګه د ځناورو اهلي کولو وخت وو، څوک پر خره سپاره شو، څوک پر فيل او څوک پر سنډا او غوايي، د انتقال لدې وسيلې سره يو خو د بشر د تګ راتګ ساحه پراخه شوه، ورسره له نورو له احواله هم خبر شو، پخوا د ځان په شان خلکو سره مخ کيده، خو د ځناورو له اهلي کولو سره يې نور کلي او خلک هم وليدل، له بيلابيلو دودونو او فکرونو سره مخ شو او ورته د آس، خره، غوا، سنډا او نورو ځغلولو مهارتونه هم مهم شو.

ورسره يې د انتقال توان هم ښه شو، اوس يې کولای شو چې درنې وسيلې او توکي له ځان سره يوسي، کورونه دنګ او درانه شو، کاروبارونه پراخه شو او له يو بل څخه د وړاندې کيدو په ځغاسته کې د ځناورو ارزښت هم رامنځ ته شو.
د انتقال له وسيلو سره د امپراطوريو او ځمکو لاندې کولو منډه هم پيل شوه، د جګړو ميدانونه پراخه شو. د منګولیانو د جګړې برياوو يو لامل د هغوی پر آسونو ښه سپريدنه او له ځغليدونکي آس څخه د نښې ښه ويشتلو مهارتونه هم شامل وو، دوی په لنډ وخت کې ډيره ځمکه رالاندې کوله.
انګلستان خپل د امپراطورۍ پراخولو مزل د کښتيو له جوړولو سره پيل کړ، کله چې يې خپل اروپايي سيالان په بحر کې مات کړل، نو د پاتې نړۍ ليرې پرتو سيمو ته يې ځان ورساوه، ورپسې يې د اورګاډي مزل پيل کړ، چې د هندوستان په څير هېواد د ځمکې تنابونه يې رالنډ کړل.
روسان د ټانکونو امپراطورۍ وه او امريکايانو بريا د هغې په هوايي ځواک کې ده، اوس چې ورځ په ورځ د الوتکو ويشتلو وسايل مخ په ډيريدو دي، نو داسې ګڼل کيږي چې ښايي د هوايي ځواک د نه ماتيدونکې غښتلتيا ورځې هم په شمار دي.
د هماغه د انتقال د وسيلو پرمختګ دی چې نن بشر غواړي مريخ ته ولاړ شي، نو هغوی چې فکر کړي د پرون پر خره به د نن د ستورمزلو له څښتنانو سره سيالي کړي، نو هسې به ځان تير باسي. ورسره دغه د ټکنالوژۍ ځيرکه وسيلې چې موږ يې کاروو هم د انتقال او پرمختګ وسيلې دي.
له دغو پرمختګونو سره د بشر ژوند آسانه او مزل يې لنډ شو، او دا اصل تر نن هم پاتې دی، هغوی چې غواړي له نورو وړاندې ولاړ شي بايد د ځان د انتقال لپاره وسيلې ولري، ځکه هر څوک په توانونو او نيمګړتياوو کې برابر دي، خو هغوی چې خپل توانونه يې غښتلي کړي دي او خپلې نيمګړتياوې يې له منځه وړي او د بهترۍ کار يې پرې کړی دی.

په شخصي لحاظ هم پرمختګ لپاره وسيلو ته اړتيا لرئ، که غواړئ د ستورو مزل وکړئ نو ستور مزلي به راټينګوئ، د هغو مهارتونه به زده کوئ، پر غوايانو د ستورو تر منځ مزل نه شي. که غواړئ ليرې ولاړ شئ نو وګورئ چې پر څه مزل کړئ، څومره زغم يې لرئ او آیا هغو سختو ته ځان ورکولی شئ يا به يې په منځ کې پریږدئ.
د ليرې تګ او مزلونو هيلې به هر څوک ولري، خو رسيږي به هغوی چې دغه سفر ته غاړه کيږدي او سختۍ يې پر ځان ومني.
د فکر تپل، د ناکامۍ مزل، منطق او پريکړې، د برياليتوب تعريف که معیار، شخصي وده، د معلوماتو واکداري، مشري او ابتکار، د کار سړی، د فکر تپل، د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، د برياليتوب اوږد مزل، ډله ييز فکر، د ښې ليکوالۍ ۴۰ مشورې، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه







څرګندون پریږدئ